ساتونکي، د هنګري د تامپا ترانیزیتي سیمه کې د کډوالو کمپ سره نږدې ولاړ دي. انځور: رویټرز
ساتونکي، د هنګري د تامپا ترانیزیتي سیمه کې د کډوالو کمپ سره نږدې ولاړ دي. انځور: رویټرز

هنګري د پنجشبې په ورځ د اروپايي ټولنې محکمې له لوري په اروپا کې د پناه غوښتنې د قوانینو د سرغړونې له امله وغندل شو. دا دریم ځل دی چې د ویکتور اوربان حکومت د اروپايي محکمې لخوا تر نیوکو او ګواښونو لاندې راځي.

دا د هنګري د و لسمشر ویکتور اوربان د کډوالۍ ضد سیاستونو تر ټولو سختې نیوکې بلل شوي. له همدې امله د پنجشنبې په ورځ د دسمبر په ۱۷، د اروپايي ټولنې محکمې د دغه هیواد د کډوالۍ سیاست محکوم کړ.

په روان کال کې دا دریم ځل دی چې د هنګري د کډوالۍ سیاستونه محکومیږي. محکمې له دې وړاندې د می په میاشت کې، د صربستان سره پر پوله « ترانیزیتي سیمو» سره د کډوالو کمپونو کې د دوې له حقونو د سرغړونې حکم کړی و او له دغه کمپ څخه د کډالو د آزادولو غوښتنه يي کړې وه.

د اروپايي ټولنې محکمې د همدغه حکم له وجې په ۲۰۱۵ کال کې د هنګري دولت دغه جنجالي کمپونه وتړل.

سربیره پردې د هنګري حکومت د اپریل په میاشت کې، د کډوالو د منلو په برخه نه اخیستلو کې د اروپايي ټولنې له کلکې نیوکې سره مخامخ شو. پولنډ او د چک جمهوریت هیوادونو هم د کډوالو له منلو انکار کړی و چې بیا د اروپايي ټولنې له نیوکې سره مخامخ شول.

په ۲۰۱۵ کال کې اروپايي هیوادونو کې د سهمیې له مخې د کډولو د منلو په اړه دغه درې هیوادونه نیوکه کړې وه.

هنګري پر« خپلو ژمنو» کې پاتې راغلی

د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه، د اروپايي کمیسیون د ۲۰۱۸ کال د مقرراتو د تجدید نظر په اړه رایه ورکړه. دغو هیوادونو وویل چې هنګري د کډوالو د سیاستونو له امله ماتې خوړلې. د محکمې د پنجشنې ورځې په حکم کې راغلي چې بوداپست د پناه غوښتونکو درخواستونو ته رسیدنه نه ده کړې او د کډوالو په یوه کمپ کې د دوې ژوند سخت کړی. همدارنګه محکمې هنګري د کډوالۍ د قوانینو د نقض له امله محکوم کړ او ویې ویل چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دغه هیواد پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

نور ولولئ: فرانسه کې افغان کډوال: د هنګري پولیسو د شکنجې درد لاهم احساسوم

محکمې همدارنګه ټینګار وکړ چې په یوه ترانزیتي سیمه کې د پناه غوښتنې د مرحلې په جریان کې پهتر سختو شرایط د کډوالو ساتل د زندان په معنی دی او دا کار د اروپايي ټولنې د مقرراتو خلاف عمل دی.

د کډوالو پر وړاندې د هنګري له شرمه ډک سیاست

په هنګري کې د هیلسنګي کمیتې مرستیال اندریا کریستوف وايي:« هیله مند یو چې وروستۍ پریکړه د دې لامل شي چې هنګري خپلو غیر انساني سیاستونو ته د پای ټکی کیږي.» د ۲۰۱۶ کال له ژمې راهیسې د هنګري د همبستګۍ کمیټې، د دغه هیواد لخوا د کډوالو له حقونو څخه د سرغړونو پیښې ثبتې کړي.

د کډوالۍ د ملاتړ ګڼو سازمانونو هم د هنګري حکومت د کډوالۍ سیاستونه له شرمه ډک بللی.

د هیلسنګي مرستیال وايي:« په ډیریو برخو کې له قربانیانو سره ډیر سخت چلند کیږي او په دې برخه کې راپورونه هم خپاره شوي.»

آندره کریستوف وايي چې د محکمې د حکم له صادرولو وروسته د هنګري حکومت اړ دی چې د اروپايي پارلمان ته په دې برخه کې د اروپا قوانینو په رڼا کې د خپلو اصلاحاتو پروګرامونه وړاندې کړي. کرستوف وايي چې د هنګري چارواکي باید له هر ډول نوي تجدید نظر څخه ډډه وکړي.

 

نورې ليکنې