کرېډېت: پېکچر الاینز، دي پي اې، کې، نیتفلد
کرېډېت: پېکچر الاینز، دي پي اې، کې، نیتفلد

د رسنیو د راپورونو له مخې د اروپا د جعل کارۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې یا الاف اژه سمندر کې د ترکیې پر لور د مهاجرو د کښتیو د شړلو په تړاو د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس پر وړاندې دوسیه پرانیستې ده.

د الاف یا د هغې ادارې ویاند چې اروپایي ادارو کې د جعل کارۍ پر وړاندې مبارزه کوي د فرانتکس پر وړاندې د دوسیې د پرانیستلو خبر تاییدوي خو د دغو پلټنو دلایل یې نه دي څرګند کړي.

فرانتکس بیا ویلي چې له الاف سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

تېره اکټوبر میاشت د المانۍ ورځپاڼې شپیګل په ګډون ګڼو رسنیو فرانتکس په دې تورن کړی و چې اژه سمندر کې یې د یونان له ساحلي ځواکونو سره یو ځای د مهاجرو کښتۍ د ترکیې پر لور شړلې دي. 

اټن بیا په منظمه توګه د ترکیې پر لور د کډوالو د بېړیو د شړلو هغه ادعاوې رد کړې دي چې ځینو سازمانو لکه الارم فون مطرح کړې وې.

د یونان د مهاجرو چارو وزیر نوتیس میتاراکیس تېره نومبر میاشت کډوال نیوز ته وویل چې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور د مهاجرو د بېړیو شړلو ادعاوې ردوي. هغه زیاته کړې وه: «دا معلومه خبره ده چې موږ د خپلو سرحدونو ساتنه کوو، خو دا کار د نړیوالو او اروپایي قوانینو پر اساس ترسره کېږي.»

بل پلو د فرانتکس ادارې مشر فابریس لګري د تېرې ډسمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه اروپایي پارلمان کې ویلي وو چې «له یونانه د ترکیې پر لور د فرانتکس د سرتېرو له خوا د مهاجرو د شړلو په اړه هېڅ کوم ثبوت نشته.»

نوموړې زیاته کړې وه: «موږ د [پناه غوښتونکو] غیرقانوني بېرته لېږدونې [پېښو] کې د فرانتکس او یا د دغې ادارې د ځواکونو د فعال ګډون، چې په مستقیمه توګه وي یا په غیرمسقیمه توګه، په اړه هېڅ کوم ثبوت نه دی ترلاسه کړی.»

ټاکل شوې چې د جنورۍ پر ۲۰ او ۲۱ مه د اروپایي ټولنې اداري شورا د دغو تورونو په اړه خپل راپور خپور کړي. فرانتکس چې په ۲۰۰۴ کې جوړ شوی په پام کې لري چې تر ۲۰۲۷ پورې د خپلو ځواکونه شمېر ۱۰۰۰۰ سرتېرو ته لوړ کړي.

 

نورې ليکنې

Webpack App