په آلمان کي په يو شمير مسلکونو کي کارګرو ته سخته اړتيا سته. آلمان د دغې تشي د ډکولو او بهرني مسلکيانو د راجذبولو له پاره نوی قانون جوړ کړ. خو کرونا پاندمي د آلمان د هيلو د پوره کېدو په لاره کي خنډ ګرځېدلې ده.
آلمان له بهر څخه و دغه هيواد ته د مهاجرو يا کډوالو ورتګ ته اړتيا لري. دا ځکه چي په دغه هيواد کي ګڼ شمير داسي کاري ساحې سته، چيري چي په لوړه اندازه د کارګرو کمښت دی. که آلمان ته مهاجرت ودريږي نو آلمان نه سي کولای چي د کارګرو ياده تشه ډکه کړي.
خو د آلمان د حکومت هغه هڅې چي غواړي له بهر څخه دغه هيواد ته مسلکي کسان جذب کړي ځکه د خنډونو سره مخامخ سوي، ځکه چي د کرونا پاندمي زيات اړونده کارونه پر ټپه درولي دي. د بېلګي په توګه د کرونا له کبله سفر کول مشکل سوی دی.
د کډوالۍ او پناه غوښتنې له پاره د آلمان ځانګړي فدرالي ادارې، بامف ويلي: «موږ هغه پرمختګ نه وينو چي ورته هيله مو لرله، خو کارونه په بشپړه توګه په ټپه هم نه دي درېدلي. د تېر کال په سر کي د رکود وروسته اوس بېرته پروسې ګړندۍ سوي دي.» يادي څرګندونې د بامف ادارې د اړونده څانګي رئيسي، کورينا ويشر کړي دي.
د کورينا ويشر په وينا که له يوې خوا و آلمان ته د بعضو هيوادونو څخه پر سفر بنديز لګېدلی دی نو له بل اړخه په يو شمير هيوادونو کي د آلمان سفارتونه د کرونا له کبله تړلي هم دی.
له بامف څخه بل چارواکی پاتريک شميدتکه وايي چي بعضي هيوادونه د دې هڅه هم کوي چي مسلکي کسان يې د هيواد دننه پاته سي. د هغه په وينا په زياته د روغتيا او زړو انسانانو د مراقبت سره تړلو کاري ساحو کي مسلکيان د زياتو هيوادونو دننه پخپله زيات په کار دي.
خو د ياد خنډونو باوجوده بيا هم و آلمان ته په زياته بيا د نرسانو او مراقبت کوونکو کارګرو راتګ ادامه لري. په ۲۰۲۰ کال له جنورۍ مياشتي څخه تر سپتمبر مياشتي پوري په ياده ساحه پوري تړلي ۴۵۰۰ وزيرې ورکول سوي دي. شمېدتکه زياته کړه: «موږ له دې ادعا کولو څخه لا زيات ليري يو چي ووايو د مسلکي کارګرو د جلب پروسه په بشپړه او بريالۍ توګه روانه ده.»
زياته سوې چي په آلمان کي اوس هم زياته کارفرما دې ته لېواله دي چي بهرني کارګر آلمان ته راسي او د دوی سره کار وکړي. ويل سوي چي په اړونده موضوع پوښتني زښتي زياتي سوي دي کومي چي د بامف د ځانګړي هاټ لاين يا تليفون شميرې له لاري تر سره کيږي.
په عيني حال کي د آلمان حکومت هغه کامپاين ځنډولی دی چي له هيواد څخه دباندي مسلکي کاري قوې د جذب او جلب له پاره يې د کال د پېل له پاره پلان کړی ؤ. زياته سوې چي د آلمان حکومت البته مخ په وړاندي هم دې ته چمتو دی چي و آلمان ته د سفر کولو په ترڅ کي مرسته وکړي. د دغه مقصد له پاره د انسجام ځانګړی دفتر پرانستل سوی دی.
آ./ا.ا.