د پورت آن بسان بندر د فرانسې د نورماندي په سیمه کې موقعیت لري. انځور: Wikimedia Commons
د پورت آن بسان بندر د فرانسې د نورماندي په سیمه کې موقعیت لري. انځور: Wikimedia Commons

د چهار شنبې په شپه ۱۲ تنه عراقي کډوال چې غوښتل يي د مانش کانال له لارې له فرانسې څخه بریتانیا ته واوړي، په اوبو کې له ډوبیدو وړاندې د فرانسې د سمندري ځواکونو لخوا ژغورل شوي. په ژغورل شویو کې یو دوه میاشتۍ ماشوم هم و چې وروسته بیا روغتون ته ولیږدول شو.

د فرانسې په شمال غربي برخه کې د کالوادوس د پروفکتور په یوه بیانیه کې په دې اړه راغلي، ۱۲ عراقي کډوال چې غوښتل يي د مانش کانال اوبو له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي، د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر په ۳۰ مه، د فرانسې د سمندري ځواکو لخوا د «پورت آن بسان» په بندر کې له ژغورولو وروسته پولیسو ته سپارل شوي.

د پروفکتور د بیانيي له مخې، د دغو کډوالو کښتۍ کې د اوبو له ننوتولو وروسته د ژغورنې له عملیاتو وړاندې ډوبه شوه. بیانیه کې راغلي چې بریتانیا ته درسیدو لپاره له دغه بندر څخه ډیر کم کار اخیستل کیږي.

د کالوادوس پروفکتور ویلي چې د ژغورل شویو کډوالو په ډله کې د ۹ نارینه، او د دوو کوچنیانو په ګډون درې ښځې شاملې وې چې له یوې روغتیايي آزموینې وروسته پولیسو ته سپارل شوي. له دې ډلې یو نوزاد ماشوم له خپلې مور سره په سیمه کې د بایو په نوم یو روغتون ته لیږدول شوی.

د پروفکتور د مسولینو په وینا، د مور او کوچنی ماشوم پرته ټول  ژغورل شوي کډوال د هرکلی یو مرکز ته استول شوي چې د هغوې اداري حالت تر ارزونې لاندی دی.

بریتانیا ته درسیدو تر ټولو لرې بندر

د پروفکتور په وینا دغه کښتۍ چې کډوال يي انتقالول کوچنی و او د شپې په دوو بجو ډوبه شوه.

په سیمه کې د سمندري ځواکونو مشر استیفن جرارد د لوپاریسین ورځپاڼې ته ویلي:« دا لومړی ځل دی چې کډوال د دغه بندر له لارې بریتانیا ته د اووښتو هڅه کوي. د تودوخې درجه په هغه شپه کې د ۵ او ۶ درجو ترمنځ وه.»

د کالوادوس سیمې ښاروال د لوپاریسین ورځپاڼې ته ویلي زه حیران یم چې دا کډوال له دې لارې بریتانیا ته د تګ پریکړه کړې ده. نوموړی وايي: « د پورت آن بسان بندر بریتانیا ته درسیدو لپاره یو تر ټولو اوږد لارې بندر دی.»

 

نورې ليکنې