۲۶ کلن افغان کډوال پاریس ته نږدې په یو جمنازیم کې. اګست ۲۰۲۰ کال
۲۶ کلن افغان کډوال پاریس ته نږدې په یو جمنازیم کې. اګست ۲۰۲۰ کال

۲۶ کلن شمشیر خان چې د افغانستان له ختیځ ننګرهار ولایت څخه د طالبانو د جګړې او کورنیو شخړو له امله خپل ملک پریښودو ته اړ شوی له یوه اوږده او ستونزمن سفروروسته يي په قاچاقي لارو ځان فرانسې ته رسولی.

دغه ځوان د ۷ زره یورو په بدل کې د قاچاقبر په مرسته له سلګونه کیلو مټره پیاده مزل، د خپل سفر پر لار د ایراني او هنګري پولیسو له و هلو ډبولو او د ځنګل په سړه هوا کې د شپو له تیرولو ورسته يي ځان اروپاته رسولی.

شمشیر خان وايي چې دهنګري د پولیسو د وهلو درد لاهم کله نا کله په خپل بدن کې احساسوي.

هغه وايي چې دوه کاله عمر مې بې ځایه تیر شو خو لاهم زما سرنوشت معلوم نه دی. نوموړي وايي اروپا کې د مهاجرو قدر نشته او افغان ځوانان خپله آینده په خپل ملک کې جوړه کړې.

مهاجر نیوز اروپا ته د دغه افغان کډوال د ستونزمن سفر او د نوموړي د ژوند په اړه له هغه سره خبرې کړي.

د ایران په دښتو کې پیاده مزل

د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د طالبانو جګړه او کورنۍ شخړې دې ته اړه کړم چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو میاشتو کې خپل کور پریږدم. قاچاقبر ته مې ۷ زره یورو ورکړې او له کابل نه يي نیمروز ولیږدولم. له نیمروز څخه ډاټسن موټرو کې بلوچستان ته راوړلو او بیا له هغه ځایه په دښتو کې مو له نورو مسافرو سره یو ځای یوه شپه او یوه ورځ پیاده مزل وکړ او ځان مو ایران پولې ته ورسول. د ایران د دغه سرحدي سیمې په یوه دښته کې په سمڅو کې د قاچاقبر لخوا ځای پر ځای شو.

دوه شپې په دغه سمڅو کې له نورو مسافرو سره یو ځای پراته و، یوازې اوبه مونږ ته رسیدلې او ډوډۍ يي مونږ ته نه راکول چې زمونږ د یوشمیر ملګرو حالت ډیر بد شو او بیا له هغه ځایه ایران ته انتقال شو.

یو میاشت مو په ایران کې تیر کړل بیا د ترکیې سرحد ته ولیږدول شو چې په دغه موده کې د ایرانو پولیسو له شکنجې سره مخامخ شو. ایراني پولیسو د ټوپک په زور يي شکنجه کولو چې لاهم کله کله د هغه درد احساسوم. څو ځلې مو هڅه وکړه چې ترکیې ته واوړو خو د سرحدو پولیسو له و نیول شو او بیرته ایران ته واړول شو.

قاچاقبر څو ځلې هڅه وکړه چې مونږ ترکیې ته واړوي خو و نه توانید او د اوښتو بله لاره يي پیداکړه چې له هغې لارې له یوې شپې او ورځې پیاده مزل وروسته د ترکیې خاورې ته واوښتو.

د ترکیې په یوه سیمه کې چې نوم يي راته نه راځي په یو کور کې شاوخوا ۱۲ ورځې وساتلو چې بیا  له هغه ځایه يي مونږ ته د بسونو ټکټونه واخیستل او په بسونو کې يي په لاریو کې چې سر يي تړلی و له سلو ډیر کسان واچول. په دغه لارې کې د ګڼې ګوڼې او د هوا بندیدو له امله د خلکو وضعیت ډیر بد و، نږدې وه چې زمونږ ساه بنده شي، له دې سره له لاریو وایستل شو او د سیند په غاړه يي ښکته کړو.

نور ولولئ: افغان مهاجر محمد رامین په فرانسه کې: «اروپا ته مې سفر اوږد او له ګواښونو ډک و»

د ترکیې په تاتوان کې په کښتۍ کې يي ځای پر ځای کړو چې لته کښتې پر مونږ چپه شوه. په دغه پیښه کې مو یو شمیر دوستان له لاسه ورکړ. تپه تیاره وه او پولیسو هم مونږ سره هیڅ مرسته ونه کړه. له دې ځایه بیا یو بل قاچاقبر استانبول ته بوتلو.

