افغان مهاجر افشاري په خپل هیواد کې خیاطي کوله. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز
افغان مهاجر افشاري په خپل هیواد کې خیاطي کوله. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز

د تېرې نومبر له ۳۰مې راهیسې د اسپرو په نامه سازمان د پاریس په سوېلي انتوني سیمه کې د خیاطۍ ورکشاپ جوړ کړی دی. دغه ورکشاپ کې نږدې لس مهاجر ګډون لري. اسپرو وایي چې د دغه ورکشاپ د جوړولو څخه یې هدف دا دی چې مهاجر فرانسه کې مسلکي تجربې ترلاسه کړي.

دغه ۹ مهاجر- ۶ افغانان، یوه مراکشۍ او ۲ ټبتیان - هغه خیاطان دي چې د اسپرو په نامه ټولنې له خوا په کار ګومارل شوي دي. دا ورکشاپ چې «فیل دې اونیر» نومېږي د پاریس په سویلي انتوني سیمه کې جوړ شوی او یوازې مهاجر پر دندهږ ګوماري. د اسپرو ټولنې په حواله دغه مهاجر د استعدادونو، تجربو او انګېزو خاوندان دي خو تر اوسه یې چا ورسره مرسته کړې نه وه.

د اسپرو بنسټګره مایا پرسو وایي: «دوی زیات مهارتونه لري خو تر اوسه یې په فرانسه کې کار نه دی کړی. هېچا هم د دغو کسانو مهارتونو ته پام نه وو کړي.» که څه هم اسپرو دغه ورکشاپ ته یوه لویه فضا ځانګړې کړې ده (۱۸۰۰۰متره مربع)، خو د پروګرام له پیله دوه اونۍ وروسته لا هم دغه هنګر کې د خیاطۍ وسایل کافي نه دي: د خیاطۍ درې نوي ماشینونه او څو مېزونه چې د فرانسې د لویو خیاطانو او برندونو له خوا ورکړل شوي رختونه اېښودل شوي دي.

اسپرو سازمان اوس د خیاطۍ درې ماشینونه لري. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز
اسپرو سازمان اوس د خیاطۍ درې ماشینونه لري. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز

فرانسوی سټایلیست تیري یو له هغو کسانو دی چې د اسپرو له خوا د خیاطانو د مشر او ناظر په توګه ګومارل شوی دی. هغه چې د نظارت دنده پر غاړه لري مهاجرو ته د دوی د کارونو په اړه نظر ورکوي. مهاجر بیا په دقت سره تیري ته غوږ نیسي.

تیري وایي: «د دوی مهارتونه د حیرت وړ دي. ځینې یې په دوه دقیقو کې کالي ګنډي، ځینې یې د رختونو د قیچي کولو په برخه کې مهارت لري... هر یو یې د استعداد خاوند دی. هدف مې دا دی چې دوی ټول مهارتونه زده کړي او دې ته پام وکړي چې ډله ییز کار څنګه ترسره کېږي. ډله ییز کار باید داسې وي چې فعالیتونه په اسانه او موزونه توګه ترسره شي.»

پاریسی سټایلست تیري د دغې ورکشاپ مشر او ناظر دی. کرېډېټ: ان دیاندره لوارن، کډوال نیوز
پاریسی سټایلست تیري د دغې ورکشاپ مشر او ناظر دی. کرېډېټ: ان دیاندره لوارن، کډوال نیوز

«دا مې ارمان و چې داسې یو کار ترلاسه کړم»

افشاري یو له هغو کسانو دی چې دغه ورکشاپ کې په خیاطۍ بوخت دی. هغه چې په ۲۰۱۷ کې فرانسې ته رسېدلی دی په افغانستان کې په خیاطۍ بوخت و او خپل کسب سره یې مینه درلوده. له افغانستانه تر وتلو وروسته افشاري لومړی ایران او بیا ترکیې ته تللی دی. بیا یې ډنمارک ته ځان رسولی خو هلته یې د پناه غوښتنه رد شوه. نوموړی بیا افغانستان ته د اخراج له ویرې له ډنمارکه فرانسې ته راغی او دلته یې قبولي ترلاسه کړه.

هغه وایي: «په لومړي سر په وړوکو کارونو بوخت وم، لکه د ساختماني په برخه کې... خو دا مې اصلي کسب او کار نه و.» نوموړي څو ځله بېلابېلو موسسو ته خپله سي وي ور لېږلې ده، خو هېڅ کوم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی. اسپرو سازمان یې بالاخره غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ. افشاري زیاتوي: «اوس واقعاً خوشاله یم. یوازنۍ موخه مې دا ده چې دغه کسب ته دوام ورکړم.»

