سید حسن عالمي بلخي پنځه کاله او اوه میاشتې په افغانستان کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر پاتې شوی. انځور: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت. ۲۰۱۷ کال.
سید حسن عالمي بلخي پنځه کاله او اوه میاشتې په افغانستان کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر پاتې شوی. انځور: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت. ۲۰۱۷ کال.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو پخوانی وزیر سید حسین عالمي بلخي چې له نږدې شپږ کلن ماموریت وروسته يي په دې وروستیو کې کاري دوره پای ته ورسیده له مهاجر نیوز سره په خبرو کې له یو شمیر رازونو پرده پورته کوي.

له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د کډوالۍ په تړاو د نوموړي اختلافات، د اروپا لخوا پر افغانستان د کډوالۍ د سند د لاسلیکولو فشار، او د حکومتي ادارو ناهمغږي هغه څه دي چې د افغان حکومت دغه پخوانی وزیر له مهاجر نیوز سره په یوه تازه مرکه کې کړي.

د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د کډوالۍ ګډ سند

مهاجر نیوز: لاهم یو شمیر افغانان په ډیرو خطرناکو لارو ځانونه اروپايي هیوادونو ته رسوي، دلته دوې په سختو شرایط کې ژوند تیروي چې یو شمیر يي بیرته افغانستان ته استول کیږي. تاسې د خپل ماموریت پرمهال له اروپا سره مو دغه ستونزه څخه ډول مدیریت کول ؟

سید حسین عالمي بلخي: له ۲۰۱۵ کال وروستیو کې د کډوالۍ د بحران پر مهال له اروپايي هیوادونو سره مو د کډوالۍ د ګډ مدیریت په اړه خبرې پیل کړې چې د خبرو په پایله کې دواړه لوري یو ګډ مدیریت ته ورسیدو.

په ۲۰۱۶ کال کې مو له اروپايي ټولنې سره « د کډې لارې» یا joint way forward په نوم د کدوالۍ یو ګډ سند لاسلیک کړ. د دغه کډ سند پر اساس اروپا کې د افغان کډوالو حقونو ته د نړیوالو کنوانیسیونو او د کوربه هیوادونو د قوانینو پر اساس رسیدنه کیږي. د یاد سند د نظارت په موخه یوه تخنیکي کمیټه جوړه شوه تر څو د سند پر تطبیق نظارت ولري. دغه کمیټه په هرو شپږو میاشتو کې يې ناستې جوړولې.

مهاجر نیوز: د کډوالۍ د غه ګډ سند د چا لخوا او چیرته لاسلیک شو ؟

سید حسین عالمي بلخي: د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ دغه ګډ سند په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان له لورې د کډوالو چارو وزارت د وخت معینې ډاکټر عالمې لخوا او د اروپايي ټولنې د مرستیال سفیر لخوا لاسلیک شو.

مهاجر نیوز: دغه سند چې ستاسې د ماموریت پر مهال لاسلیک شو، په اړه يي دلته په اروپا کې یو شمیر نیوکې شتون لري او ویل کیږي چې د کډوالو حقوقو ته پکې پاملرنه نه ده شوې، اندیښنې دادي چې دا سند د افغانانو اخراج ته زمینه برابروي. تاسې یې په اړه څخه وايي؟

سید حسین عالمي بلخي: له اروپا څخه د افغانان اخراج د حامد کرزي په حکومت کې نسبت ملي یووالي حکومت ته ډیر و. اخراج مخکې هم شتون درلود. له تفاهمنامې وروسته اخراج کم شول. هغه خلک چې دغه سند د اخراج لامل بولي په دې معنی ده چې سند يي سم نه دی مطالعه کړی.

د حامد کرزي د حکومت په پرتله د ملي یووالي د حکومت پر مهال له اروپا څخه د افغانانو د ایستلو کچه ټیټه وه.

