لیپا کمپ کې مهاجر برېښنا او اوبو ته لاسرسی نه لري. کرېډېټ: د کډوالۍ نړیوال سازمان
لیپا کمپ کې مهاجر برېښنا او اوبو ته لاسرسی نه لري. کرېډېټ: د کډوالۍ نړیوال سازمان

بوسنیا کې د اروپایي ټولنې پلاوي د دغه هیواد له ځایي چارواکو څخه غوښتي دي چې د ژمي په را رسېدو سره دې شاوخوا ۳۳۰۰ مهاجرو ته سرپناه برابره کړي. دغه پلاوي خبرداری ورکړی چې که بوسنیایي چارواکي اقدام و نه کړي، یو «بشري کړکېچ» به رامنځ ته شي.

بوسنیا کې د اروپایي ټولنې پلاوی په یوه خبرپاڼه کې وایي: «د تدابیرو نشتوالی بشري کړکېچ پر واقعیت بدلوي... موږ له چارواکو څخه غواړو چې د [مهاجرو] د ژوند د ژغورلو له پاره بېړني اقدامات وکړي.»

له تېرو څو ورځو راهیسې بوسنیا کې د تودوخې درجه راټیټه شوې او د کال لومړۍ واوره ورېدلې ده. د هوا د حالاتو وړاندوینې ښيي چې په راتلونکو ورځو کې به د بوسنیا په شمال لوېدیځه بیهاچ سیمه کې چې کروشیا سره ګډې پولې ته نږدې موقعیت لري او ډېری مهاجر پکې ایسار پاتې دي د تودوخې درجه صفر ته ورسېږي.

د اروپایي ټولنې پلاوي په حواله د هوا اوسني حالات د شاوخوا ۲۰۰۰ هغو کسانو ژوند په خطر کې اچوي چې په کړکېچنو شرایطو کې د سړکونو پر غاړو شپې سبا کوي.

بیا ولولئ: د ژمي په را رسېدو سره د بوسنیا په شمالي سیمه کې مهاجر له ستونزو سره مخ دي

سرچینه زیاتوي چې نږدې ۱۳۰۰ کسان بیهاچ ته نږدې د لیپا سیمې په یوه مرکز کې اوسېږي چې د ژمي لپاره کافي امکانات نه لري.

د اروپایي ټولنې پلاوي له بوسنیا څخه غوښتي دي چې ځینې مهاجر دې هغه مرکز ته انتقال کړي چې تېره سپټمبر میاشت وتړل شو. بوسنیایي چارواکو د ښاروالۍ له ټاکنو یوه نیمه میاشت مخکې د ځایي اوسېدونکو د فشارونو له کبله دغه مرکز تړلی و.

د اروپایي ټولني پلاوي دغه راز د بوسنیا د توزلا په شمال ختیځه سیمه کې د یوه نوي مرکز پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.

بیا ولولئ: بوسنیا: د مهاجرو مدافع بنسټونه د کرواسیا د پولیسو له خوا د مهاجرو پر وړاندې تاوتریخوالی غندي

د ډسمبر په پیل کې د بوسنیا د امنیت وزیر ویلي وو چې بیهاچ، سراییوو، او موستار سیمو کې نږدې ۶۶۰۰ مهاجرو ته په بېلابېلو مرکزونو کې سرپناه برابره شوې ده. د دغه وزارت د رسمي شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې بوسنیا ته د راجسټر شویو مهاجرو شمېر (۱۵۵۰۰) د تېر کال همدې مودې پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيي.

له ۲۰۱۸ راهیسې هر کال په زرګونو اسیایي او افریقایي مهاجر اروپایي هیوادونو ته د راتګ په موخه بوسنیا ته ځان رسوي.

 

نورې ليکنې