انځور د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه
انځور د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه

د فرانسې ساحلي ځواکونو مانش کانال کې هغه ۳۰ مهاجر ژغورلي چې غوښتل یې په کوچنیو بېړیو کې ځان برتانیا ته ورسوي. د دغو کسانو بېړۍ سمندر کې له ستونزې سره مخ شوې وې.

د فرانسې د شمالي سمندر او مانش قومندانۍ په حواله د تېرې یکشنبې په شپه (د جنورۍ ۱۰مه) سمندري ځواکونو د کالې په اوبو کې دوه بېړۍ وژغورلې چې ټولټال ۳۰ کسان پکې سپاره ول.

پولیسو لومړی د یوې ښځې او ۳ ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان وژغورل چې کښتۍ یې سمندر کې له ستونزې سره مخ شوې وه. دغه کسان بیا د فرانسې د سمندري ځواکونو بېړۍ ته انتقال شول او کالې ته تر رسېدو وروسته سرحدي پولیسو ته وسپارل شول.

لږ وروسته د فرانسط د بېړنیو خدماتو ادارې یا سامو بولونی سور مېر کې د یوې بېړۍ په اړه اطلاع ترلاسه کړه چې ۱۲ کسان پکې سپاره ول. دغه مهاجر هم له سمندره تر ژغورل کېدو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

د فرانسې سمندري چارواکي په منظمه توګه د مانش کانال له لارې د غیرقانوني سفرونو په اړه خبرداری ورکوي.

بیا ولولئ: مانش کانال: تر ۱۵۰ ډېر مهاجر برتانیا ته رسېدلي، ۲۴ تنه نور د فرانسې په ساحلي اوبو کې ژغورل شوي

په وینا یې د اوبو د څپو لوړوالی، سړه هوا، سمندري ترافیک او توپانونه د دې سبب ګرځېدلی شي چې کوچنۍ کښتۍ سمندر کې له جدي ستونزو او ګواښونو سره مخ شي.

تېر کال ۶ مهاجرو له مانش کاناله د تېرېدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳ تنه نور لادرکه دي.

تېره اونۍ د فرانسې د شمالي سمندر او مانش قومندانۍ اعلان کړی و چې په ۲۰۲۰ کې تر ۹۵۰۰ ډېرو مهاجرو برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې کړې دي چې د ۲۰۱۹ پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي.

 

نورې ليکنې