انګلش چینل ته نږدې لویه لار کې کډوال. انځور: رویټرز
انګلش چینل ته نږدې لویه لار کې کډوال. انځور: رویټرز

د بریکزیټ تړون په رانږدې کیدو سره، د فرانسې کالې ښار کې یورو تونل ته د ننوتلو لویه لار کې د تاوتریخوالو کچه پورته شوې. د کډوالۍ ملاتړ سازمانونه د کډوالو پر وړاندې د فرانسوي پولیسو د تاوتریخوالي په اړه انديښنه ښوولې.

کالې سره نږدې مانش کانال ته غځیدلې دغه تونل ته نږدې د A6 پر لویه لار کې حالت کړکیچن دی. د بریکزیټ تړون د عملي کیدو نږدې کیدل او د ګمرکي تعرفو د ډیریدو په اړه د درنو بار وړونکو لارۍ چلونکو ویره هغه څه دي چې د فرانسې او بریتانیا ترمنځ په دغه لویه لار کې د ګڼې ګوڼې او ترافیک لامل شوی.

د غې ګڼې ګوڼې له امله لارۍ چلونکي باید دغلته ساعتونه انتظار وباسي تر څو بریتانیا ته د تګ لپاره خپل اموال ځای پر ځای کړي. یو انګریز لارۍ چلونکی د بین پوبلیک رسنۍ ته ویلي:« وضعیت د جهنم په څیر دی. له دوو میاشتو راهیسې هر ځل باید شپږ ساعتونو لپاره انتظار وباسم. دا حالت د منلو نه دی.»

کالې ښار کې د A6 لویه لار کې د لاریو د اوږد انتظار او قطارونو د دریدو پر مهال کډوال هڅه کوي چې بریتانیا ته د تګ په موخه لاریو ته ننوځي. هره ورځ سلګونه کډوال هڅه کوي تر څو لاریو کې ځانونه پټ کړي.

د کډوالو یو مدافع وکیل باستین رولاند وايي:« تر بل هر وخت ډیر اوس کډوال بریتانیا ته د اوښتو لپاره ډیرې پیسې لګوي چې دا کار بیا د نورو مسافرو د هڅونې لامل ګرځي او دوې هم غواړې خپل چانس ازمایښت کړي.»

د سپیو او د ټوپک ډنډې په زور د کډوالو د سفر مخنیوی

د فرانسې او بریتانیا ترمنځ پر پوله دغه لویه لار کې د کډوالو له ډیریدو سره د پولیسو ګڼه ګوڼه هم ډیره شوې. چارواکو تیره اونۍ فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي و چې د سرحدي پولیسو لخوا نقلیه وسایل په پوره ډول کنټرولیږي. د چارواکو په خبره روان کال کې د کالې له لارې له فرانسې څخه بریتانیا ته د اوښتو ۲۳۰۰ هڅې شوې دي خو پولیس يي مخنیوی کړی.

د بریکزیټ د تړون یو چارواکی ویلی پولیس د کډوالو د کنټرول او مخنیوي لپاره د ټوپک له ډنډو، اوښکی بهوونکی ګاز، او د سپیو له زروه کار اخلي.

د کډوالو مدافع وکیل باستین رولاند وویل:« یو سړی مونږ ته راغی چې سپۍ يي په ورون کې چیچلی و. هغه نه پوهیده چې دغه سپۍ د پولیسو لخوا او یا هم د امنیتي ځواکونو لخوا پر دې خوشې شوی و. دغه سړی نه شوای کولای چې په خپلو پښو قدم ووهي. رولاند د خپلو خبرو په دوام وویل چې بل تن کډوال د پولیسو لخو د ټوپک پر ډنډې وهل شوی و او سخت ټپي و.

نور ولولئ: مانش کانال: فرانسې او برتانیا د مهاجرو د غیرقانوني سفرونو د مخنیوي هوکړه کړې

 د بریکزیټ تړون عملي کیدو له نږدې کیدو سره د کډوالو د وضعیت په اړه یو شمیر سازمانونه د « خورا خطرناک حالت» له امله اندیښمن دي. د نومبر په وروستیو کې یورو تونل ته نږدې یو سوډاني کډوال د لاریو په ټکر کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د بشري سازمانونو یو شمیر ادارې وايي:« کالې کې د کډوالو د ژوندانه شرایط د تحمل وړ نه دی. دغه شرایط دوې دې ته اړ باسي چې بریتانیا ته مخه کړي. کډوال له دغه دوزخ څخه د وتلو لپاره هر ډول خطر پر ځان مني.

د یادولو ده چې د کرونا اوبا له امله فرانسې د ډسمبر په ۲۱ مه له بریتانیا سره خپلې پولې و تړلې.

 

نورې ليکنې