سلګونه تنه کډوال د لیپا کمپ ته نږدې له سه شنبې راهیسې په بسونو کې شپه سبا کوي. انځور: رویټرز
سلګونه تنه کډوال د لیپا کمپ ته نږدې له سه شنبې راهیسې په بسونو کې شپه سبا کوي. انځور: رویټرز

د بوسنیا په شمال کې وروسته له هغه چې یوه اونۍ وړاندې د لیپا کمپ اور واخیست لا هم شاوخوا ۹۰۰ اوسیدونکي يي له یو نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي. دغه کډوال چې د چهار شنبې په ورځ په بسونو کې د انتقال لپاره ځای پر ځای شوي ول له یوې ورځې ځنډ وروسته اړ شول بیرته کمپ ته راوګرځي. یاده ستونزه د ځايي چارواکو د سیاسي اختلافاتو له امله رامنځ ته شوې.

دغه کډوال چې ډیری يي د افریقا، منځني آسیا او منځني ختیځ د هیوادونو اوسیدونکي دي له اورلګیدنې وړاندې هم د ژمي په سړه هوا کې تر سختو شرایطو لاندې د کمپ په خیمو کې شپې سبا کولې.

ویل کیږي چې د ځايي چارواکو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له امله لاهم ستونزه پر ځای پاتې او کډوال د ژمي په سړه هوا کې د انتظار شیبې شماري.

د بوسنیا له سارایوو کمپ څخه یو تن کډوال متین عمر تیره ورځ مهاجر نیوز سره په خبرو کې ویلي و :« له دوو ورځو راهیسې، کډوال په بسونو کې سپاره شوي خو لا معلوم نه دی چې دوې به چیرته واستول شي. » نوموړی زیاتوي چې بوسنیايي چارواکي کولای شي چې له کډوالو سره د فرانسې او جرمني په څیر مرسته وکړي ځکه په دې برخه کې کافي امکانات او بودیجه هم لري خو دوې صادق نه دي.»

نور ولولئ: بوسنیا: د کډوالو په کمپ کې اورلګیدنې زرګونه خلک بې کوره کړي

د بوسنیا د امنیتي چارو وزیر سلمو سیکوتیچ د سه شنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۹ وویل چې دغه کډوال باید د برادینا ښار یو پوځي مرکز ته واستول شي خو بل پلو بیا د دغه هیواد د ماليي وزیر و کوسلاو بواندا دا نه مني او وايي چې په دې برخه کې لا توافق نه دی شوی.د بوسنیا د برادینا ښار ځینو اوسیدونکو هم د دوې ښار ته د کډوالو د استولو په اړه اعتراض کړی.

په بوسنیا کې د کډوالۍ نړیوال سازمان « ای او ام» مشر پیتروان په خپل ټویټر کې د چهار شنبې په ورځ لیکلي و:« پوځي مرکز ته د استولو په موخه د افریقايي او آسیايي هیوادونو دغه کډوال په بسونو کې له ۲۴ ساعته ځنډ وروسته د چهارشنبې په ورځ بیرته خپل ویجاړ کمپ ته راوګرځیدل. سیاسي خبرې په وروسته شیبو کې بې پایلې پای ته ورسیدلې.»

د یاد سازمان مشر همدارنګه په خپر ټویټر کې لیکلي:« لیپا کمپ ته نږدې د کډوال ستونزې لا پر ځای پاتي. ای او ام هغو ۹۰۰ کډوالو سره چې په بسونو کې ګیر پاتي مرستو ته دوام ورکوي.» نوموړی دغه حالت د ناهیلی وړ بولي او وايي، د تیارې له راتلو وړاندې باید د دغو کډوالو لاسنیوی وشي.

په بوسنیا کې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د برادینا ښار په پوځي مرکز کې دغو کډوالو ته د سرپناه برابرول به د حل مناسبه لاره نه وي ځکه دغه مرکز کې یوازې ۷۳ کوټې شتون لري او د تودولو امکانات هم په کې نه شته.

له زیانمو سره د ۵۰۰ زره یور مرسته

ایټالیا له د لیپا کمپ له زیانمنو سره د ۵۰۰ زره یورو په اندازه د تازه مرستو اعلان کړی.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرو ویلي:« د بهرنیو چارو وزارت له خپلو نړیوالو همکارانو سره په ګډه پریکړه کړې چې په دې برخه کې ۵۰۰ زره یور د سره صلیب له لارې مرسته وکړي.»

په اعلامیه کې له اروپايي ټولنې غوښتل شوی چې د دغو کډوالو د ستونزو د حل په موخه دې لاس په کار شي.

بوسنیا کې د شاوخوا ۱۰ زره کډوالو بې برخلیک حالت

نورو اروپايي ملکونو ته د رسیدو په هیله، شاوخوا ۱۰ زره کډوال د بوسنیا هزرګوینا په کمپونو کې شپې او ورځې سبا کوي. له دې وړاندې د بوسنیا حکومت غوښتل چې دغو کډوالو ته د بیهاک ښار په بیرا کمپ کې د سرپناه زمینه برابره کړي خو دغه کمپ په نومبر میاشت کې و تړل شو. د ښار ځايي اوسیدونکو د حکومت له دغې پریکړې سره مخالفت ښودلی و او غوښتنه يي کړې وه چې د نورو ښارونو اوسیدونکي هم باید له کډوالو هرکلی وکړي.

اروپايي ټولنې چې له دې وړاندې له بوسنیا هزرګوینا سره د کډوالۍ بحران د مدیریت په موخه ۶۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې وه اوس ۲۵ میلیونه نور هم دغه هیواد سره ژمنه شوې. اروپايي چارواکو د بوسنیا له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د لیپا کمپ کډوالو سرپناه لپاره دې د حل اساسي لار و مومي.

 

نورې ليکنې