یو شمیر افغان کډوال د پاکستان په پیښور کې د یو ان اچ سي آر د بیرته ستنیدنې دفتر سره انتظار باسي.انځور:UNHCR
یو شمیر افغان کډوال د پاکستان په پیښور کې د یو ان اچ سي آر د بیرته ستنیدنې دفتر سره انتظار باسي.انځور:UNHCR

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري ( یو ان اچ سي آر) اعلان کړی چې له پاکستان څخه په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ چې د کرونا ویروس له امله دریدلې وه د جنورۍ په میاشت کې له سره پیلیږي.

له پاکستان څخه په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ د هغه پروګرام یوه برخه ده چې له تیرو کلونو راهیسې د یو ان اچ سی آر په مالي ملاتړ او کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او افغان کمیشنرۍ دفتر په مرسته ترسره کیږي.

یو ان اچ سي آر په خپله یوه اعلامیه کې په دې اړه لیکلي چې له هر ثبت شوي راستنیدونکې کس سره به د ۲۵۰ امریکايي ډالرو نغدي مرسته وشي.

یاده اداره په خپله بیانیه کې لیکلي:« ټول راجستر افغان کډوالو ته چې د پي او آر د کډوالۍ کارتونو نهايي تاریخ يي د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر میاشت وي او غواړي په داوطلبانه ډول افغانستان ته بیرته وګرځي خبر ورکول کیږي چې په داوطلبانه ډول د بیرته ستنیدو پروسه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ او فبرورۍ څخه پیل او د کال تر پایله دوام لري.»

یاده اداره وايي چې هغه ستنیدونکي کډوال چې د دواطلبانه ادغام فورمه « VRF » له ځان سره ولري نو د افغانستان په ننګرهار، کندهار او کابل کې د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو په دفترونو کې له هر راستنیدونکي کس سره د ۲۵۰ آمریکايي ډالرو په اندازه نغدي مرسته کیږي.

نور ولولئ: د کډوالواو راستنیدونکو چارو پخوانی وزیر: په جګړه کې له کډوالو څخه ګټه اخیستنه د نړیوالو کنوانسیونو خلاف عمل دی

بیانیه زیاتوي:« هغه راستنیدونکي کډوال چې افغانستان ته له تګ وړاندې د خیبر ښتونخوا، کویټه او بلوچستان د داوطلبانه بیرته ستنیدنې ( پي سي آر) دفترونو کې يي نوم لیکنه نه وي کړي نو نشي کولای له دغو مرستو برخمن شي.»

په خپله خوښه د بیرته ستنیدو پروسه د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو د یو درې اړخیز سند له مخې ترسره کیږي چې د دغه سند له مخې د ستنیدو پر مهال د کډوالو په کډو کې د د دوې مالونه هم له ګمرکې تعرفې معاف دي خو اوس چارواکي وايي چې په تورخم کې د دوې مالونه او څاروی سکن کیږي چې دا کار د ځینو بیرته ستنیدونکو اندیښنه راپارولې.د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي چې په دې برخه کې یي له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري عالي کمیشنرۍ د شمیرو له مخې روان کال کې یوازې ۱۰۶۳ تنه افغانان له پاکستان څخه په خپله خوښه افغانستان ته تللي چې د یادې ادارې په وینا د کرونا وبا له امله د تیرکال په پرتله د ستنیدو په کچه کې د پام وړ ټیټوالی راغلی.

د یادلو ده چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې له پاکستان څخه شاوخوا ۶ میلیونه افغانان د ملګرو ملتونو د داوطلبانه راستنیدنې د ملاتړ پروګرام له لارې افغانستان ته ستانه شوي.

 

نورې ليکنې