د آلمان د اساسي قانون محکمه | alliance/Uli Deck/dpa
د آلمان د اساسي قانون محکمه | alliance/Uli Deck/dpa

د آلمان د تيورينګن په ايالت کي د «سختو مواردو کميسيون» په نوم شورا کولای سي چي په راتلونکي کي هم د بشري دلايلو پر اساس د رد سوو مهاجرو د نه اخراج سپارښتنه وکړي.

د آلمان د اساسي قانون محکمې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د دسمبر ۱۶مه) په وايمار ښار کي خپله يوه فيصله واوروله. دغه فيصله د هغې قضيې په هکله وه چي په ترڅ کي يې د آلمان لپاره د بديل ګوند (AfD) ايالتي پارلماني فراکسيون د «سختو مواردو کميسيون» پر کار حقوقي دعوی کړې وه. په دغه حقوقي دعوی کي د ياد کميسيون اهليت او مشروعيت تر پوښتنې لاندي نيول سوی ؤ ځکه چي دغه کميسيون په اخراج د مکلفو مهاجرو د نه اخراج سپارښتنې کولای سي. دا په هغه صورت کي که د اړونده پناه غوښتونکي يا مهاجر له پاره اخراج د زياتو سختو نتايجو پيلامه کيدلای سي.

د «سختو مواردو کميسيون» نه يوازي د آلمان په تيورينګن ايالت کي بلکه په يو شمير نورو ايالتونو کي هم موجود دی. دغه کميسيون په اخراج د مکلف بهرنيانو په حق کي وړانديز کولای سي چي هغوی ته د پاته کېدو يا اقامې لرلو حق ورکول سي. دا په داسي صورت کي چي د چارواکو د پرېکړې له مخي بايد دغه کسان اخراج سي. د «سختو مواردو کميسيون» په نوم شوراوي له ۲۰۰۵ کال راهيسي د آلمان د اقامې د قوانينو په رڼا کي خپل فعاليت کوي.

د تيورينګن ايالت په ايالتي پارلمان کي د ښې اړخي ګوند (AfD) فراکسيون په خپله حقوقي دعوا کي پر دې شک څرګند کړی ؤ چي د ياد کميسيون کار او جوړښت د آلمان د اساسي قانون سره مطابقت لري. په دقيقه توګه د اساسي قانون له محکمې څخه پوښتنه سوې وه چي روښانه کړي چي ایا دغه کميسيون دولتي قوه په کار اچوي که نه. بله پوښتنه دا وه چي دغه کميسيون ولي د ايالتي پارلمان تر کنټرول لاندي کار نه کوي.

د اېرفورت د مهاجرت د وزارت په وينا په تيرو ۱۵ کالو کي ۲۱۰۰ پناه غوښتونکي او نور بهرنيان د بشري دلايلو پر اساس له اخراج څخه پاته سوي او ورته اقامې ورکول سوي دي. زياته سوې چي په کال کي په اوسط توګه ۱۲۹ دا ډول دوسيې څېړل کيږي. دغه وزارت ويلي دي چي له ياد شمير مواردو څخه هره دوسيه جلا او په مشخصه او فردي توګه فيصله سوېده.

د «سختو مواردو کميسيون» کي د نورو تر څنګ د کليسا استازي او د ډاکټرانو د سيميزي اتحاديې غړي هم ګډون لري.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې