د یونان د لیسبوس ټاپو سواحلو ته څیرمه، د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبیدنې په پیښه کې یوې میرمنې خپل ژوند و بایله او دوه تنه نورې د سمندري ځواکونو لخوا و ژغورل شوې.
د یونان سمندري چارواکو رسینو ته ویلي چې دغه میرمن چې د سومالیې اوسیدونکې وه، اروپا ته د رسیدو په هیله، د مدیترانې په اوبو کې ډوبه شوه.
د یوناني چارواکو په یوه بیانیه کې چې د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۱۸ مه خپره شوې راغلي : «دوه نورې میرمنې چې په همدغه کښتۍ کې سپرې وې او د کښتۍ د ډوبیدو پر مهال د ځان ژغولو په هڅه کې وې، د سمندري ځواکونو لخوا له ډوبیدو ژغورل شوې.»
راپورونونه وايي چې ټولټال ۲۴ تنه کډوال چې ټول يي د سوماليي اوسیدونکي ول په کښتۍ کې سپاره ول.
نور ولولئ: لیسبوس کمپ: پناه غوښتونکي پخپل مټ ژمي ته چمتووالی نيسي
د یوناني چارواکو د بیاني پراساس، کله چې دغه کښتۍ د لیسبوس ټاپو ته نږدې شوه نو د ژغورنې بیړۍ او د چورلکې لخوا څو ساعته د ژغورنې عملیات پیل شول چې په پایله کې دوې میرمنې له اوبو څخه و ژغورل شوې او د دریمې میرمنې جسد و موندل شو.
د ملګرونو د ملتونو د کډوالو اداره په خپله یوه بیانیه کې په دې اړه د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره د دې پیښو له تکرار څخه د مخنیوي په موخه د حل پر اساسي لارو ټیګار کړی.
د یونان د لیسبوس ټاپو، شرقي اروپا ته د کډوالو د ننوتلو مهمه لاره ده چې ډیرې کډوال هڅه کوي له همدغې لارې د خطر په منلو سره ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.