افغان کډوال افشاري افغانستان کې هم پر خیاطۍ بوخت و. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز
افغان کډوال افشاري افغانستان کې هم پر خیاطۍ بوخت و. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز

حیدر یو بل افغان مهاجر دی چې وایي د ورکشاپ له برکته یې ژوند بدل شوی دی. نوموړی د خیاطۍ پروګرام د ادغام مسول دی او دنده یې دا ده چې له خیاطانو سره اړیکه ټینګه کړي او د اداري او مسلکي له لحاظه ورسره مرسته وکړي. هغه وایي: «زه خپل کار سره مینه لرم. دا مې فرانسه کې لومړی کار دی. لومړی ځل دی چې له داسې کسانو سره مرسته کوم چې زما په شان له سختیو سره مخ شوي دي.»

نوموړی چې له یوه کال راهیسې په فرانسه کې اوسېږي زیاتوي: «تر دې مخکې د یوې پروژې مسول وم. خلکو را ته ویل چې زه فرانسه کې د ښه کار د موندلو چانس لرم. خو دا مې ارمان و چې داسې یو کار ترلاسه کړم. ډېره خوشاله یم چې له داسې کسانو سره مرسته کوم چې هم تجربې لري او هم استعدادونه.»

د فرانسې مشهورو برندونو دغو مهاجرو ته رختونه ورکړي دي. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز
د فرانسې مشهورو برندونو دغو مهاجرو ته رختونه ورکړي دي. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز

د اسپرو بنسټګره مایا پرسو په دې اند ده چې دغه مهاجر د یاد ورکشاپ په مرسته خپل «انساني کرامت» بېرته مومي. هغه زیاتوي چې دمګړۍ یاد مهاجر په اونۍ کې دوه ځله او هر ځل ۵ ساعتونه کار کوي، خو په اوږدمهال کې دوی په پام کې لري چې د کار وخت زیات کړل شي او دغه ورکشاپ پر یوه ټولنیزه موسسه بدل شي.

هغه وایي: «دوی اوس د لومړیو ساعتونو سیستم په نامه پروژې په چوکاټ کې کار کوي چې پاریس او هوت دو سن کې په امتحاني توګه ترسره کېږي او موخه یې دا ده چې فرانسه کې مهاجرو ته د کار په بازار کې د تجربې د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي. دوی د دغه ورکشاپ له لارې د کار بازار ته لار مومي، د فرانسوي ژبې کورسونو کې ګډون کوي او د ۱۸ میاشتو په موده کې ټولنیز کارکوونکي ورسره مرسته کوي. هیله لرو چې په راتلونکي کې دغه ورکشاپ پر دایمي کار بدل شي.»

ماري شیاپوني چې تر دې دمخه سټایلیسته او په څو مشهور برندونو کې د کلېکسیونونو مشره وه وایي ښایي هغه د دغه ورکشاپ لومړۍ مشتري وي. هغې چې کار کې د مانا پسې ګرځي څو میاشتې مخکې د موډ او فېشن په برخه کې خپل کار پرېښودلی دی. نوموړې د لومړي ګرځبندیز پر مهال د ماسکونو نوی مارک جوړ کړی چې «فرانسه کې تولید شوی» نومېږي. هدف یې دا و چې یوازې داسې ماسکونه جوړ کړي چې د تولید پروسه یې صرف په فرانسه کې ترسره شوې وي.

هغه وایي: «زه غواړم چې له ساده شیانو لکه له بېرته پروسس شویو موادو څخه استفاده وکړم. د همدې کبله هیله لرم چې له دغو مهاجرو سره یو ځای کار وکړم.» شیاپوني په پام کې لري چې راتلونکې اونۍ دغو مهاجرو ته ځینې نمونې واستوي. په وینا یې: «زه غواړم چې د دغو نمونو پر جوړولو ورسره کار وکړم.» هغه په دې اند ده چې دا پروژه راتلونکو پروژو ته زمینه برابروي. آغلې شیاپوني ټینګار کوي چې یوازې له هغو موادو څخه ګټه پورته کوي چې استفاده شوې نه دي. نوموړی دغه راز هیله لري چې پروژه به یې دغو مهاجرو ته د کار زمینه برابره وکړي.  

فرانسوي اسټایلسته ماري شیاپوني په پام کې لري داسې تولیدات ولري چې د جوړولو کار یې صرف په فرانسه کې ترسره شوی وي. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز
فرانسوي اسټایلسته ماري شیاپوني په پام کې لري داسې تولیدات ولري چې د جوړولو کار یې صرف په فرانسه کې ترسره شوی وي. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز


 

نورې ليکنې