افغان مهاجر متین یو له هغو کسانو دی چې له نږدې۶ میاشتو راهیسې بوسنیا کې بند پاتې دی. هغه چې تر دې دمخه لیپا کمپ کې اوسېده اوس د سراییوو په بلاژوی کمپ کې ژوند کوي. نوموړی د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.
«زما نوم متین دی. زه ۲۸ کلن یم او یو کال او یوه میاشت کېږي چې له افغانستان څخه وتلی یم. د افغانستان په مزارشریف ښار کې لوی شوی یم او همهلته مې د انګلیسي ادبیاتو په برخه کې زده کړې کړې دي. ما د زرګونو نورو افغان مهاجرو په څېر د ایران او ترکیې له لارې لومړی ځان د یونان لېسبوس ټاپو ته ورساوه. له لېسبوس نه بیا تسالونیک ښار ته ورغلم او ورپسې د مقدونیې او سربیا له لارې بوسنیا ته ورسېدم.
له سرحده د تېرېدو ناکامې هڅې
اوس ۶ میاشتې کېږي چې بوسنیا کې یم. لومړی د بوسنیا پلازمېنې سراییوو بلاژوی کمپ ته راغلم. یوه میاشت مې دلته تېره کړه او ورپسې اروپا ته د ورتګ په خاطر بیهاچ ته ورغلم. بیهاچ هغه ښار دی چې له کروشیا سره ګډه پوله لري. څو ځله مې ګېم باندې له پولې څخه د تېرېدو هڅې وکړې. یو ځل مې ځان اتریش ته ورساوه. خو پولیسو ونیولم او بوسنیا ته یې اخراج کړم.
بیهاچ کې مې ۴ میاشتې تېرې کړې. لیپا کمپ کې مې تر خیمې لاندې ژوند کاوه. وضعیت ډېر خراب و. هېڅ ډول امکانات مو نه درلودل. هوا یخه شوې وه. د همدې کبله لیپا کمپ کې تر اورلګېدنې لږ مخکې بلاژوی کمپ ته بېرته راغلم.
بیا ولولئ: د بوسنیا د کډوالو کمپ کې سلګونه کډوال په واورو کې بند پاتي

اوبه خیمو ته ور دننه کېږي
بلاژوی کمپ کې هم کانټینرونه یا کانکسونه شته او هم خیمې. کمپ کې درې لویې خیمې شته چې په هره یوه یې نږدې ۲۰۰ مهاجر اوسېږي. خو د خیمو وضعیت خراب دی. کله چې باران ورېږي اوبه خیمو ته ور دننه کېږي. مهاجر اړ دي چې خپل بوټان واغوندي.
هره خیمه کې دوه بخارۍ شته. خو د کمپ مسولین یې یوازې د شپې له خوا چالانوي. خیمو کې داسې چپرکتونه هم اېښودل شوي دی چې دوه پوړي لري. هر پوړ کې بیا یوه مهاجر ته ځانګړی شوی دی. ځینو کسانو د سړې هوا له امله خپل چپرکتونه په کمپلونو یا پلاستیکونو پوښلي دي.
بیا ولولئ: د ژمي په را رسېدو سره د بوسنیا په شمالي سیمه کې مهاجر له ستونزو سره مخ دي
کمپ کې یو پخلنځی هم شته چې مهاجرو ته ډوډۍ ورکوي. خو د خوړو د وېشلو لیکه اوږده ده. که څوک وغواړي چې د ورځې درې ځله ډوډۍ ترلاسه کړي، باید ټوله ورځ لیک کې ولاړ وي. د همدې کبله ځینې مهاجر هنګر کې ځان ته خواړه پخوي. دوی له ښاره سودا اخلي او د خوړو د پخولو لپاره ځنګل کې لرګي راټولوي.

مهاجر باید کانتینرونو ته انتقال شي
د مهاجرو اصلي ستونزې د ګرمو اوبو نشتوالی، د خوړو د وېشلو اوږدې لیکې او د تشنابونو کموالی دي. مهاجر حق نه لري چې د غرمې له ۴ بجو وروسته له کمپه ووځي. نن سبا که بوسنیایي پولیس د ښار په مرکز کې مهاجر ونیسي، کمپ ته یې انتقالوي.
زه له چارواکو څخه غواړم چې د ژمي پر مهال باید ټول مهاجر له خیمو څخه کانتینرونو ته انتقال کړي. اوس کانتینرونو کې یوازې هغه کسان ژوند کوي چې له سازمانونو سره د رضاکارانو په توګه کار کوي او هېلپر کارټونه (Helper Cards) لري. خو دا عادلانه نه ده ځکه چې ټول مهاجر حق لري چې په ګرمه هوا کې شپې او ورځې تېرې کړي.