 اروپايي هیوادونو په ۲۰۱۶ کال کې غوښتل چې ۴۵ سلنه ( ۱۰۰ زره تنه) هغه افغانان له خپلې خاورې وباسي چې د پناه غوښتنه يي نه وه منل شوې. زمونږ له اروپایانو سره د خبرو په پایله کې دې نتیجې ته ورسیدو چې د دوې په اړه پریکړه باید د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونو په رڼا کې وشي. همدغه لامل و چې د اخراج مخه و نیول شوه.

 ډیر کم شمیر کې کسان اخراج شول. د شپږو کلونو په موده یوازې له ۵ زرو کم خلک اخراج شول.

دغه سند و شو کولای چې هم د افغان دلت، اروپايي هیوادونو او کډوالو نظر تامین کړي.

مهاجر نیوز : د یاد سند جزییات څه دي ؟

سید حسین عالمي بلخي: په اروپا کې د افغانانو هر کیس په جلا جلا ډول د کډوالۍ په تړاو د جنیوا ۱۹۵۱ کنوانیسیون او د دغه کنوانسیون د پروتوکول پر اساس او دکوربه هیوادونو د قوانینو په اساس بررسی کیږي. که له دې سره بیا هم د کوربه هیوادونو د کډوالۍ ادارو لخوا د دوې پناه غوښتنه رد کیږي نو پناه غوښتونکي حق لري چې لومړی، دویم او دریمو محکمو ته مراجعه وکړي.که دریمه محکمه يي هم نه مني نو کولای شي د اروپايي ټولنې محکمې ته مراجعه وکړي.

که څوک د دغه کنوانسیون پر اساس واجد شرایط نه پیژندل کیږي نو دوې ته په موقت ډول، یوکلن او دوکلن پناه ورکول کیږي.

نو ویلی شو چې د دوې حقوق په سند کې په پام کې نیول شوی. تفاهمنامه کې آسیب پذیره کسانو ته ځانګړې پاملرنه شوې او ورته پناه ورکول کیږي. هغه څوک چې خپله ستونزه او ګواښ ثابت کړي نو کوربه هیوادونه ورته پناه ورکوي.

د سند پر سند د وزیر او ولسمشر ترمنځ اخلاف نظر

سید حسین عالمي بلخي : کله چې دغه سند لاسلیک شو اروپايي هیوادونو غوښتل چې هغه کډوال چې د پناه غوښتنه يي رد شوې وه پرته له قید او شرط څخه له خپلې خاورې وباسي. هغوی غوښتل چې شاوخوا ۱۰۰ زره تنه وباسي خو ما دغه خبره و نه منله.زما ځواب دوې ته داو چې د نړیوالو قوانیونو او کنوانسیونو په رڼا کې،باید د دوې درخواستو طی مراحل شي که پر دې اساس دوې واجد شرایط و نه پیژندل شول کولای شئ دا افغانان اخراج کړئ.

په دې اړه زما او د ولسمشر محمد اشرف غني تر منځ هغه مهال د نظر اختلاف رامنځ ته شو. د ولسمشر نظر داو چې باید قید او شرط و نه لرو. که یو څوک زمونږ اتباعو ته په خپله خاوره کې پناه نه ورکوي نو مونږ يي باید بیرته و منو. ما وویل پرته له شرط نه مونږ د افغانانو اخراج نه منو. له دې سره یو څه مطبوعاتي جنجالونه هم رامنځ ته شول. بالاخره سند لاسلیک شو او اخراج کنټرول شو.

