د لیسبوس د کاراتیپه کډوالو په کمپ کې ماشومان. ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۰. انځور: EPA
د لیسبوس د کاراتیپه کډوالو په کمپ کې ماشومان. ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۰. انځور: EPA

په دې وروستیو کې د یونان لیسبوس ټاپو د کډوالو په یو کمپ کې پر یوې درې کلنې افغانې نجلۍ برید شوی و چې له امله يي د نوموړې له پښو وینې راتلې. اوس ډاکټرانو ثابته کړې چې پر دغې نجلۍ جنسي تیری شوی.

د یوناني پولیسو د یوې بیانیې له مخې، ډاکټرانو د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۱۸ و منله چې پر هغې درې کلنې ماشومې چې د لیسبوس ټاپو د کاراتیپه کډوالو کمپ کې برید شوی و او له پښو يي وینې بهیدلې، جنسی تیری شوی. د پیښې په تړاو لا څوک نه دي نیول شوي.

دغه درې کلنه نجلۍ د ډسمبر په ۱۴ د پولیسو لخوا د کډوالو په هغه نوي کمپ کې چې د موریا کمپ له اورلګیدنې وروسته جوړ شوی و، موندل شوې وه.

نور ولولئ: يونان کډوالو کمپ کې پر درې کلنې افغان مهاجرې د جنسي تېري شک

د کاراتبيه په نوم د کډوالو په دغه نوي کمپ کې له ۷۳۰۰ څخه ډیر کډوال په ناوړه حالت کې ژوند کوي چې دریمه برخه یي موشومان دي.

په کمپ کې د ژوندانه بد حالت

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې د کاراتیپه د کمپ د ننه، میرمنو او ماشومانو ته رامنځ ته شوي ستونزې او په ځانګړې ډول د جنسي تاوتریخوالې پیښې په دې وروستو کلونو کې د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړ سازمانونو لخوا په مختلفو غونډو کې راپورته شوي.

بل پلو بیا د یادې جنسي پیښې له تایید وروسته، د دوشنبې په ورځ د یونان د کډوالۍ وزیر نوتیس میتاراچي وویل چې له امنیتي پلوه د موریا کمپ په پرتله د غه کمپ په ډیر ښه حالت کې دی. نوموړي وویل:« استوګنځایونه په دغه کمپ کې له امنیتي اړخه په ډیر ښه حالت کې دي. دا د موریا کمپ په څیر نه دی. هلته تاسې د امنیت احساس نه کوله ځکه هغه کمپ د یو ځنګل په څیر و.»

اروپايي ټولنې او آتن د ډسمبر په لومړیو کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به يي د لیسبوس په ټاپو کې د کډوالو لپاره نوي کمپونه جوړ او د کاراتیپه ځای و نیسي.

 

نورې ليکنې

Webpack App