لندن کې پاریس ته د تګ لپاره مسافر ریل ته انتظار باسي. فبروری ۲۰۲۰. انځور: فرانس پرس
لندن کې پاریس ته د تګ لپاره مسافر ریل ته انتظار باسي. فبروری ۲۰۲۰. انځور: فرانس پرس

له اروپا څخه د بریتانیا د وتلو تړون « برېګزیټ» سبا پنجشنبه د ډسمبر په ۳۱، په رسمي ډول عملي کیږي. د دغه تړون له مخې بریتانیا له اروپايي ټولنې بیلیږي. دا چې په برېکزیټ کې بریتانیا ته د تلونکو کډوالو په برخه کې څخه بدلونونه راځي مهاجر نیوز ورته کتنه کړې.

د بریتانیا او اروپايي ټولنې ترمنځ دغه تاریخي تړون له یو کلن ځنډ وروسته اوس عملي بڼه ځان ته غوره کوي. له دې وروسته به د انګلش چینل په اوږدو کې چې بریتانیا ته د کډوالو د اوښتو سمندري لار ده، د اروپايي ټولنې قانون عملي نه شي.

د دغه تړون د عملي کیدو په درشل کې، د ډسمبر په ۲۴ مه، لندن او بروکسل یوې ګډې سوداګریزې هوکړې ته ورسیدل خو په دغه تړون کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو په اړه چې بریتانیا ته د تګ هیله لري، ډیر څه نشته.

مهاجر نیوز په بریکزیټ تړون کې د کډوالۍ په اړه رامنځ ته کیدونکي تغیراتو ته کتنه کړې.

بریتا لخوا د دوبلین III تړون پای ته رسیدل

د ډوبلین تړون چې د پناه غوښتنې په تړاو د اروپايي هیوادونو مسولیت روښانه کوي، عملي کیدل يي د انګلش چینل په اوږدو کې پای ته رسیږي. د دغه تړون له مخې کډوال هغه اروپايي هیوادونو ته استول کیږي چې په لومړي ځل يي هلته د پناه غوښتنه ثبت کړې وي. تر اوسه د یاد تړون بدیل ترکار لاندې دی او حالت نا څرګند دی. ښايي دغه حالت څو میاشتې وخت و نیسي.

برتیانیا حکومت په ډاګه ویلي چې له اروپايي ټولنې سره په دې برخه کې د ګډ سند د نه عملي کیدو په صورت کې به لندن له هر اروپايي هیواد سره په جلا جلا ډول پر دوه اړخیزو تړونونو خبرې وکړي.

له کورنۍ سره د یوځای کیدو پیچلتیا

له بریکزیټ سره به له کورنۍ سره بیا یو ځای کیدو مسله نوره هم پیچلې شي ځکه د دوبلین له هوکړې پرته او د بریتانیا د قانون له مخې د خلکو یو ځای کیدل د دوې له کورنیو سره نور هم محدودیږي او دا په لومړیتوب کې ځای لري. ډوبلین تړون کډوالو او یا بل ډول اقامت درلودونکو خلکو ته د دې اجازه ورکوي چې په بریتانیا کې له خپلې میرمنې او ماشومانو سره یو ځای شي. یاد تړون کم عمره کډوالو ته د دې اجازه ورکوي چې د اسنادو د وړاندې کولو په صورت کې له خپل مور او پلار، ورور، خور، نیکه، خاله او تره له ډلې یو سره د یو ځای کیدول لپاره درخواست ثبت کړي.

نور ولولئ: فرانسې څخه بریتانیا ته د اوښتو هڅې؛ پر پوله د تاوتریخوالو کچه لوړه شوې

خو له دوبلین پرته بیا دا هرڅه بدلیږي. د برتیانیا د قوانیو پر اساس له کورنۍ سره یوځای کیدل یوازې هغو کډوالو لپاره ممکن دی چې د مهاجرت او یا جانبي حمایت اسناد ولري. همدارنګه کم عمره کډوال کولای شي د والدینو له ډلې یوازې یوتن سره یو ځای شي.

د « Safe Passage International » نادولتي سازمان مشرې ماري شارلوټ فایبه، چې په یونان، فرانسه او بریتانیا کې فعالیت لري وايي «د دوبلین له تړون پرته، له ۹۵ سلنو ډیر کډوال په وروستیو کلونو کې نه دي بریالي شوي چې بریتانیا کې له خپلو کورنیو سره یوځای شي.»

نوموړې وايي:« بریکزیټ تړون له اروپايي هیوادونو څخه بریتانیا ته په قانوني او خوندي ډول د پناه غوښتلو د پای په معنی دی. په خطرناکو لارو بریتانیا ته د رسیدو او په دې اړه له قاچاق سره د مبارزې په لار کې د دې سند هیڅ بدیل شتون نه لري.»

د غیر اروپايي کډوالو لپاره يي پایلې

د اکسفورډ پوهنتون د کډوالۍ برخې پروفیسور الکساندر بتس مهاجر نیوز ته ویلي و چې پر غیر اروپايي کډوالو به بریکزیټ په مستقیم ډول ډیر اغیز و نه لري.

په حقیقت کې بریتانیا له دې وړاندې د نورو اروپايي په پرته ډیر نرمښت درلود او د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په سیاستونو کې د ګډون او نه ګډون په اړه ډیر پابند نه و. د مثال په ډول، بریتانیا د شنګین د سیمې برخه نه ده له همدې امله دغه هیواد ته د تلونکو شمیر نسبت نورو اروپايي هیوادونو ته لږ دی او دا به بدلون و نه کړي.

هغه کډوال چې له بریکزیټ څخه ډیر اغیزمن کیږي، اروپایان دي په ځانګړې ډول هغه اروپاییان چې هلته په کار بوخت دي. بریتانیا ته به د لږ مهارت لرونکو کډوالو د تلو چانس هم کم شي.

د پناه ورکولو په تړاو د بریتانیا نړیوال مکلفیت

بریتانیا د کډوالۍ په تړاو د جنیوا ۱۹۵۱ کنوانسیون له غړو هیوادونو دی او له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا بیلیدل پر دې مسلې اغیز نه لري. د کنوانسیون پر اساس، دغه سند ته ژمن هیوادونه مکلف دي چې هغه کډوال چې د جګړو او تاوتریخوالو له امله خپلو هیوادونو پریښودو ته اړ شوي باید بیرته خپلو هیوادونو ته وانه ستول شي.

په کالې کې د کډوالو کړاو

د هغو کډوالو لپاره چې د کالې بندري ښار کې ګیر پاتي او بریتانیا ته د اوښتو انتظار وباسي د بریکزیټ په عملي کیدو سره به د هغوې په ژوند کې کوم ځانګړې بدلون رانه شي. په حقیقت کې د داوړو هیوادونو پوله د یوې بلې هوکړې پر بنسټ سمبالیږي او بریکزیټ به پرې اغیز و نه لري. دغه بل تړون غیر اروپايي هیوادونو کډوالو ته چې له ویزې پرته غواړي بریتانیا ته واوړې د مخنیوي په موخه لاسلیک شوی.

بریکزیټ ته د نږدې کیدو په درشل کې، کالې کې برتیانیا ته د تلونکو بار وړونکو لاریو ګڼه ګوڼه ډیره شوې چې له دې سره په سیمه کې امنیتي تدابیر هم سخت شوي.

 

نورې ليکنې