د پاکستان په پیښور ښار کې د افغان کډوالو ځوانانو د فوټبال او تکواندو درې ورځینۍ سیالۍ د تیرې چهار شنبې په ورځ پای ته ورسیدې. په دغه سیالیو کې د خیبر پښتونخوا ایالت د کډوالو له کمپونو ګڼ شمیر افغان ځوانانو برخه اخیستې وه.
دغه ورزشي لوبو په دغه سیالۍ کې چې د دوشنبې ورځې د ډسمبر په ۲۸ مه پیل شوې وه د دریو ورځو لپاره پکې د خیبر پښتوتخوا له اتو ضلعو د فوټبال ټیمونه او د ۶ ضلعو د تیکواندو ټیمونو په خپلو کې سیالۍ ترسره کړې.
د افغان متحده عالي شورا څخه د کوهاټ د افغان کډالو د ټولنې مسول الله میر میاخیل چې د دغه ورزشي سیالیو له یوتن جوړونکو څخه دی، نن پنجشنبه مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل:« د پیښور په اسلامیه کالج کې د افغان ځوانانو د تکواندو ټیمونه د ډسمبر له ۲۸ نه تر ۳۰ پورې په خپلو منځو کې سره لوبې وکړې. ټولټال ۱۶ د فوټبال او ۱۳ د تکواندو ټیمونو پکې برخه اخیستې وه.»
دغه سیالۍ په پیښور کې د افغان کډوالو کمیشنرۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې « یو ان اچ سي آر» په مالي ملاتړ جوړې شوې وې.

د افغان کډوالو د کمیشنرۍ مشر عباس خان چې د غونډې د پرانیستې په مراسمو کې يي ګډون کړی و بي بي سي ته ویلي:« د دغو سیالو موخه داده چې د افغان ځوانانو اصلي انځور او استعداد نړۍ ته وښایو.»
عباس خان ویلي چې په پاکستان کې له ۷۰ سلنو ډیر افغانان له ۳۰ کلونو ټیټ عمرونه لري. نوموړی وايي چې د دغه ځوان نسل د ظرفیتونو د لوړلو لپاره به هیڅ ډول هڅې و نه سپموو.
نور ولولئ: کرېکټ، د افغان کډوالو او فرانسویانو تر منځ اړیکه
د ورزشي امکاناتو کمښت
بل پلو بیا یو شمیر کډوال، په پاکستان کې افغان ځوانانو ته د ورزش او نور سهولتونو د برابرولو په برخه کې د امکاناتو د کمښت له امله اندیښمن دي. د لوبو ګډونوال له پاکستاني چارواکو غواړي چې افغان ځوانانو ته دې په دې برخه کې لازمې آسانیاوې برابرې کړي.
له کوهاټ څخه د فوټبال ټیم یو تن لوبغاړی وحدت الله چې په اصل کې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسیدونکی بي بي سي سره يي په خبرو کې ویلي:« مونږ لپاره د لوبې میدانونه نشته، د ورزشي فعالیتونو په برابرو کې مونږ ته لازمه پاملرنه نه کیږي. د داډول فعالیتونو زمینه دې ډیره شي ترڅو مونږ پرمختګ وکړو.»
د یادولو ده چې پاکستان د افغانستان هغه ګاونډ هیواد دی چې شاوخوا ۲،۵ میلیونه راجستر او نا راجستر افغانان پکې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.