اوشن وایکنګ بیړۍ د جنورۍ په میاشت کې د ژغورنې عملیات یو ځل بیا پیلوي. انځور: اس او اس مدیرانه
اوشن وایکنګ بیړۍ د جنورۍ په میاشت کې د ژغورنې عملیات یو ځل بیا پیلوي. انځور: اس او اس مدیرانه

یوې بشردوستانه بیړۍ چې د پنځو میاشتو لپاره يي د ایټالوي ځواکونو لخوا د ژغورلو عملیات درول شوي و، اوس یو ځل بیا غواړي چې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د مدیترانې په سمندر کې خپل پیل کړي.

د «اوشن وایکینګ» په نوم دغه بشردوستانه بیړۍ چې د « اس او اس مدیرانې» نادولتي سازمان لخوا اداره کیږي د ژغورلو د عملیاتو ځنډول يي د وخت ضایع بللې او اوس د دغو عملیاتو د پیل له امله خوښي څرګندوي.

یاد سازمان د دوشنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۱ اعلان وکړ بیړۍ يي چې د ایټالوي چارواکو لخوا پنځه میاشتې وړاندې درول شوې وه اوس کولای شي د مدیترانې په اوبو کې یو ځل بیا د ژغورلو عملیات پیل کړي.

فرانسه کې د یاد سازمان مسولین په خپله یوه بیانیه کې ویلي چې د پنځو میاشتو په موده کې د ایټالیا سمندري ځواکونو له دریم ځل ارزونې وروسته ثابته شوه چې د اوشن وایکینګ بیړۍ اوس کولای شي خپل عملیات له سره پیل کړي. یاد سازمان وايي له همدې امله پر بیړۍ بندیز لرې شو.

« مونږ هوډ لرو»

د یاز سازمان مشرې صوفي بو وايي چې د اوشن وایکینګ بیړۍ اوس له ایټالیا څخه حرکت کړی چې د ډسمبر تر پایه به مرسی ښار ته ځان ورسوي او هلته خپل پرسونل او د ژغورنې او روغتیا پالانو ډله له ځان سره یوځای کوي. بیړۍ ته له سپریدو وړاندې به د جنورۍ په میاشت کې د پرسونل د کرونا ویروس آزموینه ترسره شي.

سوفي بو مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل:« اوس چې بیړۍ آزاده شوه مونږ خوشحاله یو. مونږ هوډ لرو چې د ژغورنې له یوې مودې عملیاتو ورسته ځان مرکزي مد یترانې ته ورسوو.»

د بیړۍ د درلو هڅې

د اس او اس مدیترانې سازمان د دې لپاره چې د بیړۍ عملیات له سره پیل کړي اړ و چې د ایټالیا د سمندري ځواکونو له غوښتنو سره سم عمل وکړي. په دې اړه د یاد سازمان رییسه وايي:« مونږ ته امر شوی و چې د بیړۍ ظرفیت باید لوړ کړو. که دغه بیړۍ ډوبه شي او یا اور واخلي نو له وړاندې باید ورته چمتووالی موجود وي. خو مونږ له هغوې نه دي غوښتنې چې دغه کار مونږ ته زده کړي.»

نوموړې زیاته کړه:« د بیړۍ د آزادولو چارې ډیر وخت و نیو چې د سلګونه خلکو د زیان لامل شو. په دغه موده کې چې د ژغورنې بیړۍ دریدلې وه،په سمندري سفر کې ګنو کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

میرمن صوفي د خپلو خبرو په دوام وویل:« په ډاګه باید ووایو چې د داسې اقداماتو ترسره کول په سمندر کې د بیړۍ د عملیاتو د مخنیوي هڅې دي. اوسمهال د ژغورنې پنځه نورې بیړۍ په مختلفونو بندرونو کې بند پاتي او لا هم په دې برخه کې زمونږ مقابله جریان لري.»

نور ولولئ: مدیترانه کې د کښتۍ ډوبیدنې پيښه کې ۹۰ څخه ډیر مهاجر خپل ژوند له لاسه ورکړی

د اس او اس مدیترانې سازمان د کډوالۍ له ملاتړ ادارو او خلکو غوښتي چې له دوې سره خپلې مرستې زیاتې کړي ترڅو وشي کولای لازم بشري خدمتونه وړاندې کړي. یاد سازمان وايي چې په سمندر کې د یوې ورځې لګښت ۱۴ زره یورو ته رسیږي.

۲۰۲۰ کال کې تر ټولو ډیر کډوال د مرکزي مدیترانې له اوبو اوښتي، د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمیرو له مخې له ۱۱۰۰ څخه ډیر کډوال په دغه کال کې د مدیترانې په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

نورې ليکنې