سید حسین عالمي بلخي نږدې شپږ کاله د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر و. انځور: د کډوالو چارو وزارت
سید حسین عالمي بلخي نږدې شپږ کاله د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر و. انځور: د کډوالو چارو وزارت

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو پخوانی وزیر سید حسین عالمي بلخي ایران لخوا د سوریي جګړې ته د افغانانو د استولو، د حکومتي ادارو ترمنځ د لازمې همغږۍ نه شتون، پاکستان کې له افغان کډوالو سره د حکومت د ژمنو د نه عملي کیدو خبر ورکړی.

عالمي بلخي چې له نږدې شپږ کلن ماموریت وروسته يي په دې وروستیو کې کاري دوره پای ته ورسیده له مهاجر نیوز سره په خبرو کې داهم منلې چې د اجرایوي ادارو له لوري د کډوالۍ د پالیسو نه عملي کیدو له وجې د کډوالو ستونزې لا پرځای پاتي.

د کډوالۍ حوزې او لاملونه

مهاجر نیوز: افغان کډوال د نړۍ په کومو هیوادونو کې ډیر دي او شمیر يي څو تنو ته رسیږي ؟

سید حسین عالمي بلخي: د افغانانو کډوالي له څلویښتو کلونو راهیسې داوم لري، چې د فلسطین خلکو د مهاجرت پرته د نړۍ ترټولو اوږده کډوالۍ کې حسابیږي.دغه کډوال مونږ په پنځو حوزو ویشلای شو. ایران، پاکستان، اروپا،د آمریکا او آسترالیا حوزه او همدارنګه یوشمیر آسیايي او عربي هیوادونه.

۶،۵ میلیونه افغان کډوال د نړۍ به بیلابیلو هیوادونو کې شتون لري. له دغه ډلې له نیم میلیون ډیر يي په کوربه هیوادونو کې ادغام شوې دي. همدارنګه ۶ میلیونه نور بیا کډوال او پناه غوښتونکي دي چې په یو شمیر هیوادونو کې د خپل سرنوشت په تمه دي.

مهاجر نیوز : لاهم د افغانانو کډوالي دوام لري، تاسې د کډوالو د پخواني وزیر په توګه عمده لاملونه يي څه ګنئ ؟

سید حسین عالمي بلخي: د افغانانو د کډوالۍ عمده لامل د جګړو له امله د عمومي امنیت نه شتون دی. که تاریخ ته نظر واچوو، په پیل کې د روسانو یرغل او د کمونیستي حکومت له رامنځ ته کیدو سره افغانان کډوالۍ ته اړ شول.

د روسانو له وتلو وروسته او د ډاکټر نجیب د حکومت له نسکوریدو سره، په لویه کچه افغانان بیرته هیواد ته راستانه شول خو د کورنیو جګړو او له هغه وروسته د طالبانو د حکومت پر مهال یو ځل بیا افغانان کډوالۍ ته اړ شول.

نو ویلای شو چې عمده لامل جګړه ده چې د غو جګړو فقر او بیکاري زیږولې چې له امله يي خلک هیواد پریښودو ته اړ کیږي.

ایران کې د افغان کډوالو وضعیت

مهاجر نیوز : په ایران کې هم میلیونونه افغان کډوال میشت دي، د ایران دولت له دوې سره څه ډول چلند لري؟ څومره د دوې بشري حقونه په پام کې نیول کیږي؟

سید حسین عالمي بلخي: په ایران کې نږدې یو میلیونه افغان کډوال له ملګرو ملتونو سره ثبت دي چې د آمایش په نوم د کډوالۍ کارتونه لري. دغه کارتونه هر کال تمدیدیږي. دغه ډله افغانان کومه ځانګړې ستونزه نه لري.کله ناکله د بانکي حساب پرانیستل او د سیم کارتونو د درلودو یا دې ورته نورو ستونزو سره دوې مخامخ کیږي خو له خبرو اترو وروسته یادو ستونزو ته رسیدنه کیږي.

