۲۷ کلن افسر خان چې د افغانستان د بغلان ولایت اوسیدونکی دی، اووه میاشتې وړاندې په دې نیت خپل کور پریښود چې په اروپا کې به ښه ژوند ولري خو اوس په سربيا کې بند پاتې او په بد وضعیت کې خپل ژوند تیروي. مهاجر نیوز له نوموړي سره خبرې کړي.
مهاجر نیوز: څومره موده کیږي چې په سربیا کې اوسیږئ؟
افسرخان: اووه یا اته میاشتې کیږي چې دلته سربیا ته د اقتصادي ستونزو له امله راغلی یم. اوس دلته بند پاتې یم او ژمی راباندی راغی. هوا سړه ده او حالات لته ډیر خراب دي.
مهاجر نیوز: تاسې وویل چې هوا سړه ده نو چیرته اوسیږئ؟
افسرخان: د مهاجرینو کمپونه دلته ډک دي. د کرونا ویروس له امله دلته پولیس شرایط سخت کړي. په کمپونو کې ځای نشته نو چیرته چې کوم وران ویجاړ کور مو پیدا کړ په هغه کې ویده کیږو. نن شپه مې دلته په یو پارک کې چې د افغانانو په پارک مشهور دی او بلګراد کې موقعیت لري تیره کړه. یو اسفنج ( زړه کمپله) مې پیدا کړې وه او له هغې سره مې شپه سبا کړه.
مهاجر نیوز: د بې سرپناهۍ ستونزه مو له کله شروع شوې؟ څومره وخت کیږي دا حالت لرئ؟
افسر خان: د اوو میاشتو په جریان کې دوه درې ځلې کمپ ته لاړم. په کمپ کې د دوو او دریو شپو لپاره ۵۰ او یا ۶۰ تنه په یوه کوټه کې ځای پر ځای کوي. په هغه کمپ کې ستونزې ډیرې وې حتی تشناب ته مو سمه لاسرسی نه درلوده نو مجبور شوم چې دلته راشم. په ګرمه هوا کې خو شپه تیریږي خو اوس ژمی دی هوا سړه ده او دا حالت ډیر په سختۍ تیریږي. څوک نشته چې زمونږ پوښتنه وکړي.
مهاجر نیوز: دغه اسفنج یا زړه کمپله کې مو چې شپه تیره کړه نو نور امکانات مو لکه کمپله، بړستنه او یا بخارۍ نه درلوده ؟
افسرخان: پولیس مو په له همدغه اسفنج سره نه پریږدي. پولیس پر خلکو برید وکړ او د دوې پښې، لاسونه يي مات کړل. همدا اوس زما شاوخوا ته تقریبا له ۱۰۰ څخه ډیر کسان په خاوره ناست دي.
مهاجر نیوز: خوراکي موادو ته څومره لاسرسۍ لرئ؟
مسافرخان: دغه ځای نه چې وځم که کوم افغان سره مخامخ شوم نو ورسره په ژبه پوهیږم بیا د ډوډۍ او سګرټ غم خورم. هیڅ څوک دلته مونږ سره د ډوډۍ او پیسو مرسته نه کوي.
نور ولولئ: افغان کډوال نجیب الله: اروپا ته له ګواښونو ډک سفر
مهاجرنیوز: ایا مرستندویه سازمانونه هلته د مرستې لپاره درځي؟
مسافر خان: سازمانونه راځي د ای او ام کسان راځي خو چې خپلې ستونزې ورته بیانوو بیا وايي دا زمونږ کار نه دی.
مهاجر نیوز: ایا هڅه مو کړې له دغه حالت څخه ووځئ او نورو هیوادونو ته واوړئ؟
مسافرخان: هڅه مو کړې چې اتریش با بل ملک ته واوړو خو لارې بندې دي.
مهاجر نیوز: سربیا ته په کوم نیت راغلی وې او څخه هیله دې درلوده ؟
مسافرخان: له افغانستان نه آلمان ته درسیدو په نیت وتلی وم. هیلې مو ډیرې درلودې. نه پوهیږم چې زمونږ سرنوشت به دلته څه کیږي.
مهاجر نیوز: په کرونا د اخته کیدو ویره شته؟ څوک خو به پر دې مرض نه وی اخته شوی؟
مسافرخان: دلته ډیری کډوال سینه، زکام او ټوخۍ لري. دلته دوې یو روغتیايي مرکز پرانیستی کله چې ورځو یوازې یو دوه ډوله کپسول مونږ ته راکوي.
مهاجر نیوز: تاسې خو ډیرې ستونزې ګاللي نو هغه افغانان چې د افغانستان د پریښودلو هوډ لري هغوی ته مو پیغام څه دی؟
مسافرخان: پیغام مې افغان ځوانانو ته داده چې که په خپل وطن کې ډوډۍ او شین چای ولري نو د اروپا نوم دې نه اخلي.
د دغې مرکې غږ لپاره دلته کلک کړئ.