کډوال د یونان لېسبوس ټاپو کاراتپه کمپ کې. کرېډېت: اي پي اې، وانجېلیس پاپانتونیس، د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۱۹مه
کډوال د یونان لېسبوس ټاپو کاراتپه کمپ کې. کرېډېت: اي پي اې، وانجېلیس پاپانتونیس، د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۱۹مه

د څېړونکو او فعالانو یوه ډله چې د اروپایي پارلمان د ګېڼ اړخې ډلې تر حمایت لاندې فعالیت کوي د مهاجرو د غیرقانوني نیول کېدو په اړه یو راپور خپور کړی دی. دوی وایي چې اروپایي هیوادونو او په ځانګړې توګه ایټالیا، یونان، اسپانیا او جرمني کې د مهاجرو نیول کېدل غیرقانوني او مبهم دي.

میګریوروپ ټولنه په خپل راپور کې وایي چې په دې وروستیو کې یونان، اسپانیا او آلمان کې د مهاجرو نیول کېدنه په منظمه توګه له موجودو قضایي چوکاټونو پرته ترسره کېږي. میګرویوروپ چې د سازمانونو او څېړونکو څخه جوړ شوی ګروپ دی له ۲۰۱۹ راهیسې د مهاجرو د غیرقانوني نیول کېدو په اړه خپلې پلټنې کړې دي.

دغه راپور کې چې تېره ډسمبر میاشت خپور شوی او «بندي یا شړل شوي تبعیدیان: اسپانیا، یونان، ایټالیا او جرمني کې غیرقانوني او غیررسمي نیول کېدنه» نومېږي راغلي دي چې اروپایي سرحدونو کې مهاجرو په غیررسمي او غیرقانوني توګه نیول کېږي. دغه څېړونکي اندېښنې ښيي چې په داسې حال کې چې بروکسل کې د مهاجرت په تړاو تړون تر بحث لاندې دی، دا امکان شته چې دغه کړنه پر یوې قاعدې بدله شي.

هغه هیوادونه چې سرحدونو کې مهاجر فېلتر کوي

د میګریوروپ په حواله لومړۍ کرښه کې سرحدي هیوادونه لکه ایټالیا، یونان او یا اسپانیا موقعیت لري. د دغو هیوادونو رول دا دی چې مهاجر فېلټر کړي او نورو اروپایي هیوادونو ته یې د ورتګ مخه ونیسي. څېرونکي زیاتوي چې د مهاجرو نیول کېدنه بهرني پولو کې د لنډې مودې لپاره ترسره کېږي (له یوناني ټاپوګانو پرته) او معمولا غیرقانوني ده. په وینا یې د دې کار هدف دا دی چې مهاجر ډېر ژر یو بل هیواد ته اخراج کړل شي او یا شا ته وتمبول شي. څېرونکي وایي چې مهاجر غیررسمي ځایونو لکه سرحدي پوستو او یا د پولیسو پوستو کې بندیان کېږي او د خپلو حقونو په اړه معلوماتو او مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.

په تېرو څو کلونو کې دغو هیوادونو کې بېلابېلې توقیف خونې جوړې شوې دي لکه: ۱) ایټالیا کې هغه هاټ سپاټونه چې ۲۰۱۹ کې ۷۷۵۷ بندیان په کې ول په داسې حال کې چې دغه کمپونه یوازې د ۸۹۰ کسانو لپاره جوړ شوي وو، ۲) یوناني کمپونه چې ۳۸۴۲۳ کسان پکې اوسېږي په داسې حال کې چې یوازې د ۶۱۷۸ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري او ۳) اسپانیا کې د کاتې په نامه مرکزونه چې ۱۵۲۸۸ کسان پکې بندیان دي په داسې حال کې چې د ۱۰۲۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

بله ستونزه دا ده چې هر هیواد په خپله طریقه د بندیانو شمېر وړاندې کوي. د میګریوروپ په حواله په ۲۰۱۹ کې اسپانیا خپلې خاورې ته د ۴۹۳۴۵۵ کسانو د ننوتلو مخه نیولې ده. د دغو کسانو له ډلې ډېری یې تر اخراجېدو مخکې سرحدي توقیف خونو کې بندیان وو. خو که د اسپانیا رسمي شمېرو ته وګورو د بندیان شمېرې یوازې ۲۸۷۸۱ کسانو ته رسېږي.

