تمه کېږي چې د جنورۍ میاشتې له پیله جرمني هغه سوریایي مهاجر بېرته سوریې ته اخراج کړي چې د سخت دریځه فعالیتونو شک پرې کېږي. په ورته مهال د المان د کیڼ ارخو ګوندونو او سازمانونو پر دغه تصمیم نیوکه کړې ده. خو په عمل کې د دغې پرېکړې عملي کول مشکل ښکاري.
المان تر دې دمخه سوریه کې د روانو جګړو له امله د سوریایي مهاجرو د اخراج پروسه درولې وه. خو اوس ویل کېږي چې د ۲۰۲۱ د جنورۍ له پیله به الماني چارواکي د خطرناکو سوریایي مهاجرو د شړلو پروسه پیل کړي.
دا یوه بې سارې پرېکړه ده ځکه چې المان په تېرو لسو کلونو کې نږدې ۸۰۰ زره سوریایي مهاجر منلي دي. اروپا کې اوس د سوریایانو تر ټولو لویه دیاسپورا په المان کې ده.
د المان په کورنیو چارو وزارت کې د دولت منشي هانس ګیورګ انګلکې په یوه خبري غونډه کې وویل: «هر هغه کس چې جنایي جرمونه او یا ترهګریز فعالیتونه کوي تر څو چې زموږ هیوادو او خلکو ته جدي زیان ورسوي باید له المانه ووځي.»
قضیې په جلا جلا توګه څېړل کېږي
د المان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر بیا ویلي چې «قضیې باید په جلا جلا توګه» وڅېړل شي. هغه زیاته کړې چې په راتلونکي کې باید د مجرمینو او خطرناکو کسانو د اخراج په اړه په جلا جلا توګه تصمیم ونیول شي او اخراجول یې ممکن وي.
د الماني رسنیو په حواله د دغې پرېکړې له امله ښایي هغه ۹۰ سوریایي مهاجر له المانه وشړل شي چې اسلامي سخت دریځۍ ته تمایل لري. زیهوفر دغه راز غواړي مجرمینو ته پیغام ورکړي چې دوی ښایي خپلې اقامې او المان کې د اوسېدو اجازه له لاسه ورکړي.
خو په عمل کې له المانه د سوریایانو اخراجول پیچلي ښکاري ځکه چې دغه هیواد نور له سوریې سره ډیپلوماټیک اړیکې نه لري. د نړیوالو قوانینو له مخې د مهاجرو د اخراجولو لپاره کوربه هیواد باید د دوی د اصلي هیوادونو موافقت ترلاسه کړي.
«د مسولیت د نه منلو نښه»
بل پلو د المان د کیڼ اړخو ګوندونو او سازمانونو له دغو اخراجونو سره مخالفت ښوولې. د اکولوجیست ګوند غړی کلودیا روت دا کار «د مسولیت د نه منلو نښه» بللې ده. دغه راز د کیڼ اړخو سخت دریځو ګوندونو ویلي چې دا کار «د مهاجرو د وېرولو» کمپاین دی.
د سوریایانو د اخراج پر سر بحثونه تېره نومبر میاشت له هغې وروسته پیل شول چې درسد ښار کې یو توریست د یوه سوریایي ځوان له خوا ووژل شو. ویل شوي چې وژونکي له سخت دریځه اسلامي ډلو سره نږدې اړیکې درلودلې.
بیا ولولئ: له آلمان څخه د افغان مهاجرو اخراج ته یوه کتنه
دا په داسې حال کې دی چې المان له ۲۰۱۶ راهیسې افغان مهاجر بېرته افغانستان ته اخراجوي. دغه هیواد وایي چې د افغانستان ځینې سیمې خوندي دي. خو د کورونا ویروس د وبا له امله د افغانانو د اخراج پروسه د روان کال په پسرلي کې درول شوې وه. د ۲۰۱۶ کال تر اوسه پورې ۹۰۷ افغان مهاجر له المانه افغانستان ته اخراج شوي دي.