له ارشیف څخه. انځور: رافایل فلیشمن، لا سیماد
له ارشیف څخه. انځور: رافایل فلیشمن، لا سیماد

فرانسوي سرچینې وایي چې تېره دوشنبه د فرانسې او ایټالیا په سرحدي هوت الپز سیمه کې ۱۱ افغان مهاجر ژغورل شوي چې غوښتل یې له ایټالیا څخه ځان فرانسې ته ورسوي. په وینا یې د یخې هوا له کبله د ځینو مهاجرو د بدن د حرارت درجه راټیټه شوې وه.

د هوت الپز قومندانۍ په حواله د فرانسې سرحدي پولیسو د غرمې په پیل کې د مهاجرو یوه کوچنۍ ډله ولیدله چې واورو کې یې د موژنور دماغې په لور پیاده مزل کاوه.

 د فرانسې خبري اژانس د یادې قومندانۍ له قوله زیاتوي چې پولیسو د ورځې په یوه نیمه بجه ۱۱ افغانان مهاجر وژغورل. که څه هم د سړې هوا له امله د ځینو مهاجرو د بدن د حرارت درجه راټیټه شوې وه، خو د هوت الپز قومندانۍ په خبره د دوی روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.

بل پلو روغتیایي چارواکي وایي چې ۹ کسان یې بریانسون روغتون ته انتقال او بستري یې کړي دي.

بیا ولولئ: بریانسون: مهاجر پلوه سازمانونه وایي ښایي کډوال په غرونو کې «له ستړیا څخه ومري»

«د منځنۍ اسیا اوسېدونکي له غرونو څخه د تېرېدو لپاره هڅه کوي»

په ورته مهال د «ټول مهاجر» په نامه ټولنې غړې انیېس انتوان کډوال نیوز ته وایي چې د موندل شویو په ډله کې درې ماشومان او دوه بوډاګان هم دي. دوی ټول د یوې افغانې کورنۍ غړي دي.

نوموړې زیاتوي چې تېره دوشنبه مونژنور کې د هوا د تودوخې درجه منفي ۱۵ ته ښکته شوې وه.

آغلې انیېس دا هم وایي چې تر دې دمخه اکثره وختونه د لوېدیځي افریقا څخه راغلو مهاجرو له الپ غرونو څخه د تېرېدو لپاره هڅې کولې. خو نن سبا د منځنۍ اسیا اصلي اوسېدونکي لومړی له سلوانیا څخه د ایټالیا شمالي برخې ته ځان رسوي او بیا د غرونو له لارې فرانسې ته راځي.

د نوموړې په حواله یادې ټولنې د خپلو ګزمو په ترڅ کې حاملې ښځې، نوي زېږېدلي ماشومان او کم سنه کسان هم ژغورلي دي. خو په وینا یې سرحدي سرتېري ګزمه کوونکي ډېر ځوروي.

بیا ولولئ: له الپ غرونو څخه د تېرېدونکو کډوالو ناوړه وضعیت

مهاجر پوله سازمانونه له دغو غرونو څخه تېرېدل ډېر خطرناک کار بولي. دوی زیاتوي چې ډېر امکان شته چې په ژمي کې مهاجر د سړې هوا او ستړیا له امله دغه غرنیزه سیمه کې ومري او یا د پولیسو څخه د تېښتې په خاطر غرونو کې لادرکه شي.

 

نورې ليکنې