تر دې مه ۷۰۰ کسانو تابعیت ترلاسه کړی. کرېډېټ: دي ار
تر دې مه ۷۰۰ کسانو تابعیت ترلاسه کړی. کرېډېټ: دي ار

د تابعیت په چارو کې د فرانسې د دولت وزیرې مارلېن شیاپا تېره سپټمبر میاشت ویلي وو هغو بهرنیانو ته چې د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال یې لومړۍ کرښه کې مبارزه کړې فرانسوي تابعیت ورکول کېږي. څلور میاشتې وروسته سیماد ټولنه دا کار یو نمایشي اقدام بولي او زیاتوي چې غیرقانوني کارګر ترې ګټه نه شي اخیستلی.

تېره سپټمبر میاشت د تابعیت په چارو کې د فرانسې دولت وزېرې مارلېن شیاپا پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل هغه بهرنیان چې د ګرځبندیز پر مهال یې د کورونا ویروس سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کړې ډېر ژر د خپلو خدماتو په بدل کې د فرانسې تابعیت ترلاسه کوي. نوموړې زیاته کړې وه چې د پولیسو قومدانیو ته د یو متحدالمال په استولو سره یې دغو کسانو ته د تابعیت د ورکولو چارو د «چټکېدو» او د «اسانېدو» غوښتنه کړې.

کډوال نیوز د دغه متحدالمال عملي کېدو ته کتنه کړې.

۷۰۰ کسانو د فرانسې تابعیت ترلاسه کړی

که څه هم سیماد انجمن تېره دوشنبه د جنورۍ ۴مه وویل چې دا د هغو کسانو لپاره ښه اقدام دی چې ترې ګټه اخیستلی شي، خو زیاته یې کړه چې په ټولیزه توګه دا یو «نمایشي» کار دی. سیماد کې د حقوقي چارو مسوله لیز فارون کډوال نیوز ته وایي: «دا یوه ښه خبره ده چې د ځینو کسانو وضعیت قانوني کېږي، خو د بهرنیانو د حقونو په برخه کې یې اغېز دومره زیات نه دی.»

د تېرې ډسمبر میاشتې پر ۲۲مه د مارلېن شیاپو دفتر وویل چې د پولیسو قومندانیو کې نږدې ۳۰۰۰ دوسیې استول شوې دي. یاد دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې وه چې تر اوسه «۷۴ کسانو د فرانسې تابعیت ترلاسه کړی او ۶۹۳ نور کسان د تابعیت ترلاسه کولو ته انتظار کوي.» دا په داسې حال کې چې هر کال فرانسه کې نږدې ۵۰ زره کسان تابعیت ترلاسه کوي.

بله ستونزه دا چې اقامه لرونکي بهرنیان د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره باید انتظار وباسي ځکه چې قوماندانیو کې د تابعیت د دوسیو د وړاندې کولو پلټفورم ډک شوی دی. لیز فارون وایي: «دا یو بې ساری حالت دی: ځینې قوماندانۍ بیخي تړل شوې دي. ځینې کسان ټوله شپه د ملاقات وخت د ترلاسه کولو لپاره زیار باسي خو بریالي نه کېږي.»

بې سنده مهاجر له متحدالمال څخه بې برخې دي

د فرانسې دولت له دغه متحدالمال څخه یوازې هغه بهرنیان ګټه اخیستلی شي چې اقامې ولري. مانا یې دا ده چې هغه ۳۵۰ زره بې سنده مهاجر چې فرانسه کې اوسېږي ترې ګټه اخیستلی نه شي. لیز فارون وایي چې دولت دې په لومړي سر د دغو کسانو د وضعیت قانوني کولو ته پام وکړي.

د روغتیایي کړکېچ له پیل راهیسې زیاتو کسانو د بې سنده بهرنیانو د وضعیت د قانوني کولو غوښتنې کړې دي. تېر جون د فرانسې د کار کنفدراسیون سنډیکا غړې ماریلین پولن کډوال نیوز ته ویلي وو چې اکثره دغه کسان په داسې برخو کې کار کوي چې ټولنیزې ګټې لري لکه د پاکۍ او صفایۍ او یا کرنې برخو کې.

بل پلو د کورونا ویروس له امله زیاتو هغو بې سنده بهرنیانو چې هوټلونو او یا رستورانونو کې یې کار کاوه خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او د دولت له مالي مرستو څخه بې برخې دي.

لیز فارون زیاتوي چې د بې سنده مهاجرو د وضعیت قانوني کول په دې مانا دي چې «دوی فرانسوي ټولنه کې د قدر وړ خدمات کوي. خو دولت بیا د دغو کسانو پر وړاندې سخت دریځ نیولی دی.»

نوموړې زیاتوي چې چارواکي داسې فکر کوي چې «دغو خلکو ته د تابعیت ورکول امتیاز دی، حال دا چې دا یو حق دی.»

 

نورې ليکنې