د فرانسې په کالې ښار کې کډوال. د نومبر ۲۵. انځور: رویټرز
د فرانسې په کالې ښار کې کډوال. د نومبر ۲۵. انځور: رویټرز

د فرانسې د کډوالۍ او دغام اداره ( اوفي) هغو کډوالو سره چې د دغه هیواد په شمالي ښار کالې او یا د هرکلي په مرکزونو کې ژوند کوي او غواړي بیرته خپلو هیوادونو ته وګرځي نغدي مرستې کوي. دغه مرستې څه دي او څه ډول تر سره کیږي؟ مهاجر نیوز يي په اړه معلومات وړاندې کوي.

د ۲۰۲۰ کال له پیل څخه د عراق، افغانستان او پاکستان شاوخوا ۴۰۰۰ کډوال له فرانسې څخه بیرته خپلو هیوادونو ته تللي. دوې له یوې اوږدې ستړیا او ناهیلۍ وروسته پریکړه وکړه چې بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته ولاړ شي.

ځینې دغه کډوال د کالې په ښار کې د پولیسو له زور زیاتي سره مخامخ ول. بالاخره دوې اړ شول چې بریتانیا ته د اووښتو له هیلو او آرمانونو تیر شي.

دغه کډوال د اوفي دفتر له هڅولو وروسته پریکړه وکړه چې په خپله خوښه دې بیرته خپلو هیوادونو ته وګرځي. دوې د بیرته ستنیدنې په پروسې کې له ثبت وروسته نغدي مرستې او د بیرته تګ لپاره د الوتکې ټکټ ترلاسه کړل.

پوښتنه داده چې څوک کولای شي چې د داوطلبانه پروسې له ګټو څخه برخمن شي ؟ دغه پروسه څه ډول ترسره کیږي؟ د داوطلبانه بیرته ستنیدنې لارې چارې څه دي؟ د دغو ټولو پوښتنو ځوابونه دلته ومومئ.

د دغو مرستې څه شرایط لري؟

د فرانسې دولت، هر زیر سن کس ته چې غواړې په داوطلبانه ډول بیرته خپل هیواد ته ستانه شي د پرواز مصارف او ۱۸۵۰ یورو نغدې پیسې ورکوي. دغه کس باید لږ تر لږه درې میاشتې وخت يي د فرانسې په خاوره کې تیر کړی وی او استوګنه يي غیر قانوني وي او یاهم د پناه غوښتنه يي رد شوې وي. دوبلیني کډوال هم له دغو مرستو ګټه پورته کولای شي.

نور ولولئ: فرانسه: د ګرځبندیز له نرمولو وروسته د کډوالو داوطلبانه راستنیدو پیل شو

د اوفي ادارې مشر دیديي لوشي وايي :« د مرستو په دغه پروسه کې مونږ هغو خلکو ته لومړیتوب ورکوو چې فرانسې ته د راتګ لپاره يي ویزه شرط وي. هغه خلک چې فرانسې ته د راتګ لپاره ویزې ته اړتیا و نه لري لکه د آلبانيي او رمانيي اوسیدونکي نو دوې له دغو مرستو ګټه نه شي پورته کولای.»

د یادولو ده چې په استثنايي حالاتو کې محکمه پریکړه کوي چې څوک له دغې پروسې ګټه اخیستلای شي.

دغه مرستې څخه ډول کډوالو ته رسیږي ؟

د اوفي دفتر اداري کارکونکي د کډوالو استوګنځایونو لکه سړک غاړه، کمپونه، د فرانسې شمالي برخې کالې کې د کډوالو کمپونه او یا هم د هرکلي په مرکزونو ته ځي او د هغه خلکو لیست برابروي چې غواړي په خپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ولاړ شي.

دیديي لوشي زیاتوني:« هر پناه غوښتونکی چې د ترک خاک سند ولري، هغوی ته نغدي مرستې په پام کې نیول شوي او د بیرته ستنیدو اسناد ورته چمتو کیږي.»