د نیول کېدو لپاره نوي دلایل

د میګريوروپ په حواله د دغو هیوادونو سربېره د لویدېځې او یا شمالي اروپا ځینې هیوادونه هم د کډوالو ناقانونه نیول کېدو کې لاس لري. میګریوروپ په ځانګړې توګه د جرمني په اړه پلټنه کړې. څېرونکي د نیول کېدو داسې پرمختللو مکانیزومونو په اړه اندېښنې ښیي چې له مخې یې مهاجر د اروپایي ټولنې نورو هیوادونو (د ډوبلین قواعدو پر بنسټ) او یا ترانزیت هیوادونو ته (د تړونونو پر بنسټ لکه د اروپایي ټولنې او ترکیې غیررسمي تړون، له افغانستان سره تړون او...) ته اخراجېږي.

میګریوروپ زیاتوي چې دمګړۍ المان کې د مهاجرو د نیول کېدو لپاره نوي دلایل شته چې پر بنسټ یې تېر کال له دغه هیواده د اخراجېدونکو شمېر ۲۲۰۹۷ کسانو ته رسېږي.

هغه مهاجرتي سیاست چې د رنځونو لامل شوی

میګریوروپ په دې اند دی چې د اروپا «هغه مهاجرتي سیاست چې غواړي کډوال اروپا ته له راتګ منصرف کړي د رنځونو لامل شوی دی.» څېړونکي اندېښنې ښيي چې د پناه غوښتنې او مهاجرت نوی تړون چې دمګړۍ اروپایي شورا او پارلمان پرې بحث کوي د دغو غیرقانوني اعمالو د نورمال کېدو زمینه برابره کړي. دوی زیاتوي چې دغه تړون نه یوازې د بشري حقونو پر بنسټ نه دی جوړ شوی بلکې داسې یوه وسیله ده چې غړو هیوادونو ته اجازه ورکوي چې خپل سیاستونه په سیستماتیکه توګه عملي کړي.

بیا ولولئ: اروپایي کمېسیون د پناه غوښتنې او مهاجرت په اړه خپل نوی پلان وړاندې کړ

متن کې دا هم راغلي چې اروپایي ټولنه په پام کې لري چې له سمندره ژغورل شویو او یا اروپایي هیوادونو ته پرته له اسنادو رسېدونکو مهاجرو لپاره باید د پناه غوښتونکو د کنترول پروسیجر جوړ کړي. مانا یې دا چې هیوادونه مهاجر بهرني سرحدونو او ترانزیتي زونونو کې تر هغه وخت پورې ساتلی شي ترڅو چې د دوی دوسیې وارزول شي. د څېړونکو له مخې د غړو هیوادونو پالیسي دا ده چې د تاوتریخوالي د نارمل کېدو سیاست پر قانون بدل کړي.

ټاکل شوې چې د اروپایي کمېسیون له خوا وړاندې شوې تړون تر بحثونو وروسته د اروپایي شورا او پارلمان له خوا تصویب شي. اروپایي کمیسیون هیله لري چې ۲۰۲۲ کې دغه تړون نافذ کړي.

بیا ولولئ: د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې نوی تړون په اړه غبرګونونه

د میګریوروپ څېړونکي بیا وایي چې اروپایي هیوادونو کې د مهاجرو د غیرقانوني نیول کېدو په اړه پلټنو ته ادامه ورکوي. دوی زیاتوي چې که څه هم دغه راپور د څلورو هیوادونو په هکله دی، خو ورته وضعیت په نورو جغرافیوي زونونو کې هم لیدل کېږي. راتلونکی هدف: د بالکان هیوادونه په ۲۰۲۱ کې. 

 

نورې ليکنې