بلوچستان کې هزاره وګړو له تابوتونو سره پرلت کړی. کرېډېټ: نصیر احمد، رویترز، د ۲۰۲۱ د جنورۍ ۳مه
بلوچستان کې هزاره وګړو له تابوتونو سره پرلت کړی. کرېډېټ: نصیر احمد، رویترز، د ۲۰۲۱ د جنورۍ ۳مه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د پاکستان د بلوچستان ایالات د بولان سیمې په مچ کلي کې د ډبرو سکرو کان په وژل شویو کې اووه تنه افغانان دي. یاد وزارت له پاکستان حکومت سره د پېښې پلټنه کې چمتووالی ښوولی.

دغه برید چې د شنبې په شپه مچ کلي ته نږدې ترسره شو لس کان کیندونکي پکې ووژل شول.

د اسلامي دولت یا داعش په نامه ډلې د دغو هزاره کارګرو د وژنې پړه منلې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې کوټه کې د افغانستان قونسلګرۍ چارواکو تر پېښې وروسته «سیمې ته ورغلي او د قربانیانو د جسدونو د پېژندلو په موخه، د قربانیانو له کورنیو او د پاکستان د دولتي چارواکو سره له اړیکو نیولو وروسته یې عاجل اقدام ترسره کړی دی.»

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې پاکستان کې سیاسی او قنسولي نمایندګیو ته دنده سپارل شوې چې «د قربانیانو له کورنیو سره د جسدونو په لېږد کې هر ډول لازمې مرستې وکړي.»

یاد وزارت دا هم ویلي چې د افغانستان «دولت چمتو دی چې د پاکستان له حکومت سره په ګډه کار وکړي چې دې وحشتناک جنایت په اړه څېړنې او پلټنې بشپړې کړي» او د پېښې عاملین معلوم کړي.

بیا ولولې: د کوټې هزارګان د بدامنۍ له کبله له پاکستان څخه کډه کوي

په ورته مهال تېره یکشنبه کوټه کې د وژل شویو د کورنیو غړیو له سلګونو نورو کسانو سره د لاریون په ترڅ کې وویل مړي به تر هغه وخت پورې خاورو ته و نه سپاري چې پېښه کې ښکېلو کسانو ته سزا ورکړل شي او د هزارګانو وژنه بنده شي.

بلوچستان کې هزارګان له مودو راهیسې د مذهبي او قومي دلایلو له کبله په قصدي وژنو وژل کېږي.

 

نورې ليکنې