له ګڼو کړاوونو وروسته له ترکیې څخه یونان ته وا وښتو. درې نیر ( کانال) زمونږ مخې ته راغلل د چا چې لامبو زده وه تیره شول او نور پاتې شول. په یونان کې د پولیسو خوا و نیول شو او دوه شپې يي مونږ وساتلو او هرڅه يي له مونږ څخه واخیست او بیرته يي ترکیې ته واړولو.

شمشیر خان د یونان په یوه ځنګله کې له نورو دوستانو سره یوځای ځان ته ډوډۍ جوړوي.
شمشیر خان د یونان په یوه ځنګله کې له نورو دوستانو سره یوځای ځان ته ډوډۍ جوړوي.

له هغه وروسته د قاچاقبر لخوا د بلغاریا په لار راغلو. بلغاریا نه یونان ته راغلو. یونان کې مو دوه میاشتې د سړکونو پر غاړه تیر کړل. له قاچاقبر سره مې خبرې وکړې او له هغه ځایه بل قاچاقبر لخوا مقدونيي ته ولیږدول شوم.


له مقدونيي نه د بل قاچاقبر لخوا صربیا ته واړول شوم. د مقدونيي پولیسو ډیر سخت شکنجه کړم. ۵ او ۶ میاشتې مو په صربیا کې تیرې کړې.

له هغه وروسته هڅه مو وکړه هنګري ته واوړو چې د هنګري سرحدي پولیسو خوا و نیول شو.

«د هنګري پولیسو د سپیو په زور شکنجه کولو»

د هنګري پولیسو لومړی سپي مونږ پسې خوشې کول او بیا يي چې ګیر کړو ډیر بد وضعیت به يي مونږ سره کول. د سپو په زور يي مونږ شکنجه کولو.

یوه ورځ مونږ ته قاچاقبر وویل چې باید نن خپل منزل ته ځان و رسوو او له صربیا نه باید هنګري ته واوړوځکه هوا تیاره وه او پر پوله سیم ښاردار کې څوک نه ښکاره کیدل. په هنګري کې ۲۴ نفره و، په سیم ښاردار کې د اوښتلو هڅه مو کوله چې د سیمونو غږ پورته شو. پر پوله د هنګري پولیسو و نیولو. ۵ یا ۶ ساعته مزل مو کړی و چې د هنګري پولیس له خپلو سپیانو سره  راغلل. او مونږ يي شکنجه کړو. زمونږ یو شمیر ملګري په بد وضعیت کې ول چې د وړلو نه ول. لومړی سپیانو و نیولو بیا هنګري پولیس راغلل. ډیر وهل يي راکړل او ډیر بد سلوک يي وکړ. د چا چې وضعیت ډیر بد و هنګري پولیسو سره پاتې شول نور مونږ يي بیرته صربیا ته له پولې واوړلو. څو ځلې مو هڅه وکړه چې هنګري ته واوړو خو پولیسو بیرته ګرځولو خو بالاخره بریالي شو.

له هنګري نه د وړو موټرو له لارې اتریش ته انتقال شو.

«خوب کې مې چغې وهلې»

ما نه غوښتل چې اتریش کې د پناه غوښتنه وکړم، ما غوښتل چې فرانسې ته راشم.هلته يي په زوره د پناه غوښتنې د ثبت لپاره زما ګوتې ولګولې.

له اطریش وړاندې د سفر د کړاوونو له امله سخت ناروغ شوی وم.. ډیر ډار شوې وم ځکه خوب کې مې چغې وهلې. په اطریش کې له میاشت وروسته د قاچاقبر لخوا په موټر کې ایټالیا او بیا فرانسې ته ولیږدول شوم.

د فرانسې ژوند

فرانسې ته چې راغلم دوه میاشتې د سړک په غاړه د پاریس په شمالي برخه کې ترخیمې لاندې وم او د روان کال په اګست میاشت کې یو جمنازیم ته انتقال شو. له جمنازیم وروسته اوس لیموژ ښار کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسیږم.

شمشیر خان اوسمهال د فرانسې په لیموژ ښار کې د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کوي
شمشیر خان اوسمهال د فرانسې په لیموژ ښار کې د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کوي


له آشپزي سره مې ډیره مینه ده او غواړم په دې برخه کې درس ووایم خو د اوسیدو لپاره یوه منظمه سرپناه نه لرم. له یوه ځایه بل ځای ته انتقالیږو چې همدغه کار زما د درسونو د خنډ لامل ګرځي.

راتلونکي ته اندیښمن

دوه کاله عمر مې په اروپا کې عبث تیر شول، دلته په اروپا کې د مهاجرو قدر نشته او زمونږ وخت هڅې تیریږي. د افغانستان ځوانان باید د اروپا نوم وانخلي او خپله آینده په خپل ملک کې جوړه کړي.

 

نورې ليکنې