د ايران په لار اروپا ته تلونکو پاکستاني کډوالو کې ماشومان هم شامل دي. انځور: ثناالله بلوچ ټويټر
د ايران په لار اروپا ته تلونکو پاکستاني کډوالو کې ماشومان هم شامل دي. انځور: ثناالله بلوچ ټويټر

تېر کال ایران شاوخوا ۲۰ زره ناقانونه پاکستاني کډوال نيولي او پاکستاني چارواکو ته یې سپارلي دي. دغه مهاجر په ناقانونه طريقو ايران ته داخل شوي وو او غوښتل یې چې اروپا ته ځان ورسوي.

د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې (FIA) څخه ترلاسه شوېو شمېرو ترمخه تېر کال ۱۹،۳۷۲ ناقانونه پاکستاني کډوال ايراني چارواکو د تفتان پر پوله پاکستان ته سپارلي دي.

په يادو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

له ايران څخه اخراج شوي اروپا ته د تلونکو کسانو تعلق د پاکستان د پنجاب، سند، خېبر پښتونخوا، بلوچستان او ازاد جموکشمير سيمو څخه و.

د ۲۰۲۰ کال پر مهال په لوی کچ د مهاجرت هڅې ښېي چې د کورونا ويروس وبا سربېره اروپا ته د تلونکو کسانو په شمېر کې هېڅ ډول کموالی نه دی راغلی.

 

نورې ليکنې