پاریس کې له د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر ۱۸ مې لاریون. انځور: مهاجر نیوز
پاریس کې له د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر ۱۸ مې لاریون. انځور: مهاجر نیوز

د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، زرګونه بې اسناده کډوال د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۱۸ مه د پاریس په ګډون د فرانسې بیلابیلو ښارونو کې سړکونو ته راوتلي ول.دوې د خپلو حقونو او قانوني کیدو غوښتنه کوله.

د پاریس، لیون، مارسی، لیل او سټراسبورک د ښارونو په ګډون د فرانسې په ۵۰ ښارونو کې بې اسناده کډوال او د کډوالۍ د ملاتړ سازمانونه سړکونو ته راوتي ول او د « آزادي، برابري او اسناد» تر سرلیک لاندې يي د لاریونونو په لار اچولو سره د کډوالو د حقونو غوښتنه کوله.

د پاریس په زړه کې له زرو څخه ډیر بې اسناده کډوال چې ډیرۍ يي د افریقايي هیوادونو اوسیدونکي ول د جمعې په ماښام سرګونو ته راوتي ول او «د بې اسناده کډوال په خطر کې» او « ټول سره یو یو، ټول سره یو یو» د شعارونو په ورکولو سره د تبعید شویو کډوالو پر یاد يي شمعې بلې کړې وې.

پاریس کې لاریونوالو خپل لاریون د ماښام پر ۶ بجو له اوپرا سیمې پیل او د پاریس ښاروالۍ مخې ته يي پای ته ورساوه. لاریونوالو پر داسې مهال سړګونو ته راوتلي ول چې ګڼ شمیر فرانسوي پولیس له دوې څخه راتاو ول.

د لاریون ګډوالو په خپلو شعارونو کې د اهم ویل چې « ملي ځواک، مونږ یو» او دولت مونږ هیر کړې یو.

په پاریس کې د بې اسنادو کډوالو د ټولنې یو مشر سیبی احمدا د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل:« مونږ هغه خلکو یو چې د کرونا ویروس په جریان کې کار کوو او روغتونونه پاکوو خو دولت مونږ هیر کړې یو. خلک په خپلو کورنو کې ګرمې شپې سبا کوي خو مونږ خپل کارته داوم ورکوو.»

نور ولولئ: فرانسه: د بې اسناده کډوال کارګرو د قانوني کولو غوښتې

کډوالو ته د سرپناه برابرول او دوې ته د اسنادو ورکول هم هغه څه ول چې یو شمیر لاریونوال يي غوښتنه کوله.

۳۶ کلن افغان کډوال مصطفی موسی زی چې د جمعې ورځې په لاریون کې يي ګډون کړی و وايي چې په سړه هوا کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لاهم یو شمیر کډوال د پاریس شاوخوا سیمو کې د سړکونو پر غاړه شپې او ورځې سبا کوي.

نوموړی مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل:« له ډیرې مودې راهیسې کډوال دلته په پاریس کې په بد حالت کې ژوند تیروي، هوا سړه ده، یو شمیر ښځې او ماشومان چې نوي فرانسې ته راغلي له سرپناه پرته په سړه هوا کې وخت تیروي. حتی دوې ته اجازه نشته چې خیمې وتړي. کډوال د اسنادو او د کور ستونزه لري. د کډوالو د سرپناه ستونزې ته باید رسیدنه وشي.»

د یادولو ده چې له دې وړاندې هم د فرانسې په بیلابیلو ښارونو کې د کډوالو د ملاتړ په موخه زرګونه تنه لاریون کړی و او د فرانسې دولت د کډوالۍ پر سیاستونو يي نیوکې درلودې.

 

نورې ليکنې