انځور: د New Humanitirian اداره
انځور: د New Humanitirian اداره

د بشر دوستۍ نوې اداره « new humanitarian » وايي چې د کرونا اوبا نه یوازې چې د خلکو د کډوالۍ او له کورنو د دوې د تیښتې مخه و نه نیوله بلکه د کډوالۍ د انګیزې د ډیریدو او د ګڼو خطرونو د رامنځ ته کیدو لامل و ګرځید.

یاده اداره په خپل یو تازه راپور کې لیکلي چې د کرونا وبا په روان ۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې ستر بدلون رامنځ ته کړ او د نړۍ د پرمختګونو مخه يي ډبه کړه خو د هغو انسانو مخه يي و نه نیوله چې د یو خوندي او هوسا ژوند د موندلو په نیت خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي ول.

د بشر دوستۍ نوې اداره په خپل ویب سایت کې په «۲۰۲۰ کال د کډوالۍ او اجباري بې ځایه کیدنې» تر سرلیک لاندې یو راپور کې لیکلي:« د کال په پیل کې د تاوتریخوالو، شخړو، جګړو او د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله د اجباري بې ځایه شویو خلکو شمیر شاوخوا ۷۹،۵ میلیونه و. خو د کرونا وبا او د ملګرو ملتونو لخوا د نړیوال اوربند له غوښتو سربیره په جون میاشت کې د اجباري بې ځایه کیدو شمیر ۸۰ میلیونو ته لوړ شو.»

د « بشر دوستۍ نوې اداره» چې مرکز يي د سویس په جنیوا ښار کې دی وايي کرونا ویروس هغه عوامل ډیر کړ چې د خلکو د کډوالۍ لامل ګرځي. د کورنا وبا د کډوالو په استوګنځایونو او کمپونو کې د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړ. له کرونا ویروس سره، د حرکت په حال کې د خلکو ستونزې لا پسې ډیرې شوې. دغه کار د دولتونو لخوا کډوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره یوه بهانه برابره کړه او د کډوالۍ د سیاستونو او پالیسیو د اجرا مخه يي ډبه کړه.

یاده اداره په دې برخه کې ځینې استثناوو ته اشاره کوي او وايي چې ځینو دولتونو له توپیر پرته او د خلکو حقوقي حالت ته په پام سره کډوالو ته روغتیايي او اقتصادي خدمتونه وړاندې کړل.

د بشر دوستۍ نوې ادارې په راپور کې راغلي « ۲۰۲۰ کال کې په عمومي ډول د کرونا وبا د کډالو او پناه غوښتونکو په تړاو د دولتي سیاستونو د محدودیت او د دوې بشري حقونو ته د کمې پاملرنې لامل شو.»

افغانستان

راپور د افغانستان په اړه لیکلي چې په ایران کې، د متحده ایالتونو د بندیزونو له امله رامینځته شوې اقتصادي بحران د دې لامل شو چې د کرونا له رارسیدو وړاندې یو شمیر افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. د فبرورۍ په میاشت کې، ایران لومړی هیواد و چې د کرونا ویروس د خپریدو له امله يي افغانان دې ته اړ کړل چې خپل هیواد ته بیرته وګرځي او له دې سره د کرونا ویروس لومړنۍ پیښه په افغانستان کې ثبت شوه.

ایران څخه راستنیدونکي کډوال د هرات ولایت انصار کمپ کې د روغتیايي آزموینې پر مهال. ۲۴ فبروري ۲۰۲۰. تصویر: پدرام قاضي زاده
ایران څخه راستنیدونکي کډوال د هرات ولایت انصار کمپ کې د روغتیايي آزموینې پر مهال. ۲۴ فبروري ۲۰۲۰. تصویر: پدرام قاضي زاده

د کډوالۍ نړیوال سازمان « ای او ام» د معلوماتو له مخې، د کال له پیله تر ډسمبر میاشتې پورې له ایران څخه ۸۱۷۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شول. دا په داسې حال کې ده چې دغه هیواد لاهم د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دی. په ورته مهال ځینو اروپايي هیوادونو هم د افغان کډوالو د اخراج پروسه یو ځل بیا پیل کړه.

نور ولولئ: افغانستان: د کرونا ویروس لومړنی قرباني له ایرانه افغانستان ته ستون شوی و؟

اروپا

ایټالیا او مالتا په اپریل میاشت کې د کورنا ویروس په بهانې سره د کډوالو پر مخ خپلې پولې و تړلې، پر سفر یي محدودیت ولګول او همدارنګه په مدیرانه کې د کډوالو د ژغورلو پر بیړیو او الوتکو هم محدودیتونه وضع شول چې له دې سره ګڼو کډوالو په مدیترانه کې خپل ژوند له لاس ورکړ.

د بشر دوستۍ نوې ادارې راپور زیاتوي:« روان کال کې یوازې د مدیترانې له لارې ۹۰ زره کډوال اروپا ته رسیدلي چې تیر کال دغه شمیر ۱۲۳ زره تنه و. ۹۵۰ تنه په دغه سفر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.»

اروپايي ټولنې د لیبیا له سمندري ساتونکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړ چې ورسره د ۱۰ زره تنو مخه ډب شوه او دوې توقیف ځایونو ته واستول شول.

د فبرورۍ په وروستیو کې د یونان او ترکیې پر پوله، د بشري حقونو دسازمانونو لخوا له کډوالو سره د یوناني چارواکو د زور زیاتۍ ګڼې پیښې ثبت شوې. په سمندر کې د کډوالو خوشي کول او ترکیې ته دهغوي استول په دغو پیښو کې شامل دي.

د سپتمبر میاشت په پیل کې، د یونان په لیزبوس کې د موریا کمپ اور واخیست. د کمپ ستونزو ته نه پاملرنه د اروپا د کډوالۍ سیاست څخه د سرغړونې یوه بیلګه بلل شوې.دغه اورلګیدنه و ښودله چې اروپا کډوالو ته د بشري خدمتونو او د کرونا ویروس پر مهال د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغله. که څه هم په کمپ کې د اورلګیدنې وروسته اروپايي ټولنې له کډوالو سره مرستې اعلان کړې خو داسې بریښي چې دا کار نه شي کولای په اروپايي پولو کې د کډوالو کړاو کم کړي.

 

نورې ليکنې