په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې مرکزي دفتر | Photo: ARCHIVE/EPA/JULIEN WARNAND
په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې مرکزي دفتر | Photo: ARCHIVE/EPA/JULIEN WARNAND

د اُسقفانو کميسيون (COMECE) پر اروپايي اتحاديې غږ کړی دی چي د پناه غوښتنې په تړاو د دغې اتحاديې د کمیسيون پر وړانديز سوي بستې د بحث پر وخت پر انساني کرامت تمرکز وکړي.

د اسقفانو کمیسیون د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د دسمبر ۱۶مه) په بروکسل کې د يوې اعلاميې په خپرولو د اروپايي اتحاديې پر غړو هیوادونو ږغ وکړ چې د پناه غوښتنې په تړاو د اتحاديې د کميسيون له خوا وړانديز سوي مسودې د بحث پر وخت پر انساني کرامت تمرکز وکړي. په ياده اعلاميه له سپمتبر میاشتې وروسته د کډوالو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده شوې.

په اعلاميه کي د پېوستون د يو داسې ميکانيزم پر اړتيا ټينګار شوی چې د بهرنیو پولو د ساتنې تر څنګ په متقابلو اړيکو او عادلانه مشارکتونو ولاړ وي. اعلامیه کې راغلي چې موخه باید داوي چې هغه کډوال چې اروپايي هیوادونو ته پناه راوړي باید داسې حقونو څخه برخمن وي چې له انساني کرامت سره ریښې ولري.

د ااسقفانو ياد کميسيون پر دې ټينګار کړی چې په اروپايي اتحاديه کې د مهاجرت په تړاو د نوي نظم اساس بايد د بشري پېوستون او د مسؤليت منلو مشارکت وي. په ځانګړې ډول اوسمهال چې د کرونا د بحران له امله د پناه غوښتونکو بې وزلي، ټولنيزه انزوا او انساني قاچاق زيات شوی.

د اروپايي ټولنې د اسقفانو دکنفرانس کمیسیون (COMECE) کې ۲۷ اروپايي هیوادونه غړیتوب لري چې مرکز يي د بروکسل په ښار کې دی. د عيسوي کليسا دغه استازي د پارلمانونو او حکومتونو سره اړيکي ساتي چي پر سياست يې د کليسايي ټولنيز عدالت پر اساس اغېز او ورسره مشارکت ولري.

 

نورې ليکنې