مانش کانال کې د مهاجرو بېړۍ. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
مانش کانال کې د مهاجرو بېړۍ. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز

د فرانسې ساحلي ځواکونه وایي هغه ۲۴ مهاجر یې ژغورلي چې غوښتل یې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي. په ورته مهال برتانوي چارواکو اعلان کړی چې تېرو دوو ورځو کې تر ۱۵۰ ډېر مهاجر په کوچینو بېړیو کې برتانیا ته رسېدلي دي.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په حواله پرون یکشنبه د جنورۍ ۱۰مه څو کوچنیو بېړیو کې سپرو ۲۴ کسانو له ساحلي ګارد سره تماس نیولی او ورته یې ویلي چې پا دو کالې تنګه کې یې «له ستونزې سره مخ شوي دي».

پولیسو بیا ۱۴ کسان له سمندره وژغورل او دنکرک بندر ته یې انتقال کړل.

لږ وروسته د فرانسې سمندري ځواکونو یوې بېړۍ ۱۰ نور مهاجر وژغورل چې کښتۍ یې د پا دو کالې په امبلتوز اوبو کې موقعیت درلود. دغه کسان بولونی سور مېر بندر ته تر انتقالېدو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

بل پلو بي بي سي د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له قوله وایي چې تېرو دوو ورځو کې تر ۱۵۰ ډېرو مهاجرو د مانش کانال له لارې ځانونه دغه هیواد ته رسولي دي.

تېره شنبه ۱۰۳ مهاجر وتوانېدل چې په ۶ وړوکو کښتیو کې د برتانیا ساحلي اوبو ته داخل شي. ورپسې د برتانیا ساحلي ځواکونو یوه کښتۍ وژغورله چې ۳۰ کسان پکې سپاره ول.

بیا ولولئ: له اروپا څخه د بریتانیا وتل: د کډوالۍ په برخه کې څه تغیرات رامنځ ته کېږي؟

دغه راز پرون یکشنبه د برتانیا ساحلي ځواکونو د ۴ عملیاتو په ترڅ کې ۵۷ مهاجر وژغورل.

په ورته مهال د برتانیا د مهاجرو د چارو وزیر ویلي چې «قانون کې بدلونونه به دوی ته اجازه ورکړي چې هغه مهاجر رد کړي چې له یو امن هیواد څخه برتانیا ته راغلي دي.»

تېره اونۍ د فرانسې د شمالي سمندر او مانش قومندانۍ ویلي وو چې په ۲۰۲۰ کې تر ۹۵۰۰ ډېرو مهاجرو برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې کړې دي چې د ۲۰۱۹ پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي.

کالې کې د اوبرژ دو میګران په نامه سازمان مشر فرانسوا ګېنوک په وینا مانش کې د مهاجرو زیاتوالی بېلابېل لاملونه لري لکه «د مارچ تر اګست پورې د هوا حالاتو ښه والی، برتانیا ته د رسېدو لپاره کامیابې هڅې، د قاچاق وړونکو نوي مېټودونه...»

د یادولو ده چې تېر کال مانش کانال کې ۶ کسان وژل شوي او ۳ تنه نور لادرکه دي.  

 

نورې ليکنې