اوولس مهاجر په دغه ۱۰۰۰ متره مربع اپارټمان کې له فرانسویانو سره یو ځای ژوند کوي. کرېډېت: کارلوس الوارېز
اوولس مهاجر په دغه ۱۰۰۰ متره مربع اپارټمان کې له فرانسویانو سره یو ځای ژوند کوي. کرېډېت: کارلوس الوارېز

د تېرې سپټمبر میاشتې له پیل راهیسې د پاریس د لوور موزیم ته نږدې ۱۱ مهاجر او ۱۳ فرانسویان په یوه ګډ کور کې ژوند کوي. ټاکل شوې چې دوی د یوه کال لپاره دغه ۱۰۰۰ متره مربع اپارټمان کې واوسېږي. دغه پروګرام چې د کاراکول سازمان له خوا جوړ شوی ټولنه کې د مهاجرو د ادغام زمینه برابروي.

دوی چې د سومالیا، ګینیا، افغانستان او سوډان اصلي اوسېدونکي دي وایي تر دې دمه یې هېڅ کله هم پر دې فکر نه و کړی چې یوه ورځ به لوور موزیم او پلې رویال پارک ته نږدې د پاریس په لومړۍ ناحیه کې ژوند وکړي. د کاراکول ټولنې د دغه پروګرام په چوکاټ کې له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې ۱۱ مهاجر له ۱۳ فرانسویانو سره په یوه لوی پاریسي اپارټمان کې اوسېږي.

دوی چې عمرونه یې د ۲۰ تر ۳۵ کلونه دي یا خپلو زدکړو ته ادامه ورکوي او یا هم په ټولنیزو فعالیتونو بوخت دي. اپارټمان یو ګډ پخلنځی او دوه سالونونه لري چې ټول ترې ګټه اخیستلی شي. خو هر یو یې بیا په خپله کوټه کې اوسېږي چې یو وړوکی پخلنځی او یو تشناب لري.

یونس چې دغه اپارټمان کې اوسېږي وایي دا یو لوی چانس دی. هغه د دارفور جګړې پر مهال له سوډانه تښتېدلی او فرانسې ته یې ځان رسولی دی.

یونس زیاتوي چې سفر یې ډېر اوږد و او هغه څو کاله د مهاجرت پر لارو تېر کړي دي. نوموړي لومړی لیبیا او ایټالیا ته سفر کړی دی، ورپسې د ۲۰۱۶ د سپټمبر پر ۲۵مه له ایټالیا څخه فرانسې ته راغلی دی. که څه هم یونس فرانسې ته تر راتلو یو کال وروسته قبولې ترلاسه کړې وه، خو د ثابتې سرپناه د نه لرلو له امله دې ته اړ شو چې درې کاله د پاریس په مختلفو استوګنځیو کې تېر کړي.

یونس وایي چې د یوې ټولنیزې کارکوونکې په مرسته د کاراکول ټولنې د پروګرام په اړه اطلاع ترلاسه کړه. خو د منل کېدو لپاره یې د اپارټمان د ټولو اوسېدونکو په څېر انترویو ورکړې ده.

د کاراکول ټولنې د دغه پروګرام ګډونوال باید ځانګړي شرایط پوره کړي. د دې ټولنې بنسټګر سیمون ګیبر وایي: «د ګډونوالو عمرونه باید تر ۱۸ کلونو لوړ وي، دوی باید اقامه ولري، او باید وښيي چې ثابت عاید (لکه RSA یا د دولت مالي مرسته) لري.»

ګډ پخلنځی. کرېډېت: آر ای وي پي
ګډ پخلنځی. کرېډېت: آر ای وي پي

د الان قانون د ۲۹مې مادې پر بنسټ د پروګرام هر ګډونوال باید په میاشت کې ۲۰۰ یورو کرایه ورکړي. کاراکول ټولنه دغه پیسې د اپارټمان اصلي خاوند ته ورکوي چې د رژي په نامه د پاریس د معاملاتو د لارښوونې دویمه لویه اداره ده.

ټاکل شوې وه چې دغه اپارټمان د ۲۰۲۱ د سپټمبر میاشتې تر پایه پورې خالي وساتل شي ځکه چې د معاملاتو د لارښونې اداره په پام کې لري چې په ځای یې ټولنیز کورونه جوړ کړي. خو د کاراکول پروګرام د رژي په ګټه تمام شوی ځکه دغه اداره نور د باغبانۍ او صفایۍ لپاره پیسې نه ورکوي.

