Dپناه غوښتنې په برلین کې، ۲۰۱۹. انځور: دویله وېله، سي نسمان
Dپناه غوښتنې په برلین کې، ۲۰۱۹. انځور: دویله وېله، سي نسمان

د کورونا ویروس وبا او د آلمان د مهاجرتي سیاست د سختوالي له کبله په ۲۰۲۰ کال کې دغه هیواد ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر کې ۳۰ سلنه کمښت راغلی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د ۲۰۱۹ کال پرتله په ۲۰۲۰ کې جرمني ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو په شمېر کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. آلماني چارواکو تېر کال د پناه غوښتنې ۷۶ زره دوسیې ثبت کړې دي.

په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالۍ کړکېچ پر مهال نږدې۴۰۰ زرو مهاجرو له هغې وروسته جرمني کې د پناه غوښتنه وکړه چې د دغه هیواد لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د مهاجرو پر مخ د جرمني د پولو د پرانیستلو پرېکړه وکړه.

په ۲۰۲۰ کې د سوریې، افغانستان، عراق او ترکیې اتباعو جرمني کې د پناه غوښتنه کړې. دغه راز ۳۷۸۰۰ کسانو قبولي ترلاسه کړې ده.

بیا ولولئ: کرونا پاندمي آلمان ته د مسلکي کارګرو راتګ کم کړی

د اخراجونو زیاتوالی

په ورته مهال د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د کورونا ویروس له امله د سرحدونو تړل کېدل د پناه غوښتونکو د شمېر د کمښت لامل بللي. نوموړي زیاته کړې چې له څلورو کلونو راهیسې د جرمني په مهاجرتي سیاست کې بدلون هم د پناه غوښتونکو د شمېر د کمښت سبب ګرځېدلی دی.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې د پناه غوښتونکو د شمېر د زیاتوالي له کبله د آلمان حکومت پرېکړه وکړه چې خپل مهاجرتي سخت نور هم سخت کړي او رد شوي پناه غوښتونکي او یا په تاوتریخوالي تورن کسان له خپلې خاورې څخه وشړي.

له ۲۰۱۶ راهیسې المان په منظمه توګه رد شوي افغانان افغانستان ته اخراجوي. خو د کورونا ویروس له امله تېر پسرلی دغه اخراجونه درول شوي وو. افغانستان کې د ناامنیو سربېره له ۲۰۱۶ راهیسې له المان څخه ټولټال ۹۰۷ افغانان خپل هیواد ته اخراج شوي دي.

سوریې ته د مهاجرو اخراج

تمه کېږي چې الماني چارواکي په ۲۰۲۱ کې د هغو سوریایي مهاجرو د اخراجولو لړۍ پیل کړي چې د خطرناکو کسانو په توګه پېژندل شوي دي. د المان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر ویلي چې «ټولې قضیې باید په جلا جلا توګه» وڅېړل شي.

بیا ولولئ: جرمني په پام کې لري چې د لومړي ځل لپاره «خطرناک» سوریایي مهاجر اخراج کړي

د الماني رسنیو په حواله د دغې پرېکړې له امله ښایي هغه ۹۰ سوریایي مهاجر له المانه وشړل شي چې اسلامي سخت دریځۍ ته تمایل لري. زیهوفر دغه راز غواړي مجرمینو ته پیغام ورکړي چې دوی ښایي خپلې اقامې او المان کې د اوسېدو اجازه له لاسه ورکړي.

خو په عمل کې له المانه د سوریایانو اخراجول پیچلي ښکاري ځکه چې دغه هیواد نور له سوریې سره ډیپلوماټیک اړیکې نه لري. د نړیوالو قوانینو له مخې د مهاجرو د اخراجولو لپاره کوربه هیواد باید لومړی د دوی د اصلي هیوادونو موافقت ترلاسه کړي.

 

نورې ليکنې