فرانسوي چارواکو نن جمعه وویل تېر کال تر ۹۵۰۰ ډېرو مهاجرو برتانیا ته د رسېدو په هیله له مانش کانال څخه د تېرېدو هڅې کړې چې د ۲۰۱۹ کال پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي.
د فرانسې خبري اژانس د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له قوله وایي چې په ۲۰۲۰ کې ۹۵۵۱ مهاجرو (۸۶۸) ځله برتانیا ته د ځان رسولو هڅې کړې دي.
د یادې قومندانۍ په حواله تېر کال ۶ کسان مانش کې وژل شوي او درې تنه لادرکه دي. دا په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کې دغه کانال کې ۴ کسان مړه شوي ول. د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۱۹ کې ۲۲۹۴ کسانو (۲۰۳ ځله) له مانش کاناله د تېرېدو لپاره هڅې کړې وې.
بیا ولولئ: فرانسې څخه برتانیا ته د اوښتو هڅې، پر پوله د تاوتریخوالو کچه لوړه شوې
بېلابېل لاملونه
په ورته مهال د اوبرژ دو میګران په نامه سازمان مشر فرانسوا ګېنوک وایي چې مانش کې د مهاجرو زیاتوالی بېلابېل لاملونه لري لکه «د مارچ تر اګست پورې د هوا حالاتو ښه والی، برتانیا ته د رسېدو لپاره کامیابې هڅې، د قاچاق وړونکو نوي مېټودونه...»
هغه زیاتوي چې برتانیا ته تلونکو کسانو لپاره کالې کې ژوند سخت دی ځکه چې د دوی کمپونه هره ورځ تخلیه کېږي او دوی د پولیسو تر فشار لاندې دي. نوموړی په دې اند دی چې «د پناه غوښتنې او هرکلي په تړاو د اروپایي سیاستونو له کبله به له مانشه د تېرېدو هڅې ادامه ولري.»
بیا ولولئ: د سازمانونو له لوري د پا دو کالې قومندانۍ پر ضد شکایت: محکمه وایي چې صلاحیت نه لري
د سازمانونو په خبره د مګړۍ نږدې ۱۰۰۰ مهاجر په کالې او ګراند سنت سیمو کې تر خیمو لاندې اوسېږي. د دغو کسانو کمپونه هره ورځ د پولیسو له خوا خالي کېږي. د سمندري سفر د ګواښونو سربېره له ۲۰۱۸ راهیسې ډېری مهاجر هڅه کوي چې د مانش کانال له لارې ځان برتانیا ته ورسوي.