د نانت ښار د تالنساک په نوم جمنازیم څخه ۱۶۰ کډوال د ډسمبر په ۲۱ مه وایستل شول. انځور: L'Autre cantine
د نانت ښار د تالنساک په نوم جمنازیم څخه ۱۶۰ کډوال د ډسمبر په ۲۱ مه وایستل شول. انځور: L'Autre cantine

د فرانسې په لویدیځ نانت ښار کې، د دوشنبې په ورځ هغه ورزشي جمنازیم خالي شو چې د روان کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې پکې شاوخوا ۱۶۰ بهرني وګړي ځای پر ځای شوي ول. دوې د سرپناه د برابرولو په موخه نورو ځایونو ته انتقال شوي.

د نانت ښاروالۍ د دوشنې په ورځ د ډسمبر په ۲۱ مه ډاډ ورکړ چې دا « یو تخلیه نه بلکې د سرپناه برابرول دي». د تالنساک په نوم د دغه جمنازیم اوسیدونکي ډیرۍ د اریتریا او سوډان هیوادونو اوسیدونکي ول چې له نږدې یوه کال راهیسې په جمنازیم کې ځای پر ځای شوې ول.

د نانت پوهنتون او په اروپا کې د کډوالۍ د سیاستونو مختصص یو پاسکوو وايي« مونږ خلک ژوند کولو ته نه پریږدو.» د نوموړي په خبره، د جمنازیم د خالي کولو له عملیاتو وړاندې دغو خلکو ته لازمه پاملرنه نه وه شوې.

د جمنازیم د اوسیدونکو له ډلې ۱۲۰ تنه يي چې کورنۍ او ماشومان پکې شامل ول، د مانو د ځوانانو لیلیې ته چې د دولت لخوا اداره کیږي او کډوالو ته ځانګړې شوې، استول شوي. پاتې نور بیا د نانت ښار د هرکلي نورو مرکزونو کې ځای پر ځای شوي دي. د جمنازیم ډیرۍ اوسیدونکي کډوال او پناه غوښتونکي ول.

د نانت د تبعید شویو سره د مرستې انجمن په اوسنیو شرایطو کې له جمنازیم څخه د کډوالو ایستل چې د کرونا ویروس خطر لا پر ځای پاتې او نوی کال راتلونکی دی یو مناسب ګام نه بولي. L'Autre Cantine Nantes چې له کډوالو او تبعید شویو وګړو د ملاتړ یو انجمن دی په خپله فیس بوک پاڼه کې لیکلي چې د جمنازیم اوسیدونکو ته له وړاندې د تخليي په اړه خبردارۍ نه و ورکړل شوی.

د انجمن مسولین وايي چې دلته خلک خپل ژوند برابر کړی و او نه يي غوښتل چې له دې ځایه د کرونا وبا د خطر له امله وایستل شي.

 

نورې ليکنې