ماکیس ووریدیس او صوفیا وولتېپسي. کرېډېټ: ویکي کامنز، ekathimerini.com
ماکیس ووریدیس او صوفیا وولتېپسي. کرېډېټ: ویکي کامنز، ekathimerini.com

د یونان لومړي وزیر کیریاکس میتسوتاکیس تېره دوشنبه خپله کابینه کې ځینې نوي وزیران په دندو وګومارل چې له ډلې یې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر او د کډوالو د ادغام وزیره د مهاجرو ضد دریځ لري.

تېره دوشنبه د جنورۍ ۴مه د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس د خپلې کابینې دوه نوي وزیران معرفي کړل چې دواړه یې د مهاجرو ضد سیاست لري.

ماکیس ووریدیس چې تر دې دمخه د کرنې وزیر و اوس د کورنیو چارو وزارت وزیر په توګه ټاکل شوی. نوموړي په کال ۱۹۹۴ کې د «هلني جبهې» په نامه سخت دریځ ګوند جوړ کړی و. یاد ګوند له ۲۰۰۵ راهیسې د لاووس په نامه نشنلېست ګوند سره یو ځای شوی دی.

تر دې دمخه ماکیس ووریدیس څو ځله د کډوالۍ کړکېچ په اړه نظرونه ورکړي دي. د بېلګې په توګه، د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې د یونان د وزیرانو شورا کې د پناه غوښتنې نوي قانون پر سر د بحث پر مهال نوموړي راډیویي خبرو کې وویل، یوناني ټاپوګانو کې «ډېری مهاجر د پناه غوښتنې لپاره موجه دلیل او حق نه لري.»

د ده په خبره هغه مهاجر چې د سوریایانو په شان له جګړو څخه تښتېدلي وي په اقلیت کې دي.

بیا ولولئ: په لیزبوس ټاپو کې د کډوالو کړاو: نه ختمېدونکی رواني فشار

مهاجر یا هغه «یرغلګر چې وسلې نه لري»

د کیریاکس میتسوتاکیس کابینې دویمه وزیره صوفیا وولتېپسي د مهاجرو د ادغام دنده په غاړه لري. هغه چې پخوانۍ خبریاله او له ۲۰۰۴ راهیسې یوناني پارلمان کې د نوې دموکراسۍ ګوند استازې ده، د یونان د کورنیو چارو وزیر په څېر د مهاجرو ضد دریځ لري. نوموړې په ۲۰۱۴ کې د مېګا په نامه یوناني چینل کې ویلي وو چې مهاجر هغه «یرغلګران دي چې وسلې نه لري.»

له ۲۰۱۹ راهیسې دا دویم ځل دی چې کیریاکس میتسوتاکیس خپله کابینه کې بدلون راولي. د کارپوهانو په حواله دغه بدلونونه پارلماني ټاکنو ته لار پرانیستلی شي. 

 

نورې ليکنې