له آلمان څخه د ردشوو افغان مهاجرو اخراجي پرواز - آرشيف
له آلمان څخه د ردشوو افغان مهاجرو اخراجي پرواز - آرشيف

افغان چارواکي وايي چې آلمان د ردشوو افغان مهاجرو يوه ديرش کسيزه ډله افغانستان ته اخراج کړه. د دغو مهاجرو لیږدونکې الوتکې د پنجشنبې په ورځ د دسمبر په ۱۷مه سهار وختي په کابل کې ناسته وکړه.

دا له ۲۰۱۶ کال راهيسې له آلمان څخه د ردشوو افغان مهاجرو ۳۴م پرواز دی چې کابل ته استول کیږي. په دغه موده کې له آلمان څخه په تولیز ډول ۹۳۷ تنه افغان مهاجر افغانستان ته استول شوي دي.

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس، د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت له قوله لیکي چې د دغو ديرشو ردشوو افغان مهاجرو لیږدونکې الوتکه، د پنجشنبې ورځې په سهار په ۷ بجو او ۳۵ دقيقو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې کيناسته.

له دې وړاندې د مارچ په میاشت کې د رد شوو افغان مهاجرو وروستی پرواز کابل ته رسیدلی و چې تر هغې وروسته بیا د کرونا وبا له امله دغه پروازونه د څو میاشتو لپاره ځنډول شوي ول.

ځینو نورو اروپايي هيوادونو هم د ردشوو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ له سره پیل کړې ده.

د افغان مهاجرو د اخراج مسئله، تل اعتراضونه هم له ځانه سره لري. منتقدان وايي په داسې حال کې چې په افغانستان کې عملا جګړه ادامه لري، د مهاجرو اخراجول ورته خطرناک دی. د بشري حقونو ملاتړ کونکي سازمان «پروازول» هم په وروستيو کې ويلي چې له آلمان څخه افغانستان ته اخراجونه غیرمسئولانه دي. د دغه سازمان اجرائيوي مشر، ګونتر بورکهارت ويلي وو که چیرته د اخراج پروسه عملی شي، نو اخراجي مهاجر به له حیاتي خطر سره مخ شي.

سربيره پر دې چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې مذاکرات هم پیل شوي، خو جګړه لا هم د افغانستان په ټولو برخو کې د پخوا په څير ادامه لري. په وروستيو اوونيو کې پلازمينه کابل ښار هم د څو راکټي بريدونو شاهد پاتې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او داعش ډلې په وسلوالو بریدونو او بمي چاودونو کې ډيری وخت ملکیانو ته تلفات اوښتي او یا په نښه شوي دي. په دې منځ کې د افغان ځواکونو له خوا په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې هم د ملکیانو د تلفاتو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، جګړو روان کال ۳۰۰ زره افغانان خپلو کورونو پريښودو ته اړ کړي دي. دغه سازمان همدغه راز وايي چې په راتلونکې کال کې ۵ ميلیونه افغانان چې د کرونا وبا او جګړو له امله زيانمن شوي، مرستو ته اړتیا لري. 

 

نورې ليکنې