ارامه فضا کې ګډ ژوند

د کاراکول بنسټګر وایي: «له یوې خوا ډېری فرانسویان د اوسېدو ځای د موندلو لپاره له ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا هغه مهاجر چې د اوسېدو بېړنیو ځایونو څخه شړل شوي سرپناه نه لري، په داسې حال کې چې په پاریس په زړه کې دغه اپارټمان خالي دی.»

د یادولو ده چې د کاراکول ټولنې د پروګرام نوماندان باید د اداري له لحاظه په بېړني حالت کې نه وي ځکه چې په دې صورت کې نوماندانو د ټاکلو پروسه ډېر وخت نیسي.

کاراکول د نوماندانو د انګېزو په هکله ورنه پوښتنه کوي. د کاراکول بنسټګر وایي چې دوی له نوماندانو څخه غواړي چې پروګرام کې «فعاله ونډه» واخلي.

د پروګرام ګډونوالو دغه پاریسي اپارټمان ته تر راتګ مخکې د صفایۍ کارونه ترسره کړي او د امایوس او نورو ټولنو له خوا ورکړل شوي موبایل او فرنېچر یې اپارټمان ته انتقال کړي دي.

د پروګرام ګډونوالو اپارټمان ته تر راتګ مخکې د صفایۍ کارونه ترسره کړي دي. کرېډېټ: کارلوس الوارېز
د پروګرام ګډونوالو اپارټمان ته تر راتګ مخکې د صفایۍ کارونه ترسره کړي دي. کرېډېټ: کارلوس الوارېز

دوی اوس په اپارټمان کې بېلابېل مصروفیتونه لري: د یوګا، فرانسوي او عربي کورسونه، د رقص او خیاطۍ ورکشاپونه... خو د اپارټمان اوسېدونکي باید ټولنیز واټن مراعات کړي. یونس وایي: «وټسپ کې مو یو ګروپ جوړ کړی. هر څوک خپلې مفکورې له نورو سره شریکوي. ما ورته وویل چې که څوک غواړي عربي زده کړي، زه چمتو یم چې ورسره مرسته وکړم. ځینې وختونه اشپزي هم کوم...»

دوی په اونۍ کې یو ځل له بیوکوپ مغازې څخه ټول هغه شیان راټولوي چې د اونۍ په ترڅ کې نه دي پلورل شوي.

د ژوزیفین په نامه د اپارټمان یوه اوسېدونکې وایي: «دا د تعجب خبره ده چې د کور د پاکولو کارونه په ارامۍ سره ترسره کېږي. هر څوک خپل کارونه کوي او د ځان لپاره سودا اخلي. هغه کسان چې د نورو پرتله په پځلنځي او ګډو سالونو کې زیات وخت تېروي، دوی بیا د کور په پاکولو کې زیاته ونډه اخلي.»

دغه ۲۱ کلنه محصله له نورو او په ځانګړې توګه له مهاجرو سره اوسېدل یوه بې سارې تجربه بولي. هغه زیاتوي چې د دغه پروګرام له امله له بېلابېلو کلتورونو او تاریخونو سره بلده شوې ده.

«موږ د یوې کورنۍ په شان یو»

مهاجر بیا په دې اند دي چې دغه پروګرام فرانسوي ټولنه کې د ادغام لپاره یو مهم ګام دی. سوډانی مهاجر یاسر وایي: «دغه اپارټمان د مهاجرو د استوګنځیو په شان نه دی. زه کله کله له نورو سره یو ځای ډوډۍ خورم او فېلمونه ګورم. موږ ټول د کالیو د مینځلو له ګډ ماشین څخه استفاده کوو. یو ګینیایی مهاجر موږ ته د خیاطۍ درسونه راکوي . موږ د یوې کورنۍ په شان یو.»

یونس چې تخنیکر دی وایي چې د اپارتمان فضا ارامه ده. هغه زیاتوي: «زه دلته خپل شخصي حریم لرم. هغه وخت چې په استوګنځي کې اوسېدم، کوټه کې راسره نور کسان هم ول. ګډ تشناب مو نه درلود. د مهاجرو په مرکز کې د ۲۰۰ کسانو لپاره یوازې یو پخلنځی موجود و.»

خو د اپارټمان اوسېدونکي اړ دي چې تر راتلونکي سپټمبر پورې د ځان لپاره بله سرپناه پیدا کړي. یاسر وایي: «دغه اپارټمان ته تر راتلو مخکې مې د ټولنیز کور د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه. خو که رېښتا ووایم هېڅ نه غواړم چې له اپارټمانه ووځم. اوس دلته ملګري لرم او په فرانسوي خبرې کوم. ډېر خوشاله یم.»


د کاراکول سازمان دغه پروګرام کې د ګډون لپاره دغې پاڼې ته مراجعه کولی شئ.

 

نورې ليکنې