هره سه شنبه شپه د ویلسون د مهاجرو د ملاتړ ټولنه پر سرپناه نه لرونکو مهاجرو خواړه وېشي. کرېډېت: سیمون لامبرت
هره سه شنبه شپه د ویلسون د مهاجرو د ملاتړ ټولنه پر سرپناه نه لرونکو مهاجرو خواړه وېشي. کرېډېت: سیمون لامبرت

د ډسمبر میاشتې له پیل راهیسې د ویلسون د مهاجرو د ملاتړ ټولنې رضاکاران هره سه شنبه شپه پر موټرسایکلونو پاریس کې ګزمه کوي ترڅو سرپناه نه لرونکو مهاجرو ته خواړه ورکړي.

د ویلسون د مهاجرو د ملاتړ ټولنې رضاکاران سن دني سیمه کې د بېل اتوال ټیاټر مخ ته راټول شوي دي. که څه هم دغه ودانۍ د کووید-۱۹ له امله تړل شوې خو د ویلسون د مهاجرو ملاتړ ټولنې ته یې اجازه ورکړې چې پخلنځي کې یې سلګونو مهاجرو ته ډوډۍ تیاره کړي.

دغه ټولنه څلور کاله مخکې پورت دو لا شاپل سیمه کې پر سرپناه نه لرونکو مهاجرو د خوړو د وېشلو لپاره د سن دني ځینو اوسېدونکو جوړه کړې ده. خو کله چې مهاجر بې ځایه کېږي، د ټولنې رضاکاران پر موټر سایکلونو ورپسې ګرځي.

تېره سه شنبه شپه د جنورۍ ۵مه ۱۱ ډلو - چې یوه یې په پنځو موټر سایکلونو مجهزه وه - غوښتل پر هغو مهاجرو خواړه ووېشي چې له پورت دوبرویلیې د پاریس تر مرکز پورې پر سړکونو لالهاند ګرځي. که څه هم ډېری مهاجر پورت دوبرویلیه سیمه کې د سړکونو پر غاړه شپې تېروې، خو ځینې یې د ښار په نورو سیمو کې هم لیدل کېږي.

د ویلسون ټولنې رضاکار فیلیپ کارو وایي: «موږ پر ټولو خلکو خواړه وېشو، که مهاجر وي که بې سرپناه وي. موږ ورنه اسناد نه غواړو.»

ویلسون ټولنې د تېرې نوامبر میاشتې پر ۱۷مه د سن دني کمپ له تړل کېدو وروسته بې ځایه شویو مهاجرو ته د خوراکي توکو د ورکولو لپاره پر موټر سایکلونو ګزمه پیل کړه. د سن دني کمپ له تړل کېدو راهیسې مهاجر نور هم د پاریس له مرکزه لرې کړل شوي دي.

«موږ د هغو کسانو په لټه کې یو چې ځان پټوي»

د ویلسون ټولنې رضاکاره حکیم وایي: «موږ پوهېږو چې ځینې هغه کسان چې پر سړکونو شپه سبا کوي مرستې ته اړتیا لري خو د دولت د سیاستونو له امله د دغو خلکو موندل اسان نه دي. پر موټر سایکلونو ګزمه کول موږ ته اجازه راکوي چې د پاریس بېلابېلو سیمو کې وګرځو او پیدا یې کړو.»

نوموړی د ګزمې تر پیل مخکې نږدې ۵۰ هغو رضاکارانو ته مشوره ورکوي چې د ټیاټر مخ ته راټول شوي دي. هغه وایي: «په هره ډله کې باید دوه کسان وي، نن سبا وضعیت پیچلی دی... که چېرې څوک له خوراکي توکو پرته نورو شیانو ته اړتیا ولري، ثبت یې وکړئ ترڅو چې موږ له نورو سازمانونو څخه مرسته وغواړو.»

فیلیپ کارو وایي: «موږ د هغو کسانو په لټه کې یو چې [له پولیسو] ځان پټوي نو ځکه باید محتاط وواسو. تاسې ښایي داسې فکر وکړئ چې دا کار کومه فایده نه لري. خو نن شپه به موږ نږدې ۷۰۰ کسانو ته خواړه ورکړو.»

د ویلسون د رضاکارانو ډلې له خوراکي توکو او د چای له ترموزونو سره لومړی د برسي پل، بیا د استرلیتز د اورګاډو تمځي او سن سیند خوا ته روانېږي.

«له پرونه مو څه نه دي خوړلي»

درې مراکشي مهاجرو د ځان د ګرمولو لپاره تر اوسترلیتز پل لاندې اور بل کړی دی. هوا ډېره سړه ده خو دوی ګرمې جامې نه دي اغوستې. عبدالرحمان په فرانسوي او اسپانوي وایي چې عمرونه یې ۱۵ تر ۱۷ کلونه دي.