د بیرته ستنیدونکي کس له هوکړې وروسته څه پیښیږي؟

هغه کډوال چې د بیرته ستنیدو هوډ و لري، کولای شي د خپلو کارونو د پای ته رسولو پورې د هرکلي په مرکزونو کې پاتې شي.

په دغه موده کې دوې ته د پرواز ټکټ او د هویت د پیژندلو یو کارت جوړیږي. همدارنګه د دوې د بیرته ستنیدو اداري پروسه هم په همدغه موده کې پر مخ وړل کیږي. اوس د کرونا ویروس او د نړیوالو سرحدونو د تړلو له امله ښايي دوې یوه موده انتظار کې پاتې شي. د قرنطین له وجې د تیر کال په پرتله د بیرته ستنیدو پروسه ټکنی شوی.

ښاغلی دیديي لوشي زیاتوني:« یو شمیر عراقي او کردي کډوال له دوو میاشتو راهیسې خپلو هیوادونو ته د بیرته تګ پروازونو ته په تمه دي.»

بیرته ستنیدونکو کډوالو ته څه وخت او څه ډول مرستې ورکول کیږي؟

دوې ته پیسې د دوې په اصلي هیوادونو کې له رسیدو سره سم یا په نغدي ډول او یاهم د بانکي حساب له لارې ورکول کیږي. بانکي حساب د اصلي هیواد د بانکي سیستم پورې تړاو لري.

له بیرته ستنیدو وروسته، ایا بل ډول مرستې هم له دوې سره کیږي؟

له بیرته ستنیدو وروسته، له ۳۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰ یورو پورې له راستنیدونکو سره په بیلابیلو ډولونو مرسته کیږي. د مرستو کچه د مبدا هیواد او هغو ستنیدونکو پورې چې مسلکي پروژې په خپل ملک کې پیل کړي تړاو لري. ټول جوانب په پام کې نیول کیږي.

که چیرې د ستنیدونکي پروژه و منل شي، نو اړوند کس ته نغدي پیسې ورکول کیږي. دغه پیسې د ستنیدونکي کس د پروژې د وسایلو د اخیستلو لپاره مصرفیږي.

ښاغلی لوشي همدارنګه وايي:« له دغه کار څخه زمونږ موخه داده چې ډاډمن کړو چې د غه پیسې د یو مسلکي پروژې لپاره مصرفیږي. د مثال په ډول په تونس کې، راستنیدونکي کس ښايي د کبانو د نیولو یوه پروژه پیل کړي نو په دې حالت کې مونږ نوموړي ته د کبانو د نیولو کښتۍ اخلو. یا که یو بل کس غواړي په خپل ملک کې ټکسي وچلوي او یا هم د هقاني وکړي نو مونږ ورته ټکسي موټر او د کرهڼې وسایل اخلو.»

نور ولولئ: قرنطین: کالې کې د فرانسې دولت څه ډول له کډوالو ساتنه کوي؟

که چیرې یو کس له دغو مرستو ګټه پورته کړي او بیرته فرانسې ته راشي نو څه پیښیږي؟

هغه ستنیدونکي کډوال چې له دغو مرستو ګټه پورته کړي نو اوفي کې د هغوې د ګوټې نښې ثبت وي. او دا د هغوې په دوسیه کې ثبتیږي. نو د وې نشي کولای د ویم ځل لپاره له دغو مرستو ګټه پورته کړي.

د اوفي رییس په دې اړه وايي:« که څوک د یادو مرستو له ترلاسه کولو وروسته بیرته فرانسې ته راشي او د پناه غوښتنه وکړي، مونږ به نور له هغه سره هیڅ ډول مالي مرستې و نه کړو او د دې ترڅنګ د اوفپرا دفتر ( د پناه غوښتونکو او دبې تابعته وګړو د ملاتړ اداره) ته خبر ورکوو.

 

نورې ليکنې