لیزبوس د کډوالو په نوي کمپ کې ماشومان. انځور: AFP او Getty
لیزبوس د کډوالو په نوي کمپ کې ماشومان. انځور: AFP او Getty

د ژمي له رارسیدو سره سم لیزبوس ټاپو کې د کاراټیپه په نوم نوي جوړ شوي کمپ کې د کډوالو په ځانګړې ډول د ماشومانو رواني او روغتیايي ستونزې ورځ تربلې ډیریږي.

د پنځو اولادونو مور نادیه د افغانستان د پروان ولایت اوسیدونکې ده، نوموړې له خپلې کورنۍ سره یوځای، د موریا کمپ له اورلګیدنې وروسته اړه شوه چې د یونان لیزبوس ټاپو د کډوالو په نوي کمپ کې چې د ژوندانه وضعیت په کې بد دی دیره شي.

نادیه نه ده ویده شوې. په داسې حال کې چې سخت باران وریږي او اوبو د نوموړي خیمې ته د ننوتلو په حال کې ده هغه هڅه کوي چې خپل پنځه کلن ځوې متین چې رواني ناروغي لري آرامه کړي. متین په ژړا و او د غږ او شور د درولو غوښتنه کوي. د متین مور وايي:« ما هڅه وکړه چې هغه ته ووایم باران زمونږ په کنټرول کې نه دی او آرامه شه».

۳۸ نادیه چې تازه د جلدي ناروغۍ څخه جوړه شوې د پلاستیکي بوتل په اوبو کې د متین ځان وینځي. نوموړې ګارډین ورځپاڼې ته وویل:« مونږ نشو کولای دلته خوب وکړو، د متین د خوب لپاره زه یو ګرم کور ته اړتیا لرم او دا زما یوازینۍ هیله ده.»

نور ولولئ: په «دويم موريا کمپ» کې د مهاجرو د بد وضعیت په اړه اکسفام انديښنه ښوولې

د ژغورنې نړیوالې کمیټې« آی آر سي» د تیرې اونۍ په یو راپور کې چې په یونان کې د لیزبوس، کویس او ساموس له ټاپو ګانو چمتو شوی وی راغلي چې د مارچ میاشتې له قرنطین وروسته دغلته د رواني ناروغیو نښې ۷۱ سلنه ډیرې شوي.

په راپور کې راغلي چې په ماشومانو کې د بیلابیلو نارغیو په ځانګړې ډول د «ځان ځورونې» کچه ۶۱ سلنه لوړه شوې.

آنا شلګل چې په لیزبوس کې د ماشومانو دروغتیا په برخه کې په داوطلبانه ډول کارکوي وايي« په ماشومانو کې د احساساتو بې ثباتي ډیره شوې او زمونږ د ۳۲ ماشومانو په ډله کې د ګڼو نارغیو نښې لیدل کیږي.»

نوموړې زیاته کړه چې په موریا کمپ کې د سپتمبر ۸ مې اورلګیدنې د پیښې اغیز لاهم پر ماشومانو پاتې. شلګل وايي:« مونږ داسې یو ماشوم نارغ لرو چې تل د اور په اړه فکر کوي. که چیرې دغه ماشوم یوه ودانۍ وګوري نو وايي که دغه ودانۍ اور واخلي نو څه ډول ښکاري.»

په لیزبوس کې د بې پولې ډاکټرانو د ماشومانو د برخې روانشناسې تاناسیس وايي، مونږ هیڅکله داسې ناوړه بیړنۍ روغتیايي حالت نه و لیدلی. حتی په موریا کمپ کې. نوموړې وايي له رواني اړخه لومړۍ باید د والدینو درملنه ترسره شي.

میرمن تاناسیس وايي که چیرې یو ماشوم خپل مور او پلار په داسې یو حالت کې وګوري چې له هغه ډ ډه کوي او یا ډاریږي نو داحالت پر ماشوم ډیر بد اغیز کوي.

د یادولو ده چې د موریا کمپ له اورلګیدنې وروسته د لیزبوس په ټاپو کې په ډیره کمه موده کې د کاراتیپه په نوم نوی کمپ جوړ شو او ۷۳۰۰ تنه پکې ځای پر ځای شول. په دغه کمپ کې د کډوالو د ژوند په اړه اندیښنې ورځ تربلې ډیریږي. 

 

نورې ليکنې

Webpack App