د ترکیې او یونان ترمنځ پولې ته څیرمه کډوال پیاده مزل کوي. انځور: EPA
د ترکیې او یونان ترمنځ پولې ته څیرمه کډوال پیاده مزل کوي. انځور: EPA

اټکل دا و چې روان ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۵۰۰ زره ناقانونه کډوال د ترکیې د امنیتي چارواکو لخوا و نیول شي خو اوس د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کرونا ویروس له امله دغه کچه د پام وړ راټیټه شوې او په دغه کال کې یوازې شاوخوا ۱۱۳ ناقانونه نیول شوي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویله د ډسمبر په ۱۸، د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ناسته کې وویل چې په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو د نیولو کچه په روان کال کې څو برابره را ټیټه شوې.

د ترکیي دولتي خبري آژانس اناتولي د دغه هیواد د کورنیو چارو له خولې لیکلي:« په ۲۰۱۹ کال کې ۴۵۴۶۶۲ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي ول. مونږ تمه درلوده چې په ۲۰۲۰ کال کې به شاخوا ۵۰۰ زره تنه و نیول شي خو د کورنا وبا له امله تر دې مهاله ۱۱۳۸۶۵ تنه نیول شوي.»

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، د اروپا د کډوالۍ پر سیاستونو نیوکه وکړه او زیاته يي کړه چې کډوالي یو تاریخي حقیقت دی خو په د ۲۱ پیړۍ په اروپا کې کډوالۍ ته د یو ټولنیز ګواښ په توګه کتل کیږي.

نور ولولئ: ترکیه: په تېرو پنځو میاشتو کې د ګڼو افغانانو په ګډون ۵۰۰۰۰ کډوال له استانبوله شړل شوي

هغه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا پرمختګ د کارګرو کډوالو پورې اړوند وبلله.

د یادولو ده چې ترکیه د نږدې ۴ میلیونه سوریايي کډوالو په لرلو سره په نړۍ کې تر ټولو د لویې کچې کډوالو کوربه هیواد بلل کیږي. د افغان کډوالو په کډون ډیرۍ ګډوال له ترکیې څخه اروپا ته د اووښتو لپاره د یوترانزیت هیواد په توګه کاروي.

 

نورې ليکنې

Webpack App