یو شمیر افغان کډوال د پاکستان په پیښور کې د یو ان اچ سي آر د بیرته ستنیدنې دفتر سره انتظار باسي.
یو شمیر افغان کډوال د پاکستان په پیښور کې د یو ان اچ سي آر د بیرته ستنیدنې دفتر سره انتظار باسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په حواله د دغه هیواد چارواکو د افغانانو ۲۰۰ زره جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼې باطلې کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد تېره شنبه رحمان آباد کې د ملي ډېتابېس او د نفوسو د را جسټرولو ادارې په مقر کې رسنیو ته وویل چې د ۲۰۰ زرو په شاوخوا کې یې هغه پاکستانۍ پېژندپاڼې باطلې کړې دي چې په وینا یې پاکستان کې افغان مهاجرو په جعلي اسنادو ترلاسه کړې وې.

نوموړي زیاته کړه چې د رسمي شمېرو له مخې دمګړۍ دغه هیواد کې یو نیم ملیون راجسټر شوي افغان مهاجر اوسېږي او ۸۰۰ زره نور یې سند نه لرونکي افغانان دي.

بیا ولولئ: له پاکستان څخه په خپله خوښه د افغان کډوالو ستنېدل پیلېږي

د ښاغلي رشید په خبره پاکستان کې د «زېږېدو، د مړینې او د کور د کرایو جعلي سندونه» جوړېږي نو دوی د همدې کبله ۲۰۰ زره جعلي پېژندپاڼې باطلې کړې دي.

نوموړي دا هم وویل چې د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې د فساد د له منځه وړلو هڅې شوې دي او د پاکستان حکومت اوس یوازې د ‍۱۹۲ هیوادونو وګړو ته ویزې ورکوي.

افغانستان کې د جګړو له امله له زیاتو کلونو راهیسې په سلهاوو زرو افغان مهاجر پاکستان کې ژوند کوي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي ادارې د شمېرو له مخې نن سبا دغه هیواد کې د راجسټر شویو افغان مهاجرو شمېر یو نیم ملیون کسانو ته رسېږي خو نږدې ۸۰۰ زره نور کډوال په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېږي.

بیا ولولئ: ملګري ملتونه: روان کال کې ۳۳۰ زرو څخه ډېر افغانان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

نادرا یا د پاکستان د ملي ډېتابېس او د وګړو د راجسټرولو اداره راجسټر شویو مهاجرو ته د اقامت کارتونه ورکوي.  

 

نورې ليکنې