د سند پر لاسلیک د اروپايي ټولنې فشار

مهاجر نیوز: ویل کیږي چې د دغه سند له امله پر افغانستان فشار و او اروپايي هیوادونو غوښتل که چیرې سند لاسلیک نه شي له افغانستان سره خپلې مرستې بندوي، تاسې يي په اړه څه وايئ ؟

سید حسین عالي بلخي: دا یو واقعیت دی چې د اروپايي هیوادونو لخوا دا فشار شتون درلود. ولسمشر هم د هیواد ګټو ته په پام سره چې فکر يي کاوه، په یو ډول نظر يي داو چې ډیر قید او شرط باید کینږدو. خو ما د کډوالو د وزیر په توګه د مسولیت احساس وکړ او دا مې و نه منله. تر څو چې شرایط بشپړ نه شو له تفاهمنامې سره مې موافقت و نه کړ. بالاخره هغه شرایط چې د نړیوالو قوانیو پر اساس و و منل شو او مونږ توافق وکړو.

مهاجر نیوز: تاسې وویل چې د سند د امضا لپاره پر افغانستان فشار و، ویلای شئ څخه دول فشار ؟

سید حسین عالمي بلخي: اروپايي هیوادونو ټینګار کاوه چې مونږ په خپلو هیوادونو کې ستونزې لرو، له افغانستان سره مرسته کوو. که چیرې ستاسې کډوال دلته وي نو مونږ اړ یو چې هماغه مرستې دلته ستاسې له خلکو سره وکړو. نو مونږ به و نه شو کولای چې افغانستان ته مرستې ورکړو.

مهاجر نیوز: له وزارت سره مو څه موده وړاندې خبرې وکړې، وزارت ویل چې له دغه سند څخه سرغړونه هم شوې. ستاسې په نظر دغه سند څومره عملي شوی ؟

سید حسین عالمي بلخي: سند په مکمل ډول عملي شو خو د ځینو اروپايي هیوادونو له لورې ځینې سرغړونې شتون درلودې. دغو هیوادونو یو شمیر افغانان اخراج کړل چې د سند پر اساس باید هغوی نه وی اخراج شوی. خو دغه ایستل شوي کډوال په افغانستان کې و نه منل شوه او بیرته هماغو هیوادونو ته چې له هغه ځایه اخراج شوي ول، واستول شول. مونږ د سند د تطبیق په موخه له دغه سند څخه نظارت وکړ. حتی دوې داسې خلک افغانستان ته اخراج کړل چې افغانان نه ول. په سند کې راغلي چې له اخراج وړاندې باید د هویت تثبیت وشي چې دا کار نه و شوای.

کورنۍ بیلوالی په سند کې شته چې په دې اړه هم سرغړونه شوې وه. محکمو کې کډوالو ته د درخواست کولو حق ځینو مواردو کې تر پښو لاندې شوې ول. له همدې امله له اخراج وروسته مو یو شمیر بیرته هماغو اروپايي ملکونو ته واستول.

« افغانستان کې شرایط دې ته چمتو نه دی چې اخراج شوي کډوال بیرته و منل شي»

مهاجر نیوز: اروپايي هیوادونه کې خلک په دې نظر دي چې ناامني ډیره ده او افغانستان د اخراج شویو کډوالو منلو ته چمتو نه دی. ایا ستاسو په نظر اوس دغه شرایط برابر دي که نه ؟

سید حسین عالمي بلخي: ما په تکرار سره نه یوازې اوس چې ناامني ډیره شوې بلکه له دې وړاندې مې هم ویلي و چې افغانستان کې شرایط دې ته چمتو نه دی چې اخراج شوي کډوال بیرته و منل شي. زما غوښتنه داوه چې خلک باید اخراج نه شي.

د خپل ماموریت په دوران مې اروپايي چارواکو ته د هغه کس مثال وړاندې کړ چې له اروپا څخه اخراج شوی و او کابل د زنبق په څلور لارې چاودنه کې يي خپل ژوند له لاسه ورکړ. ما وویل چې له اروپا څخه ایستل شوي کډوال بیرته ایران ته مهاجر شول، سوريي ته د جګړې لپاره لاړل او هلته يي خپل ژوند له لاسه ورکړ. ما له اروپايي چارواکو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې افغانستان د اخراج شویو کډوالو منلو ته چمتو نه دی. هغوی ته مې وویل چې تاسې باید له زغم څخه کار واخلي تر څو افغانستان کې امنیت ټینګ شي.