بله ډله افغانان په ایران کې کورني پاسپورټونه لري چې هر کال تمدیدیږي. د دغو افغانانو شمیر شاوخوا ۴۵۰ زره تنو ته رسیږي. ویلای شو چې له دې سره شاوخوا ۱،۵ میلیونه افغانان په ایران کې اسناد لري.

همدارنګه یو شمیر نور چې شمیر يي شاوخوا ۸۰۰ زره تنو ته رسیږي په ایران کې قانوني اسناد نه لري.زمونږه هڅه داوه چې دوې ثبت او ورته اسناد ورکړل شي خو د ځینو ستونزو له امله دا کار لا ندی شوی.ایران په دې برخه کې پوره چمتووالی درلود خو د افغان حکومت لخوا کوم اقدام و نه شو نو ځکه دغه خلک له ثبت نام څخه پاتې شول. خو له یوې ډیرې مودې وروسته اوس دغه چاره پیل شوې او افغانانو ته لومړی بریښنايي تذکرې او بیا پاسپورټونه ورکول کیږي او له هغه وروسته دوې ته بیا اقامت ورکول کیږي.

هغه افغانان چې هیڅ اسناد نه لري له ګڼو ستونزو سره په ایران کې مخامخ دي، کله نا کله دوې افغانستان ته اخراجیږي. د ورځې دوه زره کسان له ایران څخه په زوره ایستل کیږي.

مهاجر نیوز: تاسې د افغانانو د دغه اخراج د مخینوي لپاره څه ګامونه پورته کړې و ؟

سید حسین عالمي بلخي: مونږ له ایراني چارواکو سره په دې برخه کې خبرې وکړې. ایراني چارواکو غوښتل چې دا افغانان دې باید ثبت شي او د دوې استوګنه قانوني بڼه غوره کړي او له هغه وروسته دوې دې د کارګرو مهاجرو په شکل دلته پاتې شي. د کارګرو کډوالو د تفاهمنامې متن مو له اړوند چارواکو سره چمتو کړ. پر دغه متن دواړو هیوادونو هوکړه وکړه خو لا دغه تفاهمنامه نه ده لاسلیک شوې.

نور ولولئ: د ایران پارلمان ته نوې طرحه وړاندې شوې: غیرقانوني کډوالو لپاره د جریمې او بند سزاګانې او پرې د ډزو اجازه

سوریې جګړې ته د افغان کډوالو استول

مهاجرنیوز: ویل کیږي چې د ایران دولت له افغان کډوالو سیاسي ګټه پورته کوي او دوې سوريي ته د جګړې لپاره استول کیږي، تاسې يي په اړه څه وايئ ؟

سید حسین عالمي بلخي: دا چې سوریه کې اوس جګړه نشته نو د افغانانو د استولو اړتیا هم نشته. خو مخکې افغانان د جګړې لپاره سوريي ته استول کیدل. دا یوه اجباري موضوع نه وه او هغه ستونزې چې کډوال يي په ایران کې درلودې خپله دې ته چمتو کیدل چې د سوريي په جګړه کې ګډون وکړي. په بدل کې د ایران حکومت لخوا دوې ته آسانتیاوې برابریدلې لکه اقامت برابرول او داسې نور.

باید دا کار نه وی شوی، ما د خپل ماموریت پر مهال څو ځلې یاده ستونزه چارواکو سره شریکه کړه او ټینګار مې وکړ چې له کډوالو څخه په جګړه کې ګټه اخیستل د نړیوالو کنوانسیونونو او قوانینو خلاف عمل دی.

افغان حکومت یادې ستونزې ته د امنیتي او کونسولې موضوع په توګه کتل. دغه موضوع د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا پورې تړاو درلود. افغان دولت د یادو ستونزو د حل لپاره د همدغو ادارو له لورې اقدام ترسره کول. زمونږ کار یوازې بشري مسایلو سره و.

