شاوخوا ۴۰۰۰ زره کورنۍ په دې وروستیو کې د روانو ناامنیو له امله له په هلمند او کندهار ولایتونو کې خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي. انځور: اوچا افغانستان
شاوخوا ۴۰۰۰ زره کورنۍ په دې وروستیو کې د روانو ناامنیو له امله له په هلمند او کندهار ولایتونو کې خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي. انځور: اوچا افغانستان

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالو د ډیریدو او کرونا ویروس د خپریدو له امله، بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمیر مخ په ډیریدو دی. یاده اداره وايي چې راتلونکي کال به پنځه میلیونه نور افغانان بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړي.

د اوچا ادارې مرستیال او دستیار رامش راجاسینګام چې په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و او د کډوالو ژوند يي له نږدې کتلی، د کرونا ویروس خپریدل، د افغانستان په یو شمیر سیمو کې روانه جګړه او له دې امله د خلکو بې ځایه کیدل او همدارنګه د هوا بدلون د اړمنو کسانو د شمیر د ډیریدو لامل بولي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړی چارواکی د سه شنبې په ورځ د ډسمبر په ۱۶ یوې خبرې کنفرانس ته وویل : « په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا درلوده، خو مونږ اټکل کوو چې په ۲۰۲۱ کال کې به دغه شمیر ۱۶ میلیونو ته لوړ شي.»

نوموړي پر نړیوالو غږ کوي چې په دې برخه کې دې له افغانانو سره خپلې مرستې ډیرې کړي.

په دې روروستیو کې د افغانستان په جنوب کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د دولت او وسله والو مخالفینو په نښتو او هوايي بریدونو کې زرګونه کورنۍ خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي.

ملګري ملتونو خبر داری ورکړی چې روان کال کې ناامنیو ۳۰۰ زرو څخه ډیر افغانان خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي.

نور ولولئ: روان کال کې ناامنیو ۳۰۰ زرو څخه ډیر افغانان خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي

رامش راجاسینګام افغانستان ته د خپل سفر په لړ کې د ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح سره د بشري مرستو د ګډ مدیریت او افغان دیاسپورا په اړه خبرې وکړې او له افغانستان سره يي د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

 

نورې ليکنې