دوه کډوال د ګراند - سنت په پیوتوک کمپ کې. کرېډېټ: مهدي شبیل
دوه کډوال د ګراند - سنت په پیوتوک کمپ کې. کرېډېټ: مهدي شبیل

د فرانسې د شمالي سیمې قومندان د مانش کانال په سواحلو کې د کمپونو د خالي کولو او استوګنځیو ته د مهاجرو د انتقالولو څخه دفاع کوي او وایي چې د خلکو د خوندیتوب او عامه نظم د مراعاتولو لپاره دغو سیمو کې د هرکلي مرکزونو د جوړولو سره مخالف دی. دا په داسې حال کې چې تېره شنبه د فرانسې پارلمان ځینو استازو ګراند سنت سیمه کې د مهاجرو وضعیت غیرانساني بللی و.

د او دو فرانس قومندان میشل لالاند تېره سه شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې «له جنایتکارو شبکو سره د مبارزې په خاطر» ساحلي سیمو کې د مهاجرو د مرکزونو له جوړولو سره مخالف دی.

په وینا یې د کمپونو د خالي کولو هدف دا دی چې د غیرانساني حالاتو د تکرارېدو مخه ونیول شي. څو کاله مخکې کالې ښار کې د ځنګل په نامه مهاجر کمپ کې په زرګونو هغو مهاجرو ژوند کاوه چې غوښتل یې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي.

میشل لالاند زیاته کړې چې د کمپونو د خالي کولو عملیاتونه د محکمې د حکم پر اساس ترسره کېږي او قانوني بڼه لري.

«تېر کال ۴۹۰۰ مهاجرو سرپناه موندلې»

اعلامیه کې راغلي چې دولت به منظمه توګه مهاجرو ته سرپناه، اداري او روغتیایي خدمات برابروي او په ۲۰۲۰ کې د ۹۱ کم سنه کسانو په ګډون ۴۹۰۰ مهاجر له دغو امکاناتو څخه برخمن شوي دي.

د میشل لالاند په خبره شمالي سیمه کې د مهاجرو د هرکلي ظرفیت ۸۸۳ بسترونو ته لوړ شوی دی.

اعلامیه کې زیاته شوې چې دغه تدابیر د غیرقانوني مهاجر سره د مبارزې سیاست پر بنسټ نیول شوي چې په پایله کې یې تېر کال تر ۱۰۰۰ ډېر مهاجر په غیرقانوني توګه د فرانسې له خاورې څخه وتلي دي.

دغه اعلامیه د فرانسې پارلمان د دوو استازو د ویناوو په غبرګون خپره شوې ده. پاتریک کانر او کریمه دلي تېره شنبه ویلي وو چې ګراند سنت سیمه کې ۲۰۰ تر ۳۰۰ مهاجر په سړه هوا کې ژوند کوي.

دوی له دولت څخه غوښتنه کړې وه چې ساحلي سیمو کې باید د مهاجرو د هرکلي مرکزونه پرانیزي.

«مهاجر استوګنځیو کې نه پاتې کېږي»

بل پلو ګراند سنت کې د سلام سازمان مشر کلېر مایو کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي چې سرپناوو کې د مهاجرو انتقالول کومه فایده نه لري ځکه چې دوی بېرته کمپونو ته راځي. نوموړې زیاتوي چې ډېری مهاجر غواړي انګلستان ته ولاړ شي نو ځکه ساحل ته نږدې کمپونه جوړوي.

هغه د پولیسو له خوا د کمپونو پر خالي کولو نیوکه کوي او وایي چې «پولیس د مهاجرو خیمې او ټول وسایل نیسي او بیا دوی لرو پرتو سیمو ته انتقالوي.»

د سلام سازمان له مخې دمګړۍ ګراند سنت کې تر ۳۰۰ ډېرو مهاجرو د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي. 

 

نورې ليکنې