د ۱۰ میلیونه افغانانو بیرته راستنیدنه

مهاجرنیوز: له ګاونډیو هیوادونو، پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه څه ګامونه پورته شوي؟

سید حسین عالمي بلخي:له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو د داوطلبانه راستنولو په موخه یو څلوراړخیزه استراتیژي شتون لري. افغانستان، پاکستان، ایران او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو ان اچ سي آر) د یادې استراتیژۍ غړي دي. له دواړو ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو ستنول د همدغې استراتیژۍ له مخې ترسره کیږي. دغه راستنیدنه باید داوطلبانه وي او له راستینیدونکو سره د «یو ان اچ سي آر» له لوري نغدي مرستې هم کیږي. هغه خلک له دغو مرستو برخمن کیدای شي چې د کډوالۍ کارتونه ولري.

 له بې اسناد اړمنو راستنیدونکو سره هم د یو شمیر مرستندویه ادارو لخوا یوه اندازه مرستې کیږي.

د طالبانو د حکومت له نسکوریدو سره سم له ۲۰۰۱ کال راهیسې شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه بیرته هیواد ته راستانه شوي.

حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی

مهاجرنیوز: د کډوالۍ د مدیریت لپاره د حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ کچه څه ډول بولئ ؟

سید حسین عالمي بلخي: متاسفانه د کډوالۍ په برخه کې د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ کچه ټیټه ده. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د یوه پالیسي جوړونکي وزارت په توګه پیژندل شوی او لازمه بودیجه نه لري. هغه پالیسۍ چې مونږ د کډوالو د مدیریت لپاره جوړول او ادارو ته مو د تطبیق په موخه استول د دغو ادارو د کارونو په لومړیتوب کې نه و. که چیرې د پالیسیو مطابق عمل شوي وای نو د کډوالو ستونزې تر یوه حده هواریدلې. نو د اجرايي نهادونو لخوا د پالیسو نه تطبیق او ناهمغږي یوه لویه ستونزه وه.

نور ولولئ: پاکستان د افغان کډوالو د کوربتوب له امله له نړیوالې ټولنې مرسته وغوښته

پاکستان کې میشتو کډوالو سره د حکومت د ژمنو نه عملي کیدل

مهاجر نیوز: له پاکستان څخه راستنیدونکو کډوالو سره حکومت د سرپناه ژمنې وکړې خو دغه ژمنې لا نه دي عملي شوي.ستاسې نظر څه دی؟

سید حسین عالمي بلخي: متاسفانه دولت له راستنیدونکو کډوالو سره پر خپلو ژمنو کې پاتې راغی. سرپناه د هغوی حق و چې دغه حق هغوی ته ونه رسیدل. د حکومت د ننه د واحد نظر د نشتون له امله او د د ځمکو د ویش د ۱۰۴ فرمان بدلیدل ۳۰۵ فرمان ته، او د ۳۰۵ طرزالعملونو د نه عملي کیدو له امله د ځمکو د ویش پروسه په سمه توګه ترسره نه شوه. باید پر راستنیدونکو یوه یوه نمره ځمکه ویشل کیدله چې دا کار و نه شو او ګڼ شمیر راستنیدونکي د سرپناه له حق څخه بې برخې پاتې شول.

پاکستان کې له افغان کډوالو سیاسي استفاده

مهاجر نیوز: ویل کیږي چې پاکستان له افغان کډوالو څخه د یو سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل. د افغان ولسمشر دویم مرستیال په ډاګه په اسلام اباد کې وویل چې تروریزم په افغانستان کې د پاکستان له کمپونو پیل شول. تاسې د خپل ماموریت په دوره کې په دې اړه څه وموندل ؟

سید حسین عالمي بلخي: له پاکسان سره په ناستو کې زما ټینګار داو چې له کډوالو څخه باید سیاسي او امنیتي ګټه پورته نه شي. هغوی هم موافق ول. خو له دا باید و منو چې د افغانستان د شل کلنې جګړې یو اړخ هغه خلک ول چې د هغوی استوګنځای پاکستان و. او دا یو واقعیت دی. اما دا نشم منلی چې د دغې جګړې سرچینه د مهاجرینو کمپونه ول.

 

نورې ليکنې