یوناني پولیس د کډوالو یو کمپ مخې ته ولاړ دي. اپریل ۲۰۲۰. انځور: رویټرز
یوناني پولیس د کډوالو یو کمپ مخې ته ولاړ دي. اپریل ۲۰۲۰. انځور: رویټرز

د یونان پولیس وايي چې د شنبې په ورځ، د لرګیو او چړو سره یوه ډله برید کوونکي د دغه هیواد په شمال سالونیک ښار ته نږدې د کم عمره کډوالو پر یوه مرکز برید وکړ او د کمپ څلور اوسیدونکي يي ټپیان کړل. د پولیسو په وینا په دې اړه يي دوه تنه نیولي.

د « اکاتیمرینی» په نوم یو خبري سایت د یونان د پولیسو له قوله لیکلي چې د اوریکاسترو په نوم د کم عمره کډوالو پرکمپ له برید دوه ورځې وروسته یو ۳۸ کلن سړی او ۱۴کلن هلک نیول شوی دی.

دغه دوه کسان وروسته له هغه و نیول شول چې په کمپ کې یو ۱۵ کلن سوریايي کډوال پولیسو ته يي په دې اړه شکایت وکړ. سوریايي کډوال هم وروسته له هغه و نیول شو چې ۳۸ کلن سړی يي پر وړاندې شکایت ثبت کړ.

تمه کیده چې دغه ۳۸ کلن سړی د دوشنې په ورځ څارنوالۍ ته حاضر شي.

د برید چمتووالی

د اوریکاسترو کمپ د یونان کلیسا لخوا اداره کیږي چې له ۱۲ څخه تر ۱۵ کلنۍ پورې کم عمره کډوالو ته پکې ځای برابر شوی. د پیښې شاهدانو رسنیو ته ویلي چې برید کوونکي د توکمپالني د شعارونو په ویلو سره پر ماشومانو برید وکړ.

نور ولولئ: یونان: لېسبوس ټاپو کې د پیکپا په نامه د مهاجرو کمپ وتړل شو

پولیس ویلي چې له برید وروسته یو ماشوم چې سخت ټپي شوی و روغتون ته انتقال شو. ویل شوې چې په پیښه کې د کمپ درې تنه نور اوسیدونکي هم ټپیان شوي ول.

رسنیو د کمپ د یو وکیل له خولې لیکلي چې د برید لپاره چمتوالی له وړاندې نیول شوی و ځکه هرڅه یوازې په څو دقیقو کې پیښ شول. دغه وکیل ویلي چې مونږ ټول باید کم عمره کډوال له هغو خلکو وساتو چې د دوې پر وړاندې له نفرت او تبلیغاتو کار اخلي.

 

نورې ليکنې

Webpack App