اروپا څخه یو شمیر افغان کډوال کابل ته استول شوي. کابل هوايي ډګر. انځور: آرشیف\ د کابل هوايي ډګر د رسنیو دفتر
اروپا څخه یو شمیر افغان کډوال کابل ته استول شوي. کابل هوايي ډګر. انځور: آرشیف\ د کابل هوايي ډګر د رسنیو دفتر

افغان چارواکي وايي چې د تیرې چهارشنبې په ورځ سهار ۱۰ بجې له اتریش او بلغاریا څخه ۱۱ تنه افغانان په یو چارټر الوتکه کې د کابل هیوايي ډګر ته ورسیدل.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې له دې ډلې ۱۰ تنه يي له اتریش او یو تن له بلغاریا څخه افغانستان استول شوي چې ټول يي مجرد ځوانان دي او د پناه غوښتنې يې در شوې وې.

د یاد وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر نن پنچشنبه مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل:« تمه وه چې هنګري او سویډن هم په دغه چارټر الوتکه کې یو شمیر افغانان اخراج کړی وای خو له هنګري سره مو د ځینو ستونزو له امله اخراج و نه منل او سویډن د کورنا ویروس د ستونزو له امله له اخراج څخه ډ ډه وکړه.»

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي افغانان د رواني او فزیکي ناامنیو له امله خپل هیواد پریښودو ته اړ کیږي. دغه وزارت د افغانستان نا امنیو ته په پام سره له اروپايي هیوادونو غواړي چې د افغانانو د پناه اخیستلو په دوسیو کې دې له انعطاف څخه کار واخلي.

رضا باهر وايي: « د افغانستان په مرکز کابل کې سم امنیت شتون نه لري. مونږ له اروپايي چارواکو سره په خبرو کې په مکرر ډول د امنیت او کرونا ویروس ستونزې شریکې کړې او غوښتنه مو وکړه چې له انعطاف څخه دې کار واخلي. ځینو هیوادونو هغه مهال مثبت غبرګون و ښود.»

نور ولولئ: د کډوالو چارو وزارت پخوانی وزیر: افغانستان د اخراج شویو کډوالو منلو ته چمتو نه دی

باهر زیاتوي چې یاده ډله د افغانستان او اروپايي هیوادونو ترمنځ د یو ګډ سند پر اساس چې له وړاندې لاسلیک شوی افغانستان ته استول شوي.

د یادولو ده چې د کډوالو د ملاتړ سازمانونه د افغانانو د اخراج له امله پر اروپايي هیوادونو نیوکه کوي او ايي چې افغانستان کې ناامني ورځ تر بلې ډیریږي.

 

نورې ليکنې