بوسنیا کې د لیپا کمپ د اورلګیدنې له امله ۱۳ زره کډوال بې کوره شوي. انځور: آی او ام
بوسنیا کې د لیپا کمپ د اورلګیدنې له امله ۱۳ زره کډوال بې کوره شوي. انځور: آی او ام

چارواکي وايي چې د بوسنیا هرزګوینا په شمال کې د لیپا په نوم د کډوالو یو کمپ اور اخیستی چې امله يي شاوخوا ۱۳۰۰۰ کډوال بې کوره شوي. په دغه کمپ کې چې د ژوندانه شرایط له وړاندې سخت و له اورلګیدنې وروسته اوس دغه خلک د ژمي په سړه هوا کې د سړکونو پر غاړه آواره شوي.

د فرانسې د خبري آژانس د اطفايي د یو مسول له خولې لیکلي چې اور لګیدنه د ډسمبر په ۲۳ د چهار شنبې سهار ۱۱ بجې پیل شوه چې وروسته بیا اور مړ شو خو څلور لویې خیمې يې ویجاړې کړې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان « آی او آم» د دغې اورلګیدنې په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي يي دي چې « د لیپا په کمپ کې نن له وحشته ډک ورځ وه».

«یو جرمي عمل»

په سیمه کې د پولیسو ویاند آل سیلجدیچ د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي مونږ فکر کوو چې دا یو جرمي پیښه ده او د کمپ یو شمیر پخواني اوسیدونکي پکې لاس لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپله یوه بیانیه کې چې تیره ورځ خپره شوه ویلي: « د لیپا کمپ د بیلابیلو دلایلو په ځانګړې ډول د سیاسي دلیل له امله هیڅکله هم د بریښنا او د څښاک اوبو له خدمتونو برخمن نشو. دغه کمپ کې هیڅکله د ژمې لپاره امکانات برابر نه شو. له دغې اورلګیدنې سره به هیڅ دا کار و نه شي.»

د ژوندانه د نامناسب شرایط له امله د کمپ اوسیدونکي له دې وړاندې اعتراض کړی و. ویل کیږي چې یاد کمپ د کډوالو د بیړني سرپناه په موخه د یوې لنډې مودې لپاره جوړ شوی و.

زرګونه خلک د سړک پر غاړه

د کډوالۍ نړیوال سازمان چې د دغه کمپ د مدیریت چارې پر غاړه لري ویلي چې په کمپ د ژوندانه نامناسب شرایط د دوې له کنټروله وتلې. یاد سازمان او د اروپايي ټولنې کمیسیون د بوسنیا له چارواکو غوښتي و چې د دغه کمپ اوسیدونکو د سرپناه لپاره دحل یوه لار ولټوي.

اوس له اور لګیدنې وروسته زرګونه تنه د ژمي په سړه هوا کې د سړکونو پر غاړه وخت تیروي او د روغتیايي ګواښونو خطر هم موجود دی. ښايي دغه بې کوره کډوال د بیهاک په نوم د کډوالو کمپ لورې ته مخه کړي.

د فدرالي دولت له حکم سربیره د سیمې د ښاروالۍ چارواکي په بیهاک کې د کډوالو لپاره د کمپ له پرانیستلو ډډه کوي. د ځايي اوسیدونکو د فشار له امله له دې وړاندې یو کمپ په بیهاک کې د ښاروالۍ لخوا و تړل شو.

 

نورې ليکنې