پولیسو د مهاجر کمپ د تړلو عملیاتو پر مهال. کرېډېټ: مهدي شبیل، د ۲۰۱۹ د اکټوبر ۳۱مه
پولیسو د مهاجر کمپ د تړلو عملیاتو پر مهال. کرېډېټ: مهدي شبیل، د ۲۰۱۹ د اکټوبر ۳۱مه

د بولونی سور مېر محکمې تېره چهارشنبه د پا دو کالې قومندانۍ پر ضد د سازمانونو او مهاجرو شکایت په تړاو وویل چې د دغه شکایت په اړه د تصمیم نیولو لپاره قانوني صلاحیت نه لري. د سازمانونو په شکایت لیک کې راغلي چې د تېرې سپټمبر میاشتې په پای کې کالې کې د هغه مهاجر کمپ خالي کول غیرقانوني وو چې نږدې ۸۰۰ کسان پکې اوسېدل.

دغو ۱۱ سازمانونو او ۸ مهاجرو د کالې د پا دو کالې قومندان له خوا د کالې د کمپ د خالي کولو عملیات پر وړاندې محکمې ته شکایت کړی و. د بولونی سور مېر محکمې تېره چهارشنبه د جنورۍ ۶مه وویل چې د دغې مسلې په اړه د تصمیم نیولو لپاره قانوني صلاحیت نه لري.

د فرانسې خبري اژانس په حواله قاضي ویلي چې «د شواهدو له مخې داسې کوم ثبوت نشته چې وښيي د سرپناه ورکولو عملیاتو په ترڅ کې له زور څخه کار اخیستل شوی دی.»

تاوتریخجن عملیات

شکایت کوونکو له محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې د ۲۰۲۰ د سپټمبر میاشتې پر ۲۹مه ویروال زون کې د پولیسو عملیات غیرقانوني وبلل شي.

دوی زیاته کړې وه چې عملیات په تاوتریخجنه او نامنظمه توګه ترسره شوي وو. په وینا یې: «مهاجر سهار وختي دې ته اړ شول چې هغو سرویسونو کې سپاره شي چې د کالېزي لېرې پرتو مرکزونو (تولور، نیس، برېست...) په لور روان وو، پولیسو دغه راز کمپ محاصره کړی او بشردوستانه سازمانونو ته کمپ ته د لاسرسي اجازه نه ورکوله، هغه مهاجر یې هم نیول چې نه غوښتل یې سرویسونو ته وخېږي.»

د سازمانونو په شکایت لیک کې د محمد په نامه مهاجر له قوله زیاته شوې وه: «پولیسو په سلګونو مهاجر د حیواناتو په شان سرویسونو کې سپاره کړل. دا یوه ډاروونکې صحنه وه. زه له خپلو ملګرو سره له کمپه لرې ولاړ وم، له وېرې مو کمپ پرېښودلی و. یوه ورځ مو تر باران لاندې تېره کړه. ډوډۍ مو نه لرله.»

«خپل اعتراض ته ادامه ورکوو»

په ورته مهال د فرانسې خبري اژانس د سازمانونو مدافع وکیلې اېو تیفري له قوله وایي: «قاضي وایي چې له زور څخه کار اخیستل شوی نه دی. هغه فکر کوي چې زور یوازې په دې مانا دی چې پولیس له تاوتریخوالي څخه کار واخلي. دا ډېره غمجنه خبره ده. مهاجر په کالې کې له بنسټیزو حقونو بې برخې دي.»

بیا ولولئ: کالې ښار کې د کمپونو د خالي کولو عملیات ادامه لري

د نوموړې په خبره دوی خپل اعتراض او شکایت ته ادامه ورکوي. په وینا یې: «که د فرانسې محکمې د حق د بیانولو صلاحیت و نه لري موږ به اروپايي محکمې ته مراجعه کوو.»

د سازمانونو په خبره د مګړۍ نږدې ۱۰۰۰ مهاجر په کالې او ګراند سنت سیمو کې تر خیمو لاندې اوسېږي. د دغو کسانو کمپونه هره ورځ د پولیسو له خوا خالي کېږي.

 

نورې ليکنې