هغه زیاتوي: «دوه اونۍ کېږي چې فرانسې ته رسېدلي یو. پنځه ورځې کېږي چې پاریس کې یو. له پرونه مو څه نه دي خوړلي. د ورځې له خوا ښار کې ګرځو خو نه پوهېږو چې چېرته باید ولاړ شو.» دغه ځوان مهاجر نه پوهېږي چې دوی د کم سنه کسانو په توګه د دولت له خدماتو څخه برخمن کېدای شي.

د خوراکي توکو او چای سربېره د ویلسون د مهاجرو ټولنې ځوانو مهاجرو ته د مترو نقشې، ماسکونه او دستمالونه ورکوي او ورته وایي چې ځنګه ځان دومي یا د سره صلیب د عمر د معلومولو ادارې ته ورسوي چې کورون مترو ته نږدې موقعیت لري.

بیا ولولئ: فرانسه کې د کم عمره کډوالو د اداري او حقوقي چارو په اړه معلومات

«هېڅوک هم باید داسې ځای کې ژوند و نه کړي»

ګزمه کوونکي بیا د ګغ د لیون خوا ته روانېږي. د وان ګوګ په ټونل کې چې د تمځي لاندې موقعیت لري لسګونه خیمې درول شوې دي. ځینې کسان له میاشتو راهیسې دغه ځای کې اوسېږي. ځینو یې د ژوند د ناملایماتو له امله ټونل ته پناه راوړې خو هیله لري چې ډېر ژر سرپناه پیدا کړي.

ګغ د لیون پل لاندې لسګونه خیمې درول شوې دي. کرېډېټ: کډوال نیوز
ګغ د لیون پل لاندې لسګونه خیمې درول شوې دي. کرېډېټ: کډوال نیوز

۱۷ کلن ګینیایی مهاجر الاسان یو له دغو کسانو دی. هغه چې د کم سن مهاجر په توګه پېژندل شوی و لومړی د وال دواز په یوه استوګنځي کې سرپناه ورته برابره شوې وه. خو په وینا یې په دې تورن شو چې نور کسان یې په کورونا اخته کړي نو ځکه د استوګنځي پرېښودلو ته اړ شو. هغه وایي: «سړکونو کې لالهاند وم ترڅو چې دلته ورسېدم.» الاسان زیاتوي چې پوهېږي چې باید ورته سرپناه برابره شي. په خبره یې: «پنجشنبه له خپلې ښوونکې سره د ملاقات وخت لرم. فکر کوم چې هغه مې ستونزه هوارولی شي.»

۱۶ کلن مهاجر لامین چې د مالي هیواد دی بیا وایي چې تر اوسه د کم سن کډوال په توګه نه دی پېژندل شوی. هغه د چهارشنبې په ورځ له دومي سره مصاحبه لري.

تش پاریس

ټونل کې الجزایري، مراکشي او تونسي مهاجر هم شته. انجلا رومانیایۍ ده. هغه وایي چې تر طلاق وروسته په سړکونو سرګردانه ده. خو هیله لري چې ډېر ژر له دې ځای نه ووځي. هغه زیاتوي: «هېڅوک هم باید دلته ژوند و نه کړي. وګورئ، دوی ټول ځوانان دي. دوی ټول ما ته خپلې کیسې ویلې، دا چې ولې له خپلو هیوادونو څخه وتلي دي. خو اوس نه پوهېږي چې څه باید وکړي.»

ټونل کې ګزمه کوونکو پر ټولو مهاجرو خواړه وېشلې. یوازې څو خوراکونه پاتې دي چې دوی به هغو مهاجرو ته ورکړي چې د سړکونو پر غاړه ژوند کوي. د ویلسون ډله له ټونله ځي. ماري پل ته نږدې د هیومانیټیم ټولنې رضاکارانو پر مهاجرو روغتیایي وسایل وېشي. د دوو ډلو رضاکارانو له یو بل سره خبرې کوي.

بیا ولولئ: پاریس: کډوالو ته د سرپناه برابرولو سربېره لا هم سلګونه تنه د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي

اوس د شپې ۱۰ بجې دي او د ګرځبندیز له امله د پاریس په سړکونو کې هېڅوک هم نه لیدل کېږي. کله ناکله د پولیسو د موټرونو غږ اورېدل کېږي.

ریوولي سړک کې د رضاکارانو ډلې ځینو کسانو ته چای او خواړه ورکوي. فیليپ کارو وایي: «عجیبه خبره ده. موږ د روغتیایي کړکېچ په حال کې یو او ټول خلک باید خپلو کورونو کې وي.»

ګزمه د ګغ دو لېست مخ ته پای ته رسېږي. ځینې رضاکاران خپلو کورونو ته ځي او ځینې یې پورت دو لا شاپل ته. ترموز کې لږ چای پاتې دی. دوی غواړي چې راتلونکې اونۍ بیا ګزمه وکړي.

 

نورې ليکنې