آرشيف. حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر. کابل
آرشيف. حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر. کابل

افغان چارواکي وايي يو شمير اروپايي هيوادونو چې د کرونا وبا له امله افغانستان ته يې د ردشوو افغان مهاجرو اخراجي پروازونه ځنډولي ول، اوس يي له سره پيل کړي. دغه څرګندونې افغان چارواکو کړې او په دې برخه کې يې د آلمان، اتريش او سويډن په ګډون د څو هیوادونو نومونه اخیستلي دي.

افغان چارواکي وايي، مختلفو اروپايي هيوادونو چې په څو وروستيو مياشتو کې يې د کرونا وبا له امله افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو پروازونه ځنډولي ول، اوس يې له سره بيرته پيل کړي دي.

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس د چهارشنبې ورځې (د دسمبر ۱۶مه) په رپوټ کې لیکلي چې آلمان، اتریش، سويډن، بلغاريا او هنګري هغه هيوادونه دي چې تر دې وړاندې يې د رد شوو افغان مهاجرو د اخراج له پاره اقدامات ترسره کړي دي.

د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنيدونکو د چارو وزارت يوه چارواکي ويلي دي چې د رد شوو افغان مهاجرو يوه ۱۱ کسیزه ډله د چهارشنبې ورځې په سهار کابل ته ورسيده. دغه چارواکي ويلي دي چې دغه افغان پناه غوښتونکي له اتريش او بلغاريا څخه اخراج شوي دي. په دوی کې ۱۰ تنه يې له اتريش او يو بل يې له بلغاريا څخه اخراج شوي دي.

د چاروکو په وینا، د دوی الوتکه د افغانستان په وخت د سهار په ۱۰ بجو او ۱۰ دقیقو، په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې کيناسته.

د آلمان خبري آژانس د یوه افغان چارواکي له قوله ويلي، په پام کې وو چې یوه ډله ردشوي افغان کډوال له سويډن هيواد څخه هم اخراج شي خو د هغوی اخراج د کرونايي ستونزو له کبله نه دی ترسره شوی.

په سويډن کې د افغان کډوالو د ټولنې مشر، احمد اکلیل خلیل پر فيسبوک ليکلی دي چې د دغه پرواز مخنیوی د فعالانو له خوا شوی دی.

په کابل کې افغان چارواکي زياتوي چې هنګري هم غوښتل چې يوه ډله ردشوی افغانان اخراج کړي، خو افغانستان يې پر وړاندې اعتراض وکړ، ځکه چې دا عمل د دواړو هيوادونو تر منځ د شوي توافق خلاف وو.

آلمان هم په پام کې لري چې تر نه میاشتو ځنډ وروسته يوه ډله ردشوي افغان مهاجر کابل ته اخراج کړي. چارواکو ويلي، چې د مهال ويش له مخې د دغو اخراجي مهاجرو لیږدونکې الوتکه به د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ناسته وکړي.

د کډوالۍ د ملاتړ سازمانونه د اروپايي هیوادونو پر دغه اقدام کلکه نیوکه کړې او د افغانستان ناامنیو ته په پام سره اوسنیو شرایطو کې د افغانانو اخراج يي خطرناک بللی.


 

نورې ليکنې