د اروپايي ټولنې له پارلمان څخه یو پلاوی کابل ته د امنیتي حالاتو د څیړلو په موخه راغلی و ما هغوی ته وویل چې د خپل امنیت لپاره مو د کابل هوايي ډګر نه مو تر خپل سفارت پورې او بیا له سفارت نه د کډوالو چارو وزارت پورې مو زرهې وسایل په خپل بند کې ټړلي . ما هغوی ته وویل ایا له زرهې پرته چې تاسې نه شی ګرځیدلی نو دا ملک امن دی ؟ هغوی و منله چې افغانستان امن نه دی.

مهاجر نیوز: له افغانستان څخه د ځوانانو تیښته چې دوې د ټولنې د ملاتیر جوړوي تاسې څومره د ملک په زیان دی ؟

سید حسین عالمي بلخي: تعلیم یافته ځوانان چې بااستعداده او با باظرفیته دي کله چې خپل ملک پریږدي نو یوه فکري خلا رامنځ ته کیږي. د کادرونو تشه رامنځ ته کیږي. نو طبیعي ده چې هیواد پرمختګ لورې ته نه ځي.

داستونزه شته، ځوانان هیواد پریښودو ته اړ کیږي. زه یو شمیر ځوانان حق په جانبه ګڼم ځکه په ملک کې ناامني ده او دوې خوندیتوب نه لري. اقتصادي ستونزې هم د دې لامل کیږي چې دوې ملک پریږدي ځکه نشي کولای خپل فامیل ته ډوډۍ پیدا کړي.

بل پلو بیا ۴۰ کاله کیږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده، د بې وزلۍ کچه ډیره ده. خو لاهم خلک نفس وباسي او ژوندي دي چې د دغه کار دلیل همدغه مهاجرتونه دي. هغه آمار چې مونږ لرو په یو کال کې د کډوالۍ له اړخه افغانستان ته ۷ میلیارده ډالره ګټه رسیدلې. د دغو مرستو ګټه د افغانستان عامه اقتصاد کې کورنیو ته رسیدلې نه دولت ته.

جګړه په هیواد کې فقر او بې وزلي زیږوي نو له همدې امله ځوانان هیواد پریښودو ته اړ کیږي.

مهاجر نیوز: ستاسې په اند د کډوالۍ د حل اساسي لاره څخه ده ؟

سید حسین عالمي بلخي: د حل اساسي لار په هیواد کې د سولې ټینګښت دی.

« د افغانستان یو ولایت کې هم امنیت نشته»

مهاجر نیوز: د فرانسې د کډوالۍ ملي محکمې په دې وروستیو کې د افغانستان یو شمیر ولایتونه امن پیژندلی تاسې یي په اړه څه نظر لرئ؟

سید حسین عالمي بلخي: فرانسه کې د کډوالۍ ملي محکمه د افغانستان له امنیتي حلاتو خبر نه دی. دوې د خپلو امنیتي او سیاسي ادارو د راپورونو پر اساس قضاوت کوي خو د افغانستان په یو ولایت کې هم امنیت نشته. ځکه امنیت او ناامني د سیار په ډول دی. یوه ورځ امنیت په یو ولایت کې خرابیږي او بله ورځ بیا په بل ولایت کې. دا چې فرانسه کې محکمه وايي څو ولایتونه امن دي دا واقعیت نه لري.

مهاجر نیوز: ستاسې پیغام د فرانسې دولت ته څه دی؟

سید حسین عالمي بلخي: د فرانسې دولت نه زما تمه او پیام دا دی چې، د افغان ځوانانو بشري حقونو ته دې پام وکړي. اسیب پذیره ځوانانو ته دې پناه ورکړي. فرانسه د آزادی سمبول دی او تل يي له آزادۍ ملاتړ کړی. دوې باید له زغم څخه کار واخلي.

ادامه لري...

 

نورې ليکنې