د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې لسګونه زره کسان د روانو تاوتریخوالو له امله له خپلو کورنو بې ځایه شوې دي. انځور: اوچا
د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې لسګونه زره کسان د روانو تاوتریخوالو له امله له خپلو کورنو بې ځایه شوې دي. انځور: اوچا

د ملګرونو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ دفتر ( اوچا) ویلي چې په روان کال کې شاوخوا ۳۳۲۲۵۰ تنه افغانان د جګړو او طبیعي بيښو له امله خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي.

اوچا په خپل اونیز راپور کې چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د ډسبر په ۲۳ مه خپور شو لیکلې:« ډیری دغه افغانان د هیواد په جنوب کې د روانو جګړو او تاوتریخوالو له امله بې ځایه شوي چې له دې ډلې ۵۹ سلنه يي ماشومان، ۲۱ سلنه يي ښځې او ۲۰ سلنه يي نارینه جوړوي.»

یاده اداره په خپل راپور کې لیکلي چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ د جګړې د عملیاتو او د ځمکني ماینونو د خښوولو له امله د کندهار د ارغنداب، ژیړۍ او پنجوايي ولسواليو په ګډون په هلمند، ارزګان او نیمروز کې دغه خلک بې ځایه شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دغه اداره د راستنیدونکو کډوالو په اړه ویلي چې د روان کال له پیل څخه ۸۱۸۱۹۰ افغانان له ایران او ۷۳۶۵ نور بیا له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه: پنځه میلیونه نور افغانان به په ۲۰۲۱ کال کې مرستو ته اړتیا ولري

اوچا په خپل راپور کې زیاته کړې چې د ۲۰۲۰ کال د ټولو بې ځایه شویو له ډلې ۲۱۵۰۲۰ تنو سره يي بشري مرستې لاسته راوړي دي.

یاده اداره له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانانو سره دې د بشري مرستو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 

